مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ډیموکراسۍ ښامار! عزت الله حسن خیل

عزت الله خان

د ډیموکراسۍ ښامار! عزت الله حسن خیل
په هېواد کې ستونزې دومره دي چې سړی نه شي کولای په دقیقه توګه یې له کومه ځایه پیل عامل او لامل یې په ګوته او راویې سپړي .
خو که سړی فکر وکړي نو د اوسنیو ستونزو مرجع او تړاو د روسانو د یرغل اوماتې سره اړخ لګوي په دې معنی چې له روسانو وروسته یو شمېر بې احساسه او وطن پلورونکوته د واک ګدۍ په لاس ورغله داچې د ژوند آسانتیاوو ته لاس رسی ولري ترهرڅه تېر شول او د پردیو په لمسونو یې هیواد لوټه او خاورې کړ او نن هم په بړه بړه خبرې کوي .
په ډېره کمه موده کې رنګارنګ نظامونه راغلل او په چټکۍ سره ولاړل چې بالاخره څه باندې یوه لسیزه وړاندې یو ناڅاپه په ملت یو تحمیلي حکومت چې سرلیک یې ( ډیموکراسي ) وه وتپل شو.
دغه خوارکۍ ډیموکراسي تر شاوخوا پنځو کلنو ماشومه وه ملت هم ګ‌‌‌ذاره کوله چې خیرده لویه به شي څه خبر وو چې  دا ځوانیمرګه ډیمو کراسي به نا څاپه لویږي اودخلکو د هیلو برعکس په اولس خوړونکي ښاما ر به بدلیږي .
هغه هم داسې یو ښامارچې په نس کې یې سوداګریزپارلمان ،دوه سره حکومت او فاسد نه هضمیدونکي چارواکي ساتلي وي .
د ډیموکراسۍ دغه لوی ښاما ر لمړی پارلمان زېږوي یو داسې پارلمان چې ډېری غړي یې د زور ، پیسو او سیاسي جوړښتونو په پایله کې وکیلان او سناتوران شوي وي ترڅو ملت ورڅخه د ګیلې او ملاقات غوښتنه هم ونه شي کولای ځکه چې ددوی په رایو نه دي ورغلي .
په دوهم پړاو کې ډیموکراسي د یو مشر د زیږولو هڅه کوي بیا کاواکه کیږي دوه مشران زیږوي دواړه یو له بله ځانونه کم نه ګڼي او نه پریوه لاره د تللو اراده لري دلته بیا هم دملت سترګې له لوږې اسمان لوري ته شي او ووایي چې خدایه خیر .
دریم او وروستی پړاو د ډیموکراسۍ د ښامار تر ټولو خطرناک پړاو وي  ځکه دلته ښامار په دوه لاروکې هک پک حیرانیږي چې څه وکړي ناڅاپه تصمیم ونیسي یو څو نادره نا بلده والیان وتوغوي
او په وروستي زیږون د قضایه قوې لپاره هم یو څه کار کوي .
د ډیموکراسۍ دغه خوارکی ښاما ر په دومره زور وهلو وهلو سره په آخر کې سخت ناتوانه شي اومړشي په دې وخت کې نو اولس راویښ او د یوه سوړ اسویلي په کښلو سره ووایي چې توبه شکر خدایه راځۍ له سره یې پیل کړو .
 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery