مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-19   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ٢٩ کتابونو ليکوال بمي چاودني وواژه.

لودين
د اروزګان ولايت د چوري ولسواالۍ امنيه قومندان عبدالقوي وايي چي نن د مى ١٩ مه سهار شاوخوا ۰۷:۱۵ دقيقې د کيتو سيمي نوموتي شاعر او تکړه ليکوال دارو خان خاکسار په يوه ځاي پر ځاي سوي ماين چاودنه کي وژل سوى دى. هغه وايې چې ماين د ارواښاد خاکسار د کور مخي ته ايښودل سوي وو خپل ژوند له لاسه ورکړي. امنيه قومندان عبدالقوي وايې چي نوموړي هيڅ ډول دولتي دنده نه لرل، بلکي هغه په ياده ولسوالي کي يو درملتون درلودى. د مالوماتو پر اساس د دارو خان خاکسار ګڼ اثار شعري ټولګي او ليکني چاپ سوي دي او ددې ولايت اوسېدونکو ورځني ګټه اخيستې ده. د اروزګان ولايـــت د نامتـــو ليکوال ،شاعر،سياسي او ټولنــــيز شخصيــــت داروخان خاکسار وروستي کتاب ( د ارزګان نوميالي ) تر عنوان لانـــدي په (۲۸۱) مخونو کښي د چاپــــــه راوتلي وو. په دغه کتاب کښي د اروزګان د مهمو سياسي، جهادي ،ديني، علمي او آدبي شخصيتونو بيـــوګرافي ددوي د عکسونو سره چاپ سوي. پاته دي نه وي چي د دارو خان خاکسار لاندي کتابــــونه مخکي چاپ ســــوي دي! ۱- د ارزګان نـــــــاوې ۲-ګران وطن جانـــــان وطن ۳-د چورې ولسوالي ۴-ملي نغمـــــې او ملي تــــــرانې دده ( ۲۵ ) نور نا چاپه اثار لا پاته وه چي نوموړي يې د چاپولو په موخه هلي ځلې کولې، خو ژوند يې ورسره وفا ونه کړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery