مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هلمند کې د یوې کورنۍ ۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې پر يوه کور د مرميو لګېدو له امله د يوې کورنۍ څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د موسى کلا ولسوال محمد شريف خان، وويل، چې وړمه شپه شاوخوا ٧ بجې د دې ولسوالۍ په کاڼي مانده سيمه کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې پر يوه کور څو مرمۍ لګېدلې دي.ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او درې نور چې دوه وروڼه او يوه خور وه، ژوبل شوي دي. د نوموړي په خبره، وژل شوى کس هم د ټپيانو ورور دى.شريف خان زياتوي، دا لا نه ده جوته چې دا مرمۍ د کوم لوري له خوا پر دې کور لګېدلې دي.ولسوال
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery