مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دزابل او کلات لنډ تاریخي شاليد- څلورمه برخه

شریف الله دوست(سرواني)

 



د زابل  يازاول  دنامه وجه :
د زابل  دنامه د وجه  لپاره زياتي  څرګندوني سوي دي، دوی کي  زموږ  د دو نامتو تاريخپوهانو استاد( کهزاد) او پو(هاند حبيبي) څېړني او څرګندوني او خپلي رايي ورکړي چي دلته يې د سند په ډول  را اخلو ، پوهاند حبيبي ليکي :
 " که چيري  د زاول  او زابل  څخه وروستی  ظرفي  لام لري  کړو (زاو، زاب) به پاته سي، دمور خانو په اند (زاو يا زو)  د آريانا د اساطيري  شاهانو له ډلې  څخه و،د  تهماسپ زوی او د(نوذر ) لمسی کېده، طبري، په خپل تاريخ کی هغه (زو)بن تهماسپ بن منوچهر شميري  او منهاج سراج  ليکي :
 ژباړه:  په تاريخ طبري  کی (زو)بن طهماسپ بن منوچهر يادوي ، خوپه پنځم  ټوک کي راوړي، چي زو  بن کيخم  بن  زو  بن هوشب، بن تامل  نوک، بن درسربن  منوچهر و دا (زو)  له آره (زاب)  دی ، داچي  پاچاه سو ګر شاسپ چي يې د  اکا(تره) له   زامنو څخه  خپل  سرلښکر وټاکه چي نوم يې په بل روايت همدا سام بن نريمان دی. ( )
لیسترنج  : په عراق کي هم د (زاب ) په نوم د ولایت یادونه کوي  ، دزاب فاصله  يې تر جبل  پوري پنځه فرسخه یاده کړې ده.
صبري  په لومړی ټوک ۲۳۰ مخ کي ( زو) بن طهاسپ  يازاب بن طهاسپان  راغلي،  دالبيروني  په اثارو کي زاب  بن تمهاسپ  بن کمجهوبربن  زوبن هوشب بن ويدينک بن دوسربن منو شهر په مجمل  التواريخ کي (زاب  طها سپ زو)  دنودر  زوی راغلی،  دمسعودي  پرمروج کي (زو) بن بها کمجور بن کلا عدا، بن رايريج بن راع بن ماسر بن يودبن  منوجهرا  لملک يادسوی دی.
 تاريخ سيستان کي هم (زو) طهماسپ راغلی،  فردوسي په شهنامه کي  زو ، دکياني  کورنۍ څخه بولي او و ايې:
نديد نداد جز پورطهماسپ (زو)
که زور کيان داشت و فرهنګ ګو
(فردوسي)
ابن خلدون (زو) مربن طهمارسپ او يقال راسپ بن طهارسپ ياد کړی دی. (
دا نوم د باختري  آريائيانو  په منځ کي سته،د  ډيرو د ژبپوهانو  په اند لرغوني بڼه يې   (زاوه)  ده چي د محترم  او عزيز مانا ښندي، فردوسي وايې:
يکي مژده  بردند نزديک (زو)
که تاج  فريدون بتوګشت نو
 بينداخت  شاهي  وبرخاست (زو)
بيايد نشست از برګاه زو

 لکه مخکي  چي ورته نغوته  وسوه  (زو) د آريائيانو  په دوهمې  لويې کورنۍ  کياني  پوري اړوند دی چي د فردوسي  لاندي بيتونه يې ښه بېلګه ليدل کيږي:


چو برتخت  بنشست فرخنده (زو)
زګيتي  يکی آفرين خواست(نو)
کسي بايد اکنون زتخم کيان
به تخت کي برکمر برميان
(فردوسي)

په هرډول  (زو)يا (زاو) دمنهاج السراج  جوز جاني په قول  (زاو)  دی چي د آريائيانو له ډلي څخه وه.
 په سنسګريټ کي هم دجو(Ju) کلمه د عزيز، ښاغلي  مانا لري. موږ وينو چي   ډېر کله د (ز) هيجا په (ج) با ندي  اوړي ( ) د پورتنيو  تاريخي  او ژبني  اسنادو له مخي ويلای سو چي (زابل) او (زاول) د ښاغلو، غښتلو  ، بادارانو او عزيزانو پالنځای و چي د فغانستان په تاريخ کي  هم د زاوليانو (زابليانو)  حکمداري   پيژندويه ده او زابليان په زړه ورو پهلوانانو  او غښتلو خلکو نوم او شهرت لري، ليدل کيږي چي زابلي  ياهفتلي  قبيله دتاريخپوهانو د څېړنو له مخي د آريانا (افغانستان) له مشهورو  قبيلو  څخه وه چي   په هفتاليانو  او يفتاليانو  هم ياد سوي دي ، آريايې  سپين رنګي  ټبردی چی چينائيانو( تې، لي دو) بللي ، روميانو او يويانيانو  اپتهاليت ( )  ياخيونيت بللي دي، پارسيانو خيون  او هون ( )يادسوي، په پهلوي ، عربي او دري ژبوکي هتيال،هيطل ، هيفتال ياهياطله او په هندي سنسکريټ سرچينو کي يې شوته هونه (سپين هونان) بللي دي،يفتليان په ټول افغانستان کي له مروي ترکشميره  خپاره سول  او زيات ځواک يې  وموندل ( ) ديادولو وړده چي  هپتل  = ابدال (پښتو) ، غرزي (پښتو) کوهزاد (دري) ، ياهوتل، اودل (پښتو) ، غلجي، (پښتو) خلجي (پښتو) خلجي  ( عربي ـ دري) اتل (پښتو) هبطل (معرب) ، غلچه او غرچه دري د همدې  هفتالي  ريښې  څخه دی موږ وينو چي  د اودال (Odal) په بڼه نوم د اوسني  نورستان په ټبروندو کي هم سته.
 هفتليان : د دوی دلوی پاچا اخشنور په وخت کي يې حکمراني  ډېره مشهور وه او بيا د دې  هيواد سلطنت ته ورسېدل  چي تورا مانا (توره کښ ياتور زن) مهرا کولا (دلمر لمانځونکو له کورنۍ) څخه چي کول په پښتنو کي دکهول په بڼه دکورنۍ په مفهوم تر اوسه هم  شتون  لري د دې طايفي  له پاچهانو  څخه دي  چي په زاولستان  کي يې  پاچهي  درلوده، دادوه تنه  چي نومونه  چي  يې پښتو دي کتيبو اوسکو کي يې  قبيله جيو وله ( ) چي په يوناني  رسم الخط کوشاني  پيرکي (زوبل) دی ويل کيږي.
پورتني تاريخي اسناد هم پرهمدې يادووسو ريښو دلالت کوي هغه چي مخکي ورته نغود وسوه .( )
نوربیا...

اخځلیکونه:

  ــ قاضي  منهاج سراج ، طبقات ناصري ، لومړی ټوک، تاريخ ټولنه  دعلامه حبيبي  په سريزه او سمون ۱۳۴۲ لمريز ۱۴۱ مخ.
  ــ دطبقات ناصري  لمنليکونه، ۱۴۱ مخ.
  ــ پوهاند حبيبي  ، جغرافيايې  تاريخي افغانستان ، ۲۰۰ مخ.
  ــ Ephthahites يا خيونيت  Cgioantes بللی.
  ــ  Hun,Hion:
  ــ پوهاند حبيبي  ، دافغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن بينوا، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۸ لمريز، ۸۲ مخ.
  ــ  Javla.
  ــ پوهاند حبيبي، مخکينی اثر ۲۰۶ مخ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery