مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد هدايت الله توخي د مړيني په مناسبت د خواخوږۍ پيغام

ډاکټر ع. صمدی

 

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چه زموږ د هیواد یو پیاوړی زړه سواند خیرخواه او دروند شخصیت ارواښاد مرحوم هدایت الله توخي د ورپیښي ناروغۍ له امله په ۱۴ / ثور/ ۱۳۹۴ ھ . ش کال چه د  2015/05 /04 م کال سره سمون خوري د ( ۶۸ ) کالو په عمر د  پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټي د ښار په اکرم روغتون کي تر درملنی لاندی و  د دوشنبي  په ورځ د سهار په ( ۴۵: ۸ )  بجی خپل حقیقي مالک ته روح وسپاره او د کویټي د ښار په هدیره کی پداسي حال کي چه زیات شمیر خلک علماء روحانیون  پوهان  « مهاجرین او انصار » د کورنۍ غړی او دوستان یي وروستی دیدن او جنازی ته ورغلی وو خاورو ته وسپارل شو« إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ » امین روح دي ښاد وي. او د مرحوم توخي صاحب د فاتحی مراسم  د دوی په خپل کور کی تر سره کیږي.

ارواښاد مرحوم هدایت الله توخي دمرحوم حاجي صبغت الله توخي زوی په « ۱۳۲۶ ھ . ش » کال چه  د « 1947 م » کال سره سمون خوری  د کندهار د ښار په یوه دینداره او پیژندل سوی کورنۍ کی زیږیدلی دی.

ارواښاد مرحوم هدایت الله توخی خپلی لومړنۍ او منځنۍ زده کړي د کندهار په ښار کی تر سره کړي دي اود دوولسم ټولګۍ تر فراغت وروسته د زیاتو لوړو نمرو په درلودلو سره د  لوړو زده کړو لپاره د بیروت امریکایی پوهنتون ته و لیږل شو  اود لیسانس بشپړه دوره یی دعمومی اقتصاد د پرمختګ په ځانګه کي د بیروت په امریکایی پوهنتون کي سرته رسولی ده. همدغه رنګه د لیسانس تر کچي وروسته یی خپله ماستري د عمومی اقتصاد د پرمختګ په ځانګه کی هم د بیروت په امریکایی پوهنتون کی بشپره کړیده.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب  یو دروند او زړه سواند شخصیت وو، هغه له خپل هیواد او خپل اولس سره بی ساری مینه درلوده او په ټولو افغانانو زوریدونکۍ خواخوږۍ شخصیت وو هغه د ناروغۍ په بسترکی هم د خپلو ویرجنو او غم ځپلو هیوادوالو د سوکالی او هوسایی په هیله د اللهۚ سپیڅلی دربارته تل لاس په دعا وو.
 
زه او زما د کورنۍ ټول غړی ددغی درنې او غمجنی پيښی له کبله د ارواښاد مرحوم توخي صاحب د پتمنی کورنۍ ټولو غړو او خپلوانو ته د ډاډ ګیرنې او خواخوږی مراتب او تسلیت وړاندی کوو او پدغه لوی غم کی خپل ځان ورسره شریک بولو. اود مرحوم توخي صاحب مړینه د ګران هیواد افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بولو. او د لوی اللهۚ له درباره څخه ارواښاد مرحوم توخي صاحب ته فردوس جنت او د کورنۍ  پاته غړو او دوستانو ته یی جمیل صبرغواړو.

په درنښت

  انګلستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery