مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جيکوپسن: افغان ځواکونه کولای شي له دغه جګړه ییز موسمه په بریالیتوب ووځي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال قوماندان وايي چې افغان ځواکونه اوس مسلکي شوي او کولى شي له دغه جګړه ييز موسمه هم په برياليتوب ووځي. ډګر جنرال کرسټين جيکوپسن ویلي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه په روان جګړه ييز موسم کې ښه جګړه کوي. نوموړي ويلي چې افغان ملي ځواکونو په تېرو څو مياشتو کې بريالي عمليات ترسره کړي او د لومړي ځل لپاره هغو سيمو ته ولاړل چې پخوا نه وو تللي. ډګر جنرال جيکوبسن په هلمند کې د ذوالفقار په نوم ترسره شوو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې دا بشپړ د افغانانو له خوا پلان او ترسره شوي بريالي عمليات وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery