مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار والي د مهمند د تازه ميوې د دکاندارانو سره وليدل .

لودين
د کندهار والی ډاکټر همايون عزيزي د مهمند دلندې او تازه مېوي مارکيټ د تجارانو سره وليدل،يادو تجارانو دکندهارښار په جنوبي باي پاس سيمه کي دهغه مارکيټ يادونه وکړه چي دولايت مقام له لوري دموقت وخت لپاره دفعاليت اجازه ورکول سوي ده . ښاغلي والي لمړى په کندهار کي دملي تجار دسرمايه ګزارۍ څخه مننه وکړه چي په دي برخه کي دلندې او تازه مېوي دښه ساتلو او خپل ښاريانو ته دښه خدمت دتر سره کولو په غرض سرمايه ګزاري کړي ده هغه وويل ولايتي اداره به شخصي سکتور ته وده ورکړي ترڅوهرڅوک وکولاى سي دخلکو دغوښتنو په نظر کي نيولو سره په مختلفو برخو کي سرمايه ګزاري وکړي . ښاغلي عزيزي وويل ولايتې اداره دموقت وخت لپاره دتازه او لندې مېوي تجارانو ته دفعاليت اجازه وکړي خو ديو لړ شرايطو په نظر کي نيولو سره چي لمړى دزاړه ميوو مارکيټ دوکانداران بايد تر موقت فعاليت مخکي خپل ټول زاړه باقيات دښاروالۍ رياست سره تصفيه کړي او دزاړه مارکيټ دتازه او لندو ميوو دوکانداران په باي پاس سيمه کي خپل تر موقت فعاليت مخکي ولايتي ادارې ته معتبر ضمانت ورکوي همدارنګه دکوچنې اختر تر لسمي نېټي پوري دياد مارکيټ دوکانداران دښاري ماسټر پلان مطابق دټاکل سوي هيئت تر نظر لاندي دښار په درو نقطو کي ( ختېځ، جنوب ختېځ او لويديځ) کي مځکه مشخصه اودشرعي قبالي په درلودلو سره داعمارچاري پيل کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery