مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان قظاياوې اوزمونږ مسؤليتونه

سعادت ستانيزى

 تقريبآ درې نيمې لسيزې وشوې چې افغانستان له بد حالت څخه تيريږي. کله نسبې ارامي او امنيت هم راشي خودوام نه کوي. په حقيت کې مشکلا ت ورځ په ورځ په زياتيدو دي. ټول شکايت کوو، او شکايتونه مو پر ځاى هم دي. هره ورځ د مرګونو او قتلونو خبرې، د فسا د خبرې، د چور او چپاول خبرې او د خرابې حکومتولې خبرې او داسې نور په سلګونو او زرګونو مسايل اورو. کمونستان راغلل، بيا ورپسې مجاهدين راغلل، بيا طالبان، بيا د کرزي صيب حکومت ا بالاخره اوسنى حکومت. پدې ټول وخت کې افغانان پدې انتظار او اميد ول چې انشاالله راتلونکى به ښه وي يا دا چې دغه راتلونکى حکومت به ښه وي، خو داسې ونه شول، ورځ تر بلې بده شوه او د خلکو اميدونه د خاورو سره خاورې شول.
فکر مې کاوۀ چې دغه ټولې مسلې او مشکلات رښتيا دي، مونږ ټول ېې هره ورځ په رسنيو کې هم وينو چې په سلګونو ليکوالان او د نظر خاوندان ورباندې تبصرې ليکي او خلک دغو مشکلاتو ته متوجه کوي. هر سړى مشکل بيانوي او يادوونه ورڅخه کوي. او زه حيران يم چې دا مشکلات به څنګه حل کيږي، له کوم ځاى څخه به فرشتې راشي چې زمونږ په درد دارو کيدي. څنګه به داسې کوم ليډر او رهبر را مخې ته شي چې په رښتيا سره ددې هيواد خدمت وکړي. صبر خو دې هم همدومره وي لکه چې د افغانستان خلکو وکړ، تکليفونه ا زحمتونه دې هم همدومره وي چې مونږ و ګالل. اوس خبره داده چې څه به کيږي، او څنګه به مونږ د نيکمرغۍ خواته روان شو. پدې وخت کې هغه لنډۍ را ياده شوه چې وايي
 د خداى په لوى کرم به کيږي په عقل ګرانه ده زما د جانان مينه
 نو که خداى پاک کوم غيبې کرم وکړي هغه به بله خبره وي، کنه نو په انساني عقل خو دا هر څه ډير مشکل بريښي. اوس سوال دادى چې څنګه به مونږ په ښه طرف روان شو، څنګه به وکولاى شو چې لدې روان وران او ويجاړ حالت څخه د خوشحالۍ او سوکالۍ په طرف قدمونه کېږدو، او زمونږ او ستاسو مسوليت د وطن د قظاياوو او مسايلو په اړه څه دى.
ورونو ! زه ددې کار لپاره کومه معجزه نلرم. تنها دومره وايم چې مونږ بايد فکر وکړو او بايد داسې کومه لار اختيار کړو چې د خپل قسمت فيصله مو پخپله کړى وي. يو څوک خو بايد له يو ځاى څخه شروع وکړي کنه اخر به څه کيږي. تر څو به مونږ او تاسو د تباهۍ او بربادۍ په لور په ډيرې تيزۍ سره روان يو. تاسو به وايئ چې مونږ خو عادي خلک يو مونږ څه کولاى شو، مونږ زور، زر او بل هيڅ شى نلرو، نه شو کولاى چې په حالاتو کې مثبت تغير راولو. زه وايم چې مونږ بايد هغه واړه او کوچنيې شيان شروع کړو کوم چې مونږ کولاى شو او زمونږ په لاس کې دي. بايد نور په مختلفو غټو غټو خبرو کوونکو مشرانو ونه غوليږو. مونږ بايد د افغانانو په حيث داسې څه و نکړو چې خپل کلي، خپلو خلکو او ملګرو ته مو نقصان وي. پخپلو محدودو وسايلو کې دننه بايد د يوې ښې اينده لپاره فکر وکړو. که تاسو فکر کوئ چې فلاني يا بستانى صاحب به راته دا کار وکړي، نو دا امکان نه لري. تېر پنځه ديرش کلن تاريخ او مشران ټول ستاسو په مخکې دي او يو ډېر ښه ثبوت دى. ورونو په خپل سر شروع وکړي، او د وطن دوستى له يو کو چني کار څخه شروع وکړئ، ګورئ خدا ى پاک لوى دي، ممکن هغه پکې برکت واچوي، او مونږ او تاسو له دې غمجنو حالاتو څخه ووباسي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery