مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رمضان د ښوکارونو مياشت

مولوي عصمت الله عزام

رمضان د ښوکارونو مياشت
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
د رمضان مياشت د ښوکارونومياشت ده،په دې مياشت کي بايد انسان نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړي څوډېرښه کارونه سرته ورسوي ځکه دا د دغوکارونويوغوره موسم دی چي هره نېکي پکي په څوبرابره زيات ثواب لري.
دا دسيالۍ مياشت ده چي دښوکارونوپه ترسره کولوکي بايديوتربل د وړاندي کېدلو هڅه وشي څوډېري اخروي گټي ترلاسه کړل شي.
په دې مياشت کي بايدد هرښه کارکول له پامه ونه غورزول شي(په دې مياشت کي دمهموکارونويادونه موږپه بله ځانگړې ليکنه کي کړې ده،په دې هيله چي هغه مولوستلې وي)
خودلته زه ديوه ښه کارپه ځانگړې توگه څېړل غواړم  او  هغه دا چي په ښوکارونوکي يولوی ښه کار  او  د الله پاک د رضاءيوسترلامل د مور  او  پلارسره نېکي کول دي.
د مور  او  پلارمرتبه په دين کي لوړه  او دا جنت ته د داخلېدلوسترسبب دی.
دا داسي يوه نېکي ده چي په هکله يې د ټولوپيغمبرانو- عليهم السلام-شريعتونه متفق دي  او  په هرشريعت کي مهم کاربلل شوی دی.
دا د پيغمبرانو-عليهم السلام- اخلاق  او  د نېکانوطريقه ده.
همداراز دا د عُمر د زياتوالي،د روزۍ د پراخوالي،د غمونو د لري کېدلو،د دُعاگانو د قبلېدلو،د سينې  د خلاصېدلو  او  د ژوند د ښه کېدلوسبب دی.
د مور  او  پلارسره ښېگڼه د ايمان  د صداقت دليل دی.
ددې برخلاف د مور  او  پلارنافرماني يوه ستره گناه ده.
دا دومره ستره گناه ده چي شرک ته نږدې ده،د دُنيا  او  د آخرت د عذاب سبب دی.
د دې گناه له امله  د انسان عمل له قبلېدو راگرځي  او  په آخرت کي جهنم ته دداخلېدلوسترلامل دی.
دا گناه له ښو انکار  او  ناشکري،د انسان د بې عقلۍ  او  ناپوهۍ څرگندوی ده.
دا گناه د انسان  د بې غيرتۍ،ذلت  او  سپکاوي علامه ده.
د مور  او  پلار د زياتوحقونوله امله په شريعت مطهره کي  د دوی سره د ښېگڼي کولو  او  د دوی له زورولو د ځان ساتلوپه هکله ډېرټينگارشوی دی تردې چي د دوی دواړوحق د الله پاک دحق سره يوځای ذکرشوی دی.
 الله_عز وجل_فرمايي: (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (النساء: من الآية36).
(د الله پاک عبادت وکړئ  او دهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ! او د مور او پلارسره نېکي وکړئ!!)

په بل ځای کي فرمايي:(قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (الأنعام: من الآية151).
(ورته ووايه!راشئ زه تاسوته هغه څه بيان کړم دکوم مخالفت چي ستاسورب پرتاسوحرام کړی دی:هغه داچي دهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ  او د مور او پلارسره نېکي وکړئ!!)
په بل ځای کي فرمايي: (وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً) (الإسراء: 23-24)
( او ستارب حکم کړی دی چي له هغه پرته دهيچاعبادت مه کوئ! او د مور او پلارسره ښېگڼه کوئ!که تاسره يوه له هغويادواړه يې زړښت ته ورسېږي نوهغوی ته اُف(هم)مه وايه! او مه يې رټه! او هغوی سره په درناوي خبري کوه! او دوی ته دشفقت له امله دعاجزۍ وزرکوزکړه! او داسي وايه:اې زماربه!پردواړوداسي رحم وکړې له زه يې چي وړوکی روزلی يم!!)
په دغوټولوآياتونوکي د الله پاک دعبادت سره يوځای د مور او پلارسره دښېگڼي حکم راغلی دی،له دې څخه دامعلومېږي چي د مور او پلارسره ښه کول ډېرمهم کاردی.
دامضمون په ډېرواحاديثوکي هم راغلی دی چي يويې دلته دبېلگي په توگه ذکرکوو:
عن عبد الله بن عمرو بن العاص _رضي الله عنهما_ عن النبي – صلی الله عليه وسلم – قال : الكبائر: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين، وقتل النفس، واليمين الغموس (رواه البخاري.)
(له حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي نبي عليه السلام وفرمايل:لويې گناوي دادي:د الله سره شرک کول،د مور او پلارنافرماني کول،دنفس(ناحقه) وژل، او د غموس(په دورواغو)قسم.(بخاري شريف)
د مور او پلارددې ستري مرتبي سره سره بياهم متاسفانه د دوی په شان کي ډېره بي احترامي کېږي د هغې ډېرصورتونه دي : هغوی ته په سپکه کتل،دهغوی زورول،هغوی ته ترخه وينا،پرهغوی ميرمن  او اولادته ترجيح ورکول  او ...
داټول صورتونه دهغوی دزورولودي.
بايدله داسي کړنوپه کلکه ځان وژغورل شي چي په هغه سره دوی دواړه خفه کېږي څودُنيا او آخرت موبربادنه شي.
ځکه هغه څوک چي د مور او پلاربې احترامي  او نافرماني کوي هغه له خيرڅخه ډېرلري،شر او عذاب ته ډېرنږدې دی.
 او داداسي گناه ده چي په دُنياکي يې هم سزاانسان ته ورکول کېږي  او دآخرت عذاب خوډېرسخت  او اوږمهاله دی.
الله پاک دي موږ او تاسوته توفيق راکړي چي د مور او پلاردرناوی وکړو او له بې احترامۍ څخه يې په کلکه ځان وساتوپه ځانگړې توگه په دې مياشت کي بايددځانونوپه دې هکله اصلاح وکړو او بايددغه سترعبادت ته ځانگړې پاملرنه وکړوڅوپه راتلونکي کي هم ددغه عبادت لپاره ځانونه وروزو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery