مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند کې د قلم اتل او مبارزې سرلاری

سردار محمد همدرد

زموږ په ټولنه کې ماشاالله اوس ليکوالان بيخي ډېر دي، په هره برخه کې ليکنې کوي او د ليکوالۍ ډګر مو ښه تود دی، خو د کيفيت له مخې که ورته وګورو فقط د ګوتو په شمېر ليکوالان لرو چې ليکنې او ليکوالي يې د دې ټولنې د درد دوا کيږي، نور ټول يا تکراري شيان ليکل کيږي او يا هم داسې څه دي چې دا ټولنه اوس اړتيا نه ورته لري.
په ښه ليکوالۍ کې هم ځينې ليکوالان ښايي له دې امله ښه ليکوالي وکړي چې د ژوند ډېرې تودې سړې يې ليدلي وي، عمر يې ډېر وي او له هر پلوه تجربه لري.
خو ځينې داسې ليکوال هم سته چې په ډېر کم عمر کې يې پخه ليکوالي کړې ده او د مشرانو او پخو ليکوالو په کتار کې ولاړ دي.
د دغه ليکوالو په کتار کې چې عمر يې کم دی خو پخه ليکوالي يې کړې يو هم د هلمند ولايت ځوان ليکوال او تاريخ پوه ښاغلی شريف الله دوست دی.
ښاغلي دوست شاوخوا شل تاريخي او څېړنيز اثار ليکلي دي. دوست زموږ د هېواد داسې يو ليکوال دی چې، په ډېر کم عمر کې يې پخه ليکوالي کړې ده او داسې ليکوال ډېر کم ليدل کيږي.
شريف الله دوست د پښتو ادب د پلازمېنې هلمند په معاصر ادب کې ښه ترجماني وکړه، دی د خپلې ليکوالۍ ترڅنګ د هر ادبي، مدني مجلس څراغ او بنسټګر دی.
ښاغلی دوست د خپل ادبي چوپړ ترڅنګ په هلمند کې د مدني ټولنې له بنسټګرو څخه دی، دی ډېر سپېڅلی انسان دی، دا رښتيا ده څوک چې په رښتيا علم وکړي او عمل ورباندې وکړي هغه به د خير او ښېګڼې سړی وي.
زه دده ليکوالي د هېواد په کچه دده د عمر څخه لوړه بولم، همدارنګه په همدغه سرشاره ځوانۍ کې دده سپېڅلتوب، تقوا او پرهيزګاري راته په ننني عصر او ځوانانو کې کم سارې ښکاري.
کله ناکله ځينو دوستانو چې ښاغلی شريف الله دوست يې سم نه وي مطالعه کړی، هغوی دوست ډېر انتقادي بولي، نه اصلاً داسې نه ده، دا د فطرت خبره ده چې هيڅکله پاک انسان ناپاکه خبره او ناوړه خبره د اورېدو او منلو زغم نه لري، په اصل کې د ښاغلي دوست همدغه خاصيت دی چې سپېڅلی دی.
دوست د خپلو ټولو خدمتونو سره سره ۶۵۰ بېلابېل تاريخي لرغوني توکي راټول کړي دي او په دې ارمان دی چې د يادو توکو څخه به يو موزيم جوړوي.
ښاغلی دوست ډېر عجب خاصيتونه لري، د هر ډول تعصب څخه خلاص دی، بدبختانه به ووايم چې يو شمېر ځوانان چې ځان ته د لوړ استعداد خاوندان هم وايي خو په کوچنيو قومي کړيو کې ځان راګير کړي، ښاغلی دوست د دوی په وړاندې يوه ښه نمونه ده چې د هر ډول قومي تبعيضه خلاص دی، حتی د اهل هنودو د ستونزو په هوارۍ کې هم منډې ترړې کوي، ډېر اخلاص مند او هڅاند دی، تل يې په خوله د پاک او ناپاک خبره کيږي او دا يې په عمل کې هم ثابته کړې، چې د هر پاک ملاتړ کوي او د ناپاک په وړاندې مبارزه کوي.
په هلمند کې د ډېرو ليکوالو لارښود دی، ډېر کتابونه چې وګورو سريزه به ده پرې کښلې وي او د ده له لازمو مشورو وروسته به چاپ سوی وي.
ښاغلی شريف الله دوست کله کله وايي: ((که موږ ليکوالي او شاعري کوو او په عمل کې د خپلې ټولنې لپاره څه نه کوو، يانې د ظالم خلاف خبره او د مظلوم مرسته ونه کړو، نو بيا زموږ شاعري او ليکوالي مانا نه لري.)) دغه خبره نوموړي په خپل ژوند کې ثابته کړه، هلمند مدني ټولنې مبارزه دده هڅه او تلاش دی او ډېره جالبه خو دا ده چې دی هر څه کوي پټ يې کوي، خپله مبارزه چاته نه ښکاره کوي او نه خلکو ته ځان څرګندوي، چې دا د اسلامي اصولو يو اصل هم دی چې ښه وکړه خو مه يې ښکاره کوه، دوست صيب همداسې دی، تل چې ښه کوي او خدمت کوي پټ يې کوي.
د دوست په شخصيت او فکر که هرڅومره وږغېږو خبرې به مو خلاصې نه سي، دی يو فقير انسان دی، د هر ډول تکبر او غرور څخه ليرې دی، کله کله چې راسره په دسترخوان کښېني، زه ورته وايم دوست صيب! سبزي ده، دی راته وايي «پياز دې وي خو په نياز دې وي»
د نوموړي ژوند ډېر عادي دی، د ورځې په سوداګريزو چارو بوخت وي، خو ليکوالي او څېړنه ټوله د شپې کوي، سره له دې چې په نن زمانه کې ځوانان له ډېره کبره کاږه سرونه په لوکسو لوکسو موټرونو کې ګرځي خو دوست صيب، په يو زوړ بايسکل ګرځي او کله کله په پښو هم ګرځي.
زه د دوست په دوستۍ وياړم، نوموړی په رښتيني مانا د هر چا دوست دی او تل کوښښ کوي چې هرڅوک خپلې سينې ته نږدې کړي، له ستونزو، ارمانونو او هېلو يې خبر سي او ډاډ ورکړي.
شريف الله دوست سره له دې چې ډېر زيات مصروف دی، خو د خپل پياوړي فکر له برکته يې د ځانګړي مهال وېش له مخې هر څه ته وخت ورکړی دی، نوموړی يو ښه ليکوال دی، ښه مبارز دی، ښه خواخوږی دی، ښه مشر او ښه ورور دی.
که د ښاغلي دوست سره يوه شېبه کښېنې د يو عادي انسان په څېر چلند درسره کوي، ګنې دغه شان علم چې چا لرلی لکه ښاغلی دوست چې يې لري، نو که ځوان وای د تکبر او لويې به يې ساری نه وای، خو دوست دومره سنګين انسان دی، له عاجزۍ يې هرسړی اغېزمن کيږي، خو دغه ملنګ هم خپل کاروبار کوي، هم پخه ليکوالي کوي او هم د ټولنې د مظلوم قشر اواز پورته کوي چې کلونه کلونه يې مدني مبارزه وکړه، مبارزې يې هم همېشه رنګ راوړی دی، د دې مظلوم ولس لپاره يې هر ږغ پر ظالم لکه د توپ ګوذار دی او د دوست ډېری مخالفين نوموړی نه سي زغملی.
زه د ښاغلي دوست په ملګرتوب وياړم، نوموړی زموږ د فکري سنګر ملګری دی، د ښاغلي دوست د اوږد عمر او د هغه د فکر د خپرېدو په هېله!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery