مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟

خپلواک دریځ

 

لومړی برخه

شاعرد ټولنې هغه فنکار دی چې د خپلې ټولنې استازیتوب کوي، که څوک وغواړي چې یوه ټولنه، دهغوی خصوصیات، کلتوراو فکري ځواکمنتیا درک کړي، نو تر هر څه لومړی ورته لازمه ده چې د هغې ټولنې معنوي شتمني لکه ادبیات، شعر او شاعري مطالعه کړي، څنګه چې د یوې ټولنې او یو قوم ادبیات دي هم هغسي یې د ولس سویه، ژوند او کلتور دی هر شاعر د خپلې ټولنې دعنعناتو، عقایدواوفکري خوځښتونو ژباړونکی دی نو کله چې د یوملت ادبیات، شعراوشاعري  پیاوړې ژوندۍ او پرمختللې وي په هم هغه اندازه هغه ملت ویښ، خوځنده او پیاوړی وي خو که چیري د یو ملت ادبیات، کمزوري،  پیکه او کلیشه یي وي همداسي هغه ملت او ټولنه پس پاته ټیټه او کمزورې ده.

دا چې زموږ ملت له ډیرو ستونزو، کړاوونو، غربت، جنګ اوجګړو سره مخ او د زده کړې او پرمختک له کاروانه ډېر لیري پاته دی، نو د ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو لپاره په کار ده چې په دې برخه کې له ډېرې چټکتیا اوځیرکتیا څخه کار واخلي له ریاضت او نوښته ډکې پنځونې، لیکنې او ژباړې چې د نني عصرغوښتنه وي خپلې ټولنې ته وړاندې کړي، خپله ژبه، ادبیات او شاعري پیاوړې کړي، د خپل ملت ذهنیت مثبت لوري ته راواړوي او د خوځښتیا ځواک پکې ژوندی او تلپاتې وروزي نه دا چې منفي لوري ورته ښه معرفي کړي.

موخه مو دلته صرف شعر او شاعري ده چې د ادبیاتو یوه لویه برخه جوړوي، نوغواړو چې پر همدې برخه یې وغږیږو، که ووایو چې د نظم په برخه کي تر یو حده د پام وړ کار شوی دی نو مبالغه به مو نه وي کړې، موږ داسي شاعران او لیکوالان الحمدالله لرو چې د دې زوریدلي او کړېدلي ملت درد، غم، فریاد، خوښي، ابتکارات او کلتوري ارزښتونه یې په ډېره ماهرانه او ښکلي ډول سره انځور کړي، خپلې ټولنې او آن نړیوالو ته یې وړاندې کړي او لا هم په دې برخه کې کار کوي چې د ستایلو دي، خو دا چې ولي ترسره شوی کار ډیر پام اړوونکی نه دی ځیني ټکي دي چې پردې کار یې بد سیوری غوړولی دی.

 موږ یې صرف دلته دغه یو منفي ټکی راسپړو، د شاعرانو په نامه تر حساب وتلي خلک دي چې په پښتو ژبه کي ډېر څه وایي، لیکي اوخپروي یې، په دې کې نو که ښه وه که بد وه، ټولنې ته وړاندې کیږي او ټولنه یې هم پیروي کوي خو داسي څوک نشته چې دا پوښتنه وکړي چې آیا دا څه چې خپرېږي زموږ ټولنې ته منفي تقویت ورکوي که مثبت؟ خصوصاً په هلمند کې په دې وروستیو کې د شاعرانوپه نوم ډېرو کسانو ډېر څه وویل، ویې لیکل او وړاندې یې کړه چا ښه ویلي، ښه یې وړاندې کړي چا بد ویلي، بد یې وړاندې کړي، هلمند کې موږ ځیني داسي محدود شاعران لرو، چې واقعاً یې دشعر د اصولو، منځپانګې او جوړښت سره مطابق په بدیعي او لفظي ښایستونو مالامال رنګینه شاعري کړې او په خپل ژور فن سره یې په هنري ښایستونو پسوللې او د خپلې خوږې پښتو ژبې د ادبیاتو پر پراخه لمن یې ورپېرزو کړې ده، چې پښتو ژبه به هم د دې شاعرانو نومونه تر ډېره په خپله زرینه لمن کې ژوندي وساتي.

خو د دې بر عکس داسي کسان هم شته چې حتی د شعر په مفهوم، موخې او جوړښت باندې هم نه دي خبر، څوک چې په پورته اساسي ټکو نه وي خبر او د زده کړې په نامه څه ونه پیژني، نو هغه به کله داسي شعر ولیکي چې هغه دي د نني عصر غوښتنه وي، هغه دي د دې زخمي ملت زخمونه ټکورکړي ترڅویې دردونو ته ارامتیا وروبخښي، کلتوري ارزښتونه یې په هنري ډول انځور اورسم کړي او ولس یې په شعرکې خپل انځور وویني.

همدا وجه ده چې اوس د شاعر ارزښت او حیثیت تر پښولاندې دی ډېر ښه یې ویلي دي چې وایي((هره لوټه چې پورته کړې یو کس تر لاندې وي چې ځیني وپوښتې چې سړیه څوک یې درته وایي شاعر یم صیب)) همداسبب دی چې د فیسبوک په ټولنیزه رسنۍ کې اوس ځیني بې فکره او بېسیواده هغه کسان چې په مغزو کې یې اوس هم ژمی دی په شاعرانو پسې را اخیستې شعر او شاعري ورته بې مانا، بې مفهومه او بې ارزښته برېښي، دوی نه دي ملامت د دوی تر غوږونو د شعرپه نوم داسي څه رسیدلې چې ترګټې یې زیان څوچنده زیات دی، دوی هغه څه اوریدلي دي چې واقعاً هم ټولنه منفي لوري ته هڅوي او منفي ذهنیت ورپکښې روزي، دوی د شعر په نوم داسي څه اوریدلي چې په هغه کې د خلکو سپکول، خپل ریښتنی پښتني کلتور تر پښولاندې کول، قوم پرستۍ ته لمن وهل او د ښکلا پر ځای د بدرنګۍ انځور وړاندې کول دي، خبره دا ده چې له لویه سره همداسي بیده او ناخبره راغلي یو له اطلاعاتو او کلتور وزارت رانیولې زموږ تر لوستو لیکوالو او شاعرانو پوري هیڅوک نشوه پیدا چې د دې غیري معیاري شاعرۍ  په نوم د وړاندې شویو خبرو مخنیوی وکړي او دغو کسانو ته یا سالمه لارښوونه وکړي او یایې مخامخ وغندي او د دې منفي تګ لوري مخه یې ونیسي.

موږغواړو هرڅه چې بد دي، دویلو نه دي، دخپرولو نه دي اودې ولس ته یې سخت زیان اړولی او یا زیان اړوي دلته په ډاګه اوروښانه کړو ترڅو یې مخه ونیسو چې نورڅوک داسي څه وړاندې نکړي.

پورته کوم څه چې مو لیکلي او ویلي دي ټولي پر ثبوت او کره والي ولاړي خبرې دي دا چې په هلمند کې ځینو کسانو د شعر په نامه کوم غیري معیاري او له چوکاټه وتي، اوتي بوتي وړاندې کړي او خپرې کړي غواړو تاسو ته دا هر څه له ثبوته سره په راتلونکو برخو کې وړاندې کړو...نوربیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery