مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-01   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهاروالي : پانګه وال دي خپلي ستونزې اوغوښتني ولايتي ادارې ته وسپاري.

لودين
کندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي نن مازيګر مهال دصنعتي پارک ديو شمير پانګه والو سره دليدني پر مهال وويل پانګه وال دي خپلي غوښتني په ليکلي بڼه ولايتي ادارې ته وسپاري ترڅو له دي لارې له مرکزي ادارې سره شريکي کړي او هغه ستونزې چي ورسره مخ دي دحل لاره وپيدا سي په ياده ليدنه کي يو شمېر پانګه وال او تجاران د خپلو ستونزو په په اړه دکندهاروالي څخه غوښتنه وکړه چي او س برېښنا رياست دوى ته ۶ ميګاواټه برېښنا په دوو وختونو کي ، ۴ ساعته د ورځې او ۴ ساعته د شپې له لوري ورکول کيږي چې دوی نسي کولائ په ياده موده کي په درست ډول سره خپل فعاليتونه ترسره کړي دامکان په صورت کي دي دوى ته ٦ ميګا واټه برېښنا په يو وخت کي ورکړل سي. د درملنې او خوراکي توکو د اتحاديې رئيس حاجي رحم الدين اغا کندهار والي ته وويل تجاران دروژې مبارکي مياشتي دفيض او برکت په خاطر تر خپلي ټاکلي نرخنامي په ارزانه بيه پرخپلو مشتريانو پلوري او دخوراکي توکو په ټاکلي نرخ کي کوم زياتوب ندى راغلى . د صنعتي پارک مرستيال فيض الحق مشکاني دپانګه والو او تجارانو په استازې توب غوښتنه وکړه چې هرڅومره ژر امکان ولري داحمد شاهي جادي سړک ددوراهي دسړک سره وصل سي چې له يوي لوري دامنيتي پيښو دمخنيوي او بل لوري دترافيکي پيښو مخه تر ډيره حده نيول سوي وي او همدارنګه دکندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي څخه غوښتنه وکړه چي اوسني ميخانيکي ليسه په انستتيوت ارتقاع وکړي او ترڅنګ يې موږ پانګه وال دي ته ليواله يو چې په خپلو فابريکو کي ديادي ليسي فارغين په تخنيکي او توليدي برخو کي جزب کړو . کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل برېښنا د ټولو اړين عنصر دی مګر اوسني امکاناتو ته په کتو سره نسي کولای چې تر دي اضافه بريښنا صنعتي پارک ته په يو ځل برابره کړي هغه وويل داحمد شاهي جادي دملکيتونو دتصفيي او استملاک پروسه دوام لري ، تر بشپړېدلو وروسته به يې دجوړېدلو چاري هم پيل سي او دکندهار امنيت دهيواد په سطح نسبتاً دډاډ وړ دى . ښاغلي والي ديادو تجارانو دبشر دوستۍ څخه مننه وکړه چي دروژي په مبارکه مياشت کي د خپلو ښاريانو لپاره دخوراکي او غير خوراکي توکو په پلور کي يوه اندازه تخفيف يې په نظر کي نيولى دى ښاغلي عزيزي دپانګه والو څخه مننه وکړه چي دميخانيکي ليسي زده کونکي تر فراغت وروسته په خپلو فابريکو کي په تخنيکي او توليدي برخو کي جزبوي هغه زياته کړه پانګه وال او تجاران دي خپلي ستونزې او غښتني په ليکلي بڼه ولايتي ادارې ته وسپاري ترڅو ديادو ستونزو دهوارۍ لپاره دمرکزي ادارې سره شريکي سي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery