مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چین د نړۍ مشري غواړی

ژباړن : نثار احمد صمد
سرچینه : انز ـ ریویو ( امریکا )

لیکوال : اریک مارګولیس

نېټه : ۲۳ / ۵ / ۲۰۱۵

 چین د نړۍ مشري غواړی

 چین د نړۍ د مشرۍ له پاره پلان لری . دا چی د جنوبی چین په سمندرګي کی د امریکا او چین تر منځ کشمکش ډیرېدونکی دی ، امریکایی سمندري او هوایی ځواک ورو ورو ځانونه په دې لانجمنه سیمه کی جګړې ته چمتو کوی . که لازمه وبلل سوه همداسی به هم کیږی . دواړی خواوی وایی چی دوی نه غواړي په ساحلی اوبو کی مقابله سره وکړی ، خو دواړه داسی کارونه کوی لکه یوه پوځی شخړه چی پېښیدونکې وی .
خوش باوره کسان وایی چی د یو ستر ځواک په توګه د چین سوله ییزه اراده بریمنه ښکاری . د دې دوو ځواکونو اقتصاد دومره چړَه پېدلی دی چی د جنګ ږغ نسي ترې راوتلای . یو نوی خپور سوی کتاب هم کټ مټ په همدې نظر دی ، چی عنوان یې « د چین خوب لیدنه » او لیکوال یې اوڅار چینایی پوځي مفکر او مبصر پروفیسور جنرال لیو مینګ فو دی چی د چین د پوځی ږغ سره مرکې کوی .
همدا تیر کال د امریکا او چین تجارت ۵۷۹ بلیونو ډالرو ته ورسېد . د امریکا د خزانې ۱٫۲ ټریلیونه ډالره په چین پوری اړه لری ، نو ځکه هغوی د امریکا د ستر سوداګریزه کسر لویه برخه تمویل کوی . چین ادعا کوی چی د دوی ارزان بیه صادراتو په دې وروستیو کلونو کی د امریکایی مشتریانو ( مستهلکینو ) ۶۰۰ بلیونه ډالره سپمولی دي . نو د دوی ستراتیژي جوړونکي وایی چی چین صرف « په لمر کی خپل ځای » غواړی ، او دا هغه اصطلاح ده چی جرمن ستراتیژی جوړونکو به تر لومړۍ نړیوالی جګړې مخکی استعمالوله . نور نو د دې وخت رارسېدلی دی چی نړۍ باید څو قطبي وی [ یو مشر ونلری ] . لیو مینګفو لیکی چی پر نړۍ د امریکا د امپراتورۍ چلولو زمانه ختم سوې ده او دا هغسی خبره ده چی پر جمهوریت غوښتونکو او نوو محافظه کارانو باندی بده لګیږی .
بد بینه کسان په ځواب کی وایی چی برتانیې او جرمنی ، سره له دې چی لوی تجارتی انډیوالان وو ، دوه نړیوال جنګونه سره کړي دي . تاریخ د هغسی راټوکېدونکو ځواکونو د جګړو څخه ډک دی چی د هغو عادي ځواکونو سره چی د سیالو ځواکونو اقتصادی نظامی وده یې نه غوښته ، جنګېدلی دي . تر لومړۍ نړیوالی جګړې مخکی د جرمنی پر ضد د فرانسې ـ برتانیې ـ روسیې اییتلاف یې یو بشپړ مثال دی .
هیڅوک دا نه غواړی چی د سوامي ( هندو مذهبی مشر ) غوندی سی او داسی وانګیری چی د چین غټېدونکی ځواک به ګواکی ډیر ژر د امریکایی برلاسي سره ټکر سی . خو د جنګ خطونه مخکی لا کش سوي دي : د چین په جنوبی بحیره کی د چین یرغلیزه ادعاګانی د امریکایی سمندري ځواک له خوا د امریکا د نشتوالي په معني اخیستل کیږی . تایوان . د برما په سر شخړه . کوریا . آزادو اوبو ته د چین لاس رسي .
د پروفیسور جنرال لیو له قوله د ده په اصطلاح پر نړۍ د امریکا د تسلط یا بادارۍ ورځی نور نو پای ته رسېدلی دي . تر ۲۰۳۰ پوری به چین مطلقأ د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد ولری ( نن هغه د امریکا د پیرېدونکي ځواک سره سیالي کوی ) ، او د ۱۵۰۰ کلونو غوندی به یو ځل بیا جیو پولیټکل برلاسي توب حاصل کړی چی هغه مهال د نړۍ تر ټولو غټ اقتصادی ځواک و .
نو امریکا باید داسی لاره ولټوی چی له مخی یې ځان د چین د زیاتېدونکي طاقت سره برابر کړی او دا هغه خبره ده چی زه یعنی دغه لیکوال یې د ډیرو کلونو راهیسی وایم . دغسی تګلاره تر هغو پوری ګټه نلری څو چی هندوستان یې د اصلی شریک ( سهیم ) په حیث نه وی راغلی . زما لومړنی کتاب « جنګ د نړۍ پر بام » په هیمالیا ، قراقروم ، او برما کی د هند او چین تر منځ د احتمالی جنګ سناریو بیانوي . هندوستان د هر هغسی امریکایی پلوه اییتلاف سره په ملګرتیا کی چی د چین پر ضد وی ، احتیاط کوی .
لیو لیکی چی امریکا باید خپل یو څه قدرت چین ته ورپریږدی کټ مټ لکه برتانوي امپراتورۍ چی تر ۱۹۰۰ کال وروسته د امریکا سره وکړل . امریکا او چین باید خپل قدرت سره ګډ کړی او په ګډه د بې خطره برلاسو په شان پر نړۍ واک وچلوی .
دئ تینګار کوی چی چین قطعأ د ځمکو د نیولو هوس نلری او هیڅکله به یې هم و نه لری . لیو د خپلی ادعا د دفاع له پاره وایی چی « چین د ۱۸۴۰ څخه تر ۱۹۰۵ پوری په ۶۵ کلنه موده کی ۴۷۰ بهرني یرغلونه زغملی دي » که څه هم تیری به یوه پر ځای اصطلاح وه . چین په همدې موده کی د لویدیځو استعماري ځواکونو او جاپان له خوا لوټ او برباد سوی دی . د لیو په ټول کتاب کی د جاپان څخه کرکه زښته زیاته ده عینأ لکه اکثریت چینایان چی یې ورڅخه لری . ښایی یو څوک استدلال وکړی چی د چین له خوا د تِبت او سینکیانګ تصرف او « بیا یو ځای کول » خو هم هماغه تیری دی . مګر چین هغوی ، د تایوان د تښتېدلی ولایت په شمول د تاریخی چین یوه برخه بولی .
لیو څرګندوي چی چین هیڅکله پر خپلو کوچنیو ګاونډیو لکه کوریا ، برما ، تایلینډ ، یا لاؤس باندی نه حملې کړی او نه یې هم نیولی دي . بلکی برعکس د چین امپراتورانو همیشه بېله یرغله واک ساتلی دی چی په دې توګه کوچنیو ګاونډو د چین د ښه نیت درنښت کړی او په درنښت یې عمل کړی دی ، داسی نه لکه امریکا چی په شلمه پیړۍ کی د لاتینی امریکې د هیوادونو سره کړی دی .
لیو لیکی چی چین سوله او نیکمرغي غواړی تر څو له دې لاری خپل اقتصاد ته نوره وده هم ورکړی . چین هغسی یو باطني هیواد دی چی له دننه د یوې منځنۍ زمانې د شاهی غوندی مقام لری . خو امریکا د غیر دیپلوماتیک لیو له نظره د یوې داسی لیونۍ بلا غوندی ده چی د بهرنۍ نړۍ څخه بیریږی او په بهر کی د دښمنانو د لرلو معتاده سوې ده . « امریکایان بېله دښمن لرلو څخه خپله ماتې احساسوي . » د واشنګټن له خوا خصوصأ په اسلامي نړۍ کی د زیاتو هیوادونو نیولو او لوټولو نه ختمېدونکي دښمنان او د جګړې یو لیونتوب رامنځته کړی دی . دئ ادعا کوی چی امریکا یوه نیمګړې دیموکراسي ده : یعنی دننه په هیواد کی دیموکراتیکه ده خو په بهر کی بیا دیکتاتورۍ پر مخ بیایی . دئ په دې عقیده دی چی چین په دننه هیواد کی عینأ د امریکا غوندی دیموکرات دی . خو دا ادعا یې حقیقت نه لری . لیو ادعا کوی چی چین ځان د سوله ییزه اړیکو ، په نورو هیوادو کی د نه لاس وهلو ( نه مداخلې ) ، او د نړۍ د ښه آینده جوړونی د مرستی له پاره وقف کړی دی نه دا چی پر هغوی خپل طاقت یا سیاسی نظام وترپی . یو بل څه چی لیو په تواضع سره ادعا کوی دا ده چی وایی چین باید ځکه د نړۍ انکشاف رهبري کړی چی چینایان تر نورو خلکو ډیر لایق دي ، ښه کلتور لري او د پنځه زره کلن تاریخ وارثان دي !
په زړه پوری لا دا چی لیو په ۱۹۵۰ کی د کوریا جګړه د چین له پاره یوه سوبه او بریا ګڼی ، دا ځکه چی وایی هغې دا وښودل چی یو آسیایی هیواد د نړۍ د ټولو ستر پوځی طاقت سره جنګېدلای سی . دئ ادعا کوی چی امریکا په کوریا کی تر وینړۍ تجربې وروسته پر شمالی ویتنام ځکه حمله ونکړه چی دلته هم د چین « د خلکو د آزادۍ غوښتونکي پوځ » څخه بیرېدئ .
نو آیا واشنګټن به پر شا سی او اجازه به ورکړی چی چین د آسیا څښتن سی ؟ دغسی کار بیخی مشکوک ښکاری . خو که د ژوند په روانه تلن لاره کی بدلون رانسي ، نو ښایی کومه پوځی مقابله پیښه سی چی امریکا به ضرور بایلونکې وی . ځکه ، چین به په خپل هیواد یا ورپورو سواحلو کی جنګیږی . حال دا چی امریکا به په زرګونو میله لیری په آرام سمندر کی د خپلو ګوښه او پاشلو اډو څخه جنګیږی .امکان لری چی امریکا اول ګټونکې سی ، خو چین به بېله شکه بیا رامخته کیږی او جنګ به بیرته تازه کوی .
« د چین د خوب لیدلو » د دغه کتاب فرضي تحلیل د چین د کمونیسټ مشرتابه له خوا رامخته سوی دی . خو دوه خنډونه سته چی نه پریږدی چین پر نړۍ تسلط ومومی : لومړی دا چی د چین تاریخ د کورنۍ شخړی ، داخلی جګړو ، او سیمه ییزتوب له مثالونو ډک دی . دغه « چینایی غضب » ښایی بیا راستون سی او د بیجینګ په غاړه کی ولویږی . دوهم دا چی تر کومه ځایه چی ما د چین د سترتیا او سوله ییزه بشر دوستۍ په اړه د لیو ستاینی ولوستلې ، نو هماغه « د مطلق قدرت د مطلق فاسدېدلو » په باره کی د لارډ اېکټن عالمانه پند راپه یاد سو . هغه خو په واشنګټن کی پیښ سو ، مګر دلیل نسته چی هغه به نو په بیجینګ کی نه پیښیږی . پای .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery