مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي امنیت شورا: د استخباراتي هوکړه لیک یوازې مسوده چمتو شوې

احمد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي همکاریو د هوکړه لیک په اړه وايي، چې په دې اړه په شوو مقدماتي بحثونو د ملي امنیت د شورا دفتر یوازې له اړوندو ارګانونو سره خپل نظریات شریک کړي او دغې شورا د هوکړه لیک د متن د تسوید په هېڅ یوه پړاو کې ګډون نه درلود. د دې شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له همدې امله د یاد سند په چمتولو کې د ملي امنیت شورا دفتر ته هېڅ راز مسوولیت نه راجع کېږي. د ملي امنیت شورا دغه راز ویلي، چې یاد هوکړه لیک نهایي نه دی او نه هم تر اوسه د جمهوري ریاست مقام او د ملي امنیت شورا تایید کړی دی. سرچینه زیاتوي، په پام کې ده چې دا مسوده د حکومت د مشرتابه، د ولس د استازو او د ملي شخصیتونو د اجماع اصل ته په پام سره په پنځو پړاوونو کې بشپړه شي. د ملي امنیت شورا وايي، چې د دې سند د لاسلیک په اړه د خپروو شوو اوازو په لړ کې د یو لړ شکمنو سرچینو له خوا د هېواد ملي شورا او رسنیو ته ناسم معلومات ورکول کېږي. دغې ادارې پر دې خواشینې څرګنده کړې، چې یو شمېر کسان د جګړې په دې سختو شرایطو کې د هېواد لوړې ګټې او د ملي امنیت ډګر د شخصي موخو او شحصیت وژنې لپاره کاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery