مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

رباني: افغانستان پر لاسته راوړنو سربېره له یو لړ ستونزو سره هم مخ دی

احمد فیصل
د بهرنيو چارو وزارت وايي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ګڼو لاسته راوړنو سربېره له ننګونو په ځانګړي ډول د امنيت په برخه کې مخ دى چې پر ځينو کارونو او لاسته راوړنو يې سيورى غوړولى. صلاح الدين په کابل کې تماس نړيوال نړيوالې ډلې په ١٦مه دوره يي ناسته کې په افغانستان کې د سولې او ډيموکراسۍ د خوندي کولو لپاره د نړيوالې ټولنې له قربانيو او پانګونې مننه وکړه. هغه وويل چې افغانستان په تېره يوه لسيزه کې په يو ډېر حساس پړاو کې و چې د واک ډيموکرات لېږد او د افغان ځواکونو له خوا د ټولو امنيتي مسووليتونو يادول يې مهمې برخې وې او دواړه يې په برياليتوب سره تېرې کړې او د افغانستان ملګرو د سولې او ثبات او خلکو د هيلو پوره کولو لپاره له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړ. د بهرنيو چارو وزير وويل چې افغانستان په تېره يوه لسيزه کې په بېلابېلو برخو لکه روغتيا، پوهنه، اقتصاد، بشري حقوق، د ښځو ظرفيت لوړولو او حکومتولۍ په برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې، خو لا هم له ننګونو سره مخ دى چې په ځانګړي ډول د امنيت برخه يادولى شو چې پر دغو لاسته لاوړنو يې سيورى غوړولى دى. رباني زياته کړه چې د دغو ټولو لاسته راوړنو ساتنې، ټينګښت او د ستونزو حل ته اړتيا لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery