مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: وسله والو په بادغېس کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي

احمد فیصل
د هېواد په لوېديځه حوزه كې د سرحدي پوليسو چارواكي د بادغيس ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ كې د سرحدي ځواكونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو خبر وركوي. یاد چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په موريچاق سيمه كې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه كړي او اوس هم د دواړو لوريو ترمنځ جګړه روانه ده. د هېواد په لوېديځه حوزه كې د ۷۰۵ سرحدي زون قوماندان محمد جمعه عديل وايي، د افغان امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه له وړمې ورځې روانه ده او تراوسه په كې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه امنيتي سرتېري ټپيان دي. د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق نسبتاً ناامنه سيمه ده او له تركمنستان سره ګډه پوله لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery