مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-21   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د اروزګان په بېلا بېلو سيمو کې درني جګړه رواني دي دي.

لودين
په سويلي ولايت ارزګان کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه ډير سوي دي او د تيرو څو ورځو راهيسي په بيلابيلو سيمو کې جګړې رواني دي . د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په مرکزي او دغه ولسوالۍ ته د مرکز ترينکوټ څخه پر تللي لاري د کومکي سرتېرو سره جګړه د تېرو دريو ورځو را په دي خوا روانه ده . له بلي خوا د چنارتو ولسوالۍ او د مرکز ترينکوټ د مهرآباد په لويه لاره د شهيد کوتل، چرمستان او شاوخوا سيمو کې د نوي سړک جوړوني پر کمپنۍ بريدونه سوي دي او پر مهال يې يو سکواټر او يو سراچه موټر سوځول سوي او د سړک جوړوني د امنيتي سرتېرو دوي پوستي سوځول سوي دي. د چارچينو ولسوالۍ په سياسنګ سيمه کې بيا د تېرو دريو ورځو را په دي خوا سخته نښته روانه ده او ځايې امنيتي مسولين وايې چې امنيتي سرتېرو او وسله والو مخالفينو ته پکښې درنه مرګ ژوبله اوښتي ده او جګړه لا هم دوام کوي. پر همدي د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم پر پنځو امنيتي پوستو وسله وال بريدونه سوي او د تېري شپي ناوخته پوري يې دوام درلودى او سيمه ايزو چارواکو ددي امنيتي پوستو د سقوط انديښنه څرګنده کړي ده. ددي پېښو په اړه د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې چې په اروزګان کي د وسله والو طالبانو تحرکات ډېر سوي دي او زياتوي چې وسله وال په خپلو تحرکاتو سره نسي کولاى چې امنيتي ځواکونو ته زيان ورسوي. هغه د تېرو دريو ورځو را په دي خوا په چارچينو کي د څلورو تنو سرتېرو د وژني، ځينو کسانو د ټپي کيدو، د افغان پوځيانو پر دوه ميله موټر او د پوليسو پر يوه ټانګ د ماين چاودني پخلى کوي. هغه زياتوي چې په چنارتو کې د سړک جوړوني د سرتېرو امنيتي پوستي نه بلکي دوي خيمي يې سوځول سوي دي او بل چا ته زيان نه دى اوښـتى. وسله والو طالبانو بيا په اروزګان کي د جګړو پر مهال د ګڼ شمېر امنيتي پوستو د نيول کيدو او هلته د ګڼ شمېر سرتېرو د وژني ادعا کوي. طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې ددوى لسګونه سرتېرو د اروزګان په بېلا بېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery