مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-03   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

جنرال رازق : د سولې شورا ما او ځيني نور کسان د سولې قرباني کوي .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبر ورکوي ، چې د سولې شورا د طالبانو سره د افغان سولې د پرمختګ دپاره داسي شرطونه منلي دي ، چې له مخي به يې دده په ګډون يو شمير کسان وژل کيږي ، هغه په دې برخه کې د پخو اسناد د شتون خبره هم وکړل .
د کندهار دپاره نوی ټاکل سوي والي په خپله دنده پيل وکړ . د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبر ورکوي ، چې د سولې شورا د طالبانو سره د افغان سولې د پرمختګ دپاره داسي شرطونه منلي دي ، چې له مخي به يې دده په ګډون يو شمير کسان وژل کيږي ، هغه په دې برخه کې د پخو اسناد د شتون خبره هم وکړل . جنرال عبدالرازق دا څرګندوني د يکشنبې په ورځ په کندهار کې د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې د ملي يووالي د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د غونډي برخوالو ته وکړي . هغه په مستقيم ډول د سولې شورا په دې تورنه کړل ، د وسله والو طالبانو له لوري ورکړل سوي هغه شرطونه يې منلي دي چې دده په ګډون يو شمير نور مهم کسان به له منځه وړي جنرال رازق د ملي يووالي د حکومته وغوښتل ، چې د دوی قربانۍ ته پاملرنه وکړي او د وطن ساتونکي کسان د پرديو استخباراتو په لمسون د خطر سره مخ نه کړي . اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله دا ډول کار نامممکن وباله او زياته يې کړه ، هر هغه چا چې د هيواد دپاره قرباني ورکړې ده ستايل کيږي به او د وطن د خدمت دپاره به کار ترې اخستل کيږي . د کندهار دپاره نوی والي ډاکټر همايون عزيزي نوميږي او د يکشنبې په ورځ يې خپل دنده پيل کړل ، اجراييه رييس ، د سيمه ارزګانونو د خپلواکي ادارې مشرتابه ، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او قومي مخورو د نوموړي څخه د کندهار د خلکو د اساسي ستونزو د حل غوښتنه وکړل . نوي والي ښاغلي عزيزي د کندهار د هري ستونزي د حل دپاره تازه ژمني وکړې او په دې برخه کې د يوې داسي ادارې د رامنځ ته کولو ژمنه وکړل چې عادله ، پر قانون حاکمه او خلکو ته د يوه ښه کار اداره وي . پخواني والي توريالي هم په خپلو خبرو کي د خپل دندي پر مهال د سويو لاسته راوړنو څخه خبر ورکړ او زياته يې کړه ، چې خپل وس يې نه دی سپمولی . کندهاريانو له ډيره وخته د کار کولو په موخه د کندهار په ولايتي اداره کې د بدلون غوښتنه کول .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery