مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې دیارلسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې دیارلسمه تحفه قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما له پاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصېدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم دیارلسمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی رسول الله (ص) احمد هم بللی دی ؟ ۲ ـ د قرآن مجید لومړنۍ اصلی کاپي چی حضرت عثمان (رض) ترتیب او راغونډه کړې ده ، څو دي او نن چیری پرتې دي ؟ ۳ ـ قرآن مجید ټول انسانان پر دوو برخو ویشلی دي ، هغه کوم دي ؟ ( صرف نومونه یې ذکر کړئ ) . ۴ ـ په سورهً البقره کی تر ټولو اول د کوم نبی نوم ذکر سوی دی ؟ ۵ ـ سورهً البقره مکي سورت دی که مدني ؟ ۶ ـ د رمضان د میاشتی روژې څو ورځی وی ؟ الف : یوه قمري میاشت ؛ ب : یوه شمسي میاشت ؛ ج : دیرش ورځی ؛ د : ۲۹ ورځی . ۷ ـ سر یا بدن په تیلو غوړول پر روژه څه اثر کوی ؟ الف : مکروه کوی یې ؛ ب : هیڅ هم نه کیږی ؛ ج : ماتوي یې ؛ د : په روژه کی غوړول اجازه نلری . ۸ ـ که د دوږخ مار یا لړم څوک وچیچی نو تکلیف به یې تر څومره مودې دوام کوی ؟ الف : تر لسو کالو ؛ ب : تر شلو کالو ؛ ج : تر دیرشو کالو ؛ د : تر څلویښتو کالو . ۹ ـ د مسلمانانو نماینده د حبشې واکمن نجاشي ته د قرآنکریم کوم آیتونه تلاوت کړل ؟ الف : د سورهً مریم لومړني آیتونه ؛ ب : د سورهً اسرأ لومړني آیتونه ؛ ج : د سورهً کهف آخري آیتونه ؛ د : د سورهً مدثر آخري آیتونه . ۱۰ ـ عمر (رض) د چا څخه قرآن واوریدئ او تأثیر یې پر وکړ ؟ الف : د خپلی خور فاطمې څخه ؛ ب : په خپله د پیغمبر (ص) څخه ؛ ج : د ابوبکر (رض) څخه ؛ د : د حضرت حمزه (رض) څخه . او دا هم د نن زرین اصل : د مسلمان او مؤمن فرق : مسلمان هغه دی چی الله ومني ، خو مؤمن هغه دی چی د الله ومني !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery