مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سيد اکرام افضلي: د اوسني او تېر حکومت چارواکو د شتمنیو د ثبت پروسه په جدې ډول نه ده تعقیب کړې

احمد فیصل
د روڼتيا د څار بنسټ وايي تر اوسه پورې د دولتي چارواکو د شتمنيو د ثبت له شاوخوا لس زره ويشل شوو فورمو څخه نږدې ٣٦ سلنه نه دي ډکې شوې او پاتې هم نيمګړې ډګې شوې دي. د اساسي قانون د ١٤٥ مې مادې له مخې، د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو، وزيرانو، د سترې محکې او لويې څارنوالۍ د غړو شتمنۍ د خدمت له دورې وړاندې او وروسته په قانون کې د ټاکل شوي ارګان له خوا ثبت او خپرېږي. د روڼتیا د څار بنسټ د څار مشر سيد اکرام افضلي وايي افغان دولت په ٢٠١٢ کال کې د توکيو په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې د اداري فساد او غير قانوني پانګونې د زياتوالي د مخنيوي په موخه د ټولو دولتي چارواکو شتمنۍ ثبتوي. خو هغه وويل چې د دولت دا ژمنه تر اوسه پورې نه ده عملي شوې. نوموړي د دولتي چارواکو د شتمنيو ثبت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم وباله او ويې ويل چې د اوسني او تېر حکومت چارواکو د شتمنيو د ثبت پروسه په جديت سره نه وه تعقيب کړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery