مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-18   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د خاص اروزګان ولسوالي د سقوط سره مخ ده.

لودين
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالي تر سختي محاصري لاندي ده. د دي ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي وايې چې د تېري شپي دريو بجو را په دي خوا په زيات شمېر کي وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ پر مرکز بريد د چکه جوى له سيمي پيل کړى دى. هغه وايې چې تر دي مهاله دوه تنه پوليس او پنځه تنه وسله وال وژل سوي او جګړه لا په شدت سره دوام کوي. ولسوال کريمي وايې چې د جګړي پر مهال وسله والو طالبانو د خاص اروزګان مخکنى ولسوال او دا مهال د شازمان ليسي مدير عبدالحليم په ډزو سره وژلى او يو تن يې ښوونکى يې ژوندى له ځانه سره وړى دى. د نوموړي په خبره چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته دوه کيلومتره رانژدي سوي دي او که چېري امنيتي ارګانونه مرسته ونه کړي نو دا ولسوالي به سقوط وکړي. هغه وغوښتل چې ور سره ژر تر ژره مرسته وسي او کنه وي اوسني امنيتي سرتېري ډېر کم دي. پر خاص اروزګان دا جګړه په داسې وخت کي پيل سوي چې تېره ورځ د چنارتو په ولسوالۍ کې د شهيد کوتل امنيتي پوسته څو پر له پسي ساعتونه تر سختي جګړي لاندي وه. تر اوسه وسله والو طالبانو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery