مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب و داعش دې يو ځل خپل ځانونه په اسلامي هېنداره کې وويني

سيد حسين پاچا


اسرائيلود فلسطينيانو کورونه نړولي، خو سرونه يې ترې نه دي غوڅ کړي

هلته د سوريه او اسرائيلو ترمينځ د جولان او دلته زموږ و د پنجاب ترمينځ د ډيورندلاين ستونزه د يو استعمار زېږنده وميراث راپاتې دی

نوټ:
ويل کېږي چې بشار الاسد له اسرائيلو سره د جولان تړون تازه نه کړ، ځکه چې اسد دغه سيمه د سوريې خاوره بولي، نو يو څه وخت وروسته ورته دغه پديده راوزږېده او موږ ته هم څه باندې يوه پېړۍ همدغسې ورته ستونزه له انگليسي استعماره په ميراث راپاتې ده. خو توپير يې په دې کې وو چې هلته او دلته د انگليسي استعمار د سرطان دانو د بقا او پايښت لپاره د فعاليت بڼه جلا وه چې هلته لومړی د اسرائيلو او دلته د پنجاب او د ISI په نومونو وه. هلته يې پرې د عربو او دلته يې پرې د لروبر پښتون وينې وڅښلې، خو اوسنۍ نوې بڼې يې هلته د القاعده وداعش او دلته لومړی د مجاهدينو، بيا د طالبانو او اوس د داعش په نومونو هماغه اجندا مخې ته وړي، خو توپير يې دا دی چې هلته اسرائيل په ارام او دلته پنجاب په ارام ناست دی. هلته عرب د عرب وينې وزبېښلې او دلته بر افغان د افغان او هلته لر پښتون د پښتون وينې وزبېښلې. لومړيو ته يې د شنو او وروستيو ته يې د تورو سپين بيرغونه د هډوکو په شان مينځ کې اچولي. په تشو او پوچو اسلامي شعارونو او په تورو سپينو رنگه ټوټو يې دوکه کړي چې هر يو ځانته پر بيرغ کليمه ليکلې، خو د هر يو کړه وړه له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ سمون نه خوري. داسې برېښي چې له دې وروسته به هلته او دلته د انگليسي استعمار پخوانۍ اجندا د نوي استعمار په نوې بڼه هماغسې مخ ته وړل کيږي چې بڼه يې مذهبي او موخه يې سياسي ده. هلته د عرب او دلته زموږ ټکونه د اسلامي شعار تر پوښښ لاندې. شعار وبيرغ او اسلامي نومونه څوک مسلمانولی نه شي تر څو چې اعمال يې اسلامي نه وي. په بله مانا هلته او دلته به د هماغه پخواني استعمار د  سرطاني دانو د بقا او تضمين لپاره تر يو نوم او تر پوښښ لاندې جنگيږي چې لارښوونه به يې د نورو، موخه به يې يوه او عملي کول به يې د دوی وي. تاسو گورئ چې دلته يې زموړ بېسواده ساده گل د ((امارت يا اميرالمؤمنين)) او هلته يې باسواده قريشي د ((خلافت يا خليفه)) په نومونو دوکه کړي دي. ولې عرب د عرب او افغان د افغان سرونه غوڅوي؟

د داعش وطالب وروستی انجام دېته راورسېده چې :
په وينا پاڼه کې راغلي: ''ولې له اسلامي دولت سره جنګېږئ؟ غواړئ پخپل لاس ځان ته قبر وکنئ؟ غواړئ چې سرونه مو پرې شي او کورونه مو وران شي؟ فکر کوئ له هغو عراقي ملېشو پياوړي يی چې امريکا يې تر شا ولاړه ده؟''

موږ خو يهود يا اسرائيل ملامتوو چې دوی د فلسطينيانو کورونه پر بېلدوزرو ورانوي، خو دېته دوی څه پرتوگ وراغوندي؟
هغوی اسرائيل هم همدا دليل نيسي چې تاسو له جنگ لاس نه اخلئ او پر موږ راکټونه راولئ، نو موږ هم دا کولی شو چې ستاسو کورونه پر بمبارد، لارښود شويو توغنديو او بېلدوزرو ورانوو چې په دې تېر جنگ کې يې د تېلېفون له ليارې چې لومړی به هغه کورته زنگ راغی او يوه دقيقه او يا له يوې دقيقې لږ وروسته به ورپسې توغندی راورسېده او په هغه کور کې به ولگېده. يوه دقيقه وخت يې هم نه ورکولو چې يو څوک له کوره ووځي. اگر چې دوی ويل چې موږ ورته يو ساعت، نيم ساعت او شل دقيقې خبر ورکوو چې دوی بايد له کوره ووځي چې د تلفاتو کچه کمه شي، خو ستاسو غوندې وېره خپروونکې گوتڅنډنې نه کولې. دا پورتنۍ گوتڅنډنه پخپله يو جُرم دی چی تاسو کړې ده.

پوښتنه دا ده دا چې اوس دوی داسې گواښنې کوي، نو د دوی تر شا څوک دي؟
ايا يو څوک که د چا د نظر مخالف شي، نو سر يې بايد غوڅ شي؟ که داسې وي، نو بيا خو زموږ ايمه لکه امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام يوسف، امام احمد بن حنبل، امام مالک، امام زفر او داسې نور په فروعو کې يو له بل سره اختلاف درلوده، نو هغوی هم بايد چې يو د بل سرونه پرې کړی وی. د محدثينو ترمينځ په ځېنو احاديثو کې اختلاف شته. همداسې د معتبرو مفسرينو ترمينځ، خو يو هم داسې فتوی نه درورکړې. ان محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپلو مخالفينو سره داسې برخورد نه دی کړی. مگر دا چې يهودو ته د اسلام د منلو او د وتو ((ترک)) حکم راغی چې يا به اسلام مني او يا به وځي، نو بيا هغوی لاړل،بيا هم د سر غوڅولو حکم ورته نه دی راغلی، نو داعش چې ځان اسلامي دولت معرفي کوي، نو دغه پورتنۍ فتوی يا گواښنې ته څه شرعي مجوزيت لري؟

• ايا داعش له پېغمبره اوچت دی؟
• ايا دا نوی دين دی؟
• ايا د دوی کړنې له اسلامي شريعت سره برابرې دي؟
• وحيې ورته راځي او که البغدادي له پېغمبره اوچت دی
دېته ورته داسې نورې پوښتنې

تر کومه ځايه چې جوته البغدادي ښه مخينه نه لري. حال دا چې د پېغمبر کرېکټر له نبوت مخکې او له نبوت وروسته روښانه دی.
زما نيوکه بر دغو اسلامي ډلو ټپلو دا ده چې دوی دې يو ځلې خپله دعوی او ځانونه او کړه وړه له اسلامي ارشاداتو سره پرتله کړي. بيا دې دعوی کوي. د الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم پيغام روښانه دی چې اسلام د دعمل دين دی، نه د دعوی
که داسې وي، نو بيا بايد چې موږ فرعون ته هم مسلمان ووايو، ځکه چې هغه خو هم ايمان راوړی. فرعون هم د ايمان واسلام پر اهميت پوهېده، ځکه يې د غرقېدو يا ډوبېدو په وخت کې لومړی د ((ايمان)) او بيا ((اسلام)) دواړه کليمې کارولي دي. ما پر هغه رب چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی او ايمان پرې لري او زه مسلمان يم، خو دې ايمان ورته کومه گټه ونه کړه.

قال آمنت انه لآاله الا الذي آمنت به بنوا اسرائيل وانا من المسلمين؛ الآن وقد عصيت قبل من المفسدين
حدثنا ابوخالد الاحمر عن عمر بن عبدالله بن يعلی الثقفي عن سعيد بن جبير : قال عن ابن عباس لما اغرق الله فرعون اشار باصبعه ورفع صوته ((آمنت انه لا اله الا الذي آمنت به بنوا اسرائيل؛ قال فخاف جبريل ان تسبق رحمة الله فيه غضبه فجعل ياخذ الحال بجناحيه فيضرب به وجهه فيرمسه.
وکذا رواه ابن جرير عن سفيان بن وکيع ان ابي خالد به موقوفاً.
وقد روی من حديث ابي هريرة ايضاً.
فقال ابن جرير حدثنا ابن حميد حدثنا حکام عن عنبسة هو ابن ابي سعيد عن کثير بن زادان عن ابي حازم عن ابي هريرة رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم قال لي جبريل يا محمد لو رايتني وانا اغطه وادس من الحال في فيه مخافة ان تدرکه رحمة الله فيغفر له)) يعني فرعون.
کثير بن زادان هذدا قال ابن معين لا اعرفه وقال ابوزرعة وابوحاتم مجهول. وباقي رجاله ثقات وقد ارسل هذا الحديث جماعة من السلف قتادة وابراهيم التيمي وميمون بن مِهران ونقل عن الضحاک بن قيس انه خطب بهذا للناس فالله اعلم (تفسير ابن کثير رحمه الله)

طالب که د سړي زوی وای، نو له دې به يې پند اخېستی وای چی پرديو څارگرو ادارو زموږ له جهاديانو سره څه وکړل؟ د جهاد په وخت کې يې روزل، خو چې د وخت حکومت نسکور شو، نو يو بل يې سره په جنگ واچول او په سرو وينو يې ولمبول، خو بيا هم جهاديانو يو بل يې سره حلال نه کړل، نن ولې طالب و داعش يو بل سره حلالوي؟ څوک داعش دې ډول کړنو ته هڅوي؟ بغدادي او که نور څوک؟ د فتوی مرجع يې روښانه وي چې څوک دوی ته فتوی ورکوي؟ ايا د دوی د قوماندانو او طالبگوټو فتواوې مدار د اعتبار دي؟

همداسې يې داعش درواخله. تر پرونه طالبگوټی وو، نن داعشي شو. ولې داعشي شو؟ چا داعشي کړ؟ چا دې کار ته وهڅاوه؟ تر پرونه يې د مشر ملا صاحب اطاعت کاوه، خو نن زرگونه ميله وړاندې د بل چا اطاعت کوي؟ په داسې حال کې چې د الله تعالی کتاب او نبوي ارشادات يې مخې ته پراته هغه نه گوري او نه هغې ته مخ وراړوي، خو د هغه چا اطاعت کوي چې د هغه کړه وړه خپله له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې دي. د بېلگې په توگه د داعش د خپل مشرتابه په تړاو ويل کيږي چې ښه مخينه نه لري، لکه د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې چې منصوصي مزاحمت پروت دی.

ولې نه بيعت يوه اسلامي سپارښتنه ده، خو پر اسلامي ارشاداتو ((قرآن وسنت)) عمل يو الهي نبوي حکم او غوښتنه ده چې سرغړونه ترې نه شې کولی. که يې کوې، نو بيا به له دنيوي واخروي مشکل سره مخ يې. که يو څوک د چا بيعت ونه کړي پرې نه کافر کيږي، خو که قران وسنت نه منې، نو بيا ...

نن چې دوی يو بل ته په ختيځو ولايتونو کې يو د بل وينو ته ناست دي او يو بل ته داسې سخت گواښونه او گوتڅنډنې کوي، نو چا دې حالت ته سره يوړل. مخکېنۍ ترخې جهادي تجربې هم له ولس سره شته چې يو حزب يا ډلې له بلې سره څه وکړل؟ دا وسله ومهمات او تمويل يې له کومه کيږي؟ ايا د څارگرو ادارو په لمسون يو د بل پر وړاندې داسې سختې فتواوې او گواښنې د اعتبار وړ دي؟ مفتي يې څوک دی؟ ايا د جهالت په صورت کې د مجهول الهويته فتوی د اعتبار وړ ده؟

نن چې د داعش ډلې د ننگرهار په ځينو سيمو کې خلکو په تېره بيا ښځو او قومي مشرانو ته گوتڅنډنه کړې چې ښځې به له شرعي محرم پرته بهر نه وځي او همداسې ولسي مشرانو ته، خو زه به يوه تازه بېلگه دوی ورياده کړم.
اوس تازه په رسنيو کې د ((زيد)) په نوم پنجابی چې په زياتره وخت يې په مرکو کې ځان د طالبانو استازی بللو او د څارگرې ادارې غړی او نظامي چارواکی دی سعودي ته د عمرې په نيت تللی وو چې هلته په مکة المکرمة کې د سعودي د پوليسو له خوا د خپلې بېباکانه وينا له امله نيول شوی او نامعلومه ځای ته وړل شوی. داسې ويل کيږي چې نوموړی دوه مېرمنې لري او منلې مېرمن يې له ځان سره عمرې ته وړې وه او نامنلې غريبه يې نه وه وړې. اول خو د دغې اسلامپال دې عدالت ته گوره د نوموړي بړيڅي طالبان بيا موږ ته د اسلام نظام غوښتونکي دي. دا چې نوموړي له ايران سره نژدې اړيکې هم درلودې، نو له همدې امله ټينگ کړی هم دی.

خدای خبر چې زموږ څومره طالبان به يې په خپلو غوجلو (تاڼو) کې اچولي وي، خو نن خپله د بل په غوجل (تاڼه) پروت دی. الله تعالی د مظلوم انتقام خامخا له ظالمه اخلي. زموږ ساده گل بېسواده مشر ملا صاحب هم د دوی په عوجل يعنې نظامي قشله کې چېرې پروت وي. وړانده څڼه ور طالبان يې لا اوس هم په ارمان دي او د بيعت خوبونه ويني.

اوس راځم دېته چې نوموړی خو ونيول شو او مېرمن يې هم د خپل سفارت په وسيله د هغه د خلاصون پسې ډېرې هلې ځلې وکړې، خو د وېزې د خلاصون له امله بيرته پاکستان ته راستنه شوې. دا چې نور بچيان به يې ورسره وو او يا نه رسنيو نه ده روښانه کړې، خو که بالفرض ورسره نه وو، نو نوموړې خو به ختمي له هغه ځايه جدې او له جدې نه بيا پاکستان ته ځانته سفر کړی وي. هلته چې له نامحرم پرته سفر له يو بهرني هېواده روا دی، نو دلته ولې ښځو ته په خپل هېواد کې ډاکټر او يا نورو ضرورتونو ته ولې نه وي؟

فقهاء ومحدثين دا وايی چې ښځې د معمولي ضرورت لپاره که دوکان ورسره نژدې وي، ولو که خاوند يې په کور کې هم وي د هغه له اجازې پرته وتلي شي او خپل ضرورت پوره کولی شي او بيرته راتلی شي. د بېلگې په توگه : عادي سودا ، لکه : چای، گوړه، بوره، سوډا او داسې نور. حاجت نشته چې له څښتنه اجازه واخلې او يا خاوند له ځان سره مخکې کړې. ډېر داسې شيان دي چې هغه نن وخت د ښځينه وو پورې اړه لري. ښځې پوهيږي چې څه ورته ضرورت دی او څه واخلي. همداسې له گودره اوبه راوړل او يا ډېران ته سره يا گنده گي وړل چې خاوند يې قلبه کوي او دی د خپل کور کار کوي.

زما پوښتنه له دې سرزورو دا ده چې د ښځو منعه کول يا پر کور کېنول به ډېر مهم وي او که د يو انسان له تنې سر نه غوڅول چې دا ډول د وېرې خپرولوکړنې او وحشت زياتره سياسي ومذهبي پېچلې غوټې لري. ظاهري بڼه يې مذهب او شا ته يې سياسي غوټه پرته وي. زموږ ستونزه هم سياسي غوټه ده چې سياسي هواری غواړي نه مذهبي. مذهب خپل ځاي لري او سياست خپل ځای او خپل هواری غواړي.

نو زما مشهوره ټولو هغو اړوندو طالبانو او داعشيانو کورنيو ته دا ده چې که مو وسه رسيږي خپل بچيان له داسې حالته راوباسئ. د بل چا په لمسون او نغوته د نورو د ناولو موخو لپاره يو د بل وينې او نه د ولس وينې تويوئ. د چا د ناولو موخو ښکار نه شئ.

هغه څه چې ستاسو اولادونه يې يو د بل په وړاندې کوي له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. داسې سختې گوتڅنډنې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او نه دا ډول ډلې وټپلې د اسلامي ارزښتونو استازيتوب کولی شي. د پرديو استخباراتو جنگ يو هدف دا هم دی چې موږ له يو بل سره دښمنۍ ته کښېنوي او بالاخره د دواړو ورمېږونه رامات کړي.

له خپل ولس، هېواد او حکومته مو څه بد ليدلي ؟ ايا د نورو ذلت ښه دی او که خپل عزت؟ هيله ده چې تاسو د نورو لمسون او شيطانت درک کړئ او خپل ژوند او غوښتنې مو له اسلامي ارزښتونو او مدني قوانينو سره برابرې کړئ.

سوريه يا د اسد نظام له غرب وعربو سره خپلې سياسي ستونزې او مذهبي اختلاف لري چې يوې لورې ته علويت او بل لورته سلفيت يا سختديځي ده. هر يو په خپل گاونډ کې خپل ملاتړي او لوبغاړي لري. سياسي ستونزې يې له اسرائيلو سره د جولان له سيمې سرچينه اخلي. او موږ هم د لروبر پښتون پر سينه له انگرېزي استعماره تپل شوې کرښه په ميراث راپاتې ده. سره له دې چې د کرښې دواړو خواو ته يو ولس يو تن و وجود اوسيږي چې ژبه وکلتور، دين و مذهب او وينه مو سره شريکه ده، خو د بل په لمسون د هغوی د بقا لپاره اوس په خپلو کې خوشې په خوشې يو د بل وينو ته تږي ناست يو چې دا زموږ خپله ساده گي ده. د خپلو ناولو موخو لپاره اوس زموږ وينه په ډېره ارزانه بيه بلهاري کوي. مذهب وشريعت واسلام، اسماني ومدني احکام وقوانين او اخلاق موږ ته د تامل سپارښتنه او حکم کوي. او وايی که په خپلو کې څه ستونزه لرئ، نو کلام پاک ته يې راجع کړئ.

له بده مرغه موږ خو د کلام پاک پر ځای د نورو څارگرو ادارو ته مخ اړولی او الهي ونبوي ارشاداتو ته مو شا کړې ده. د يوې سپينې ډبل ډاټسنې او څو کلدارو لپاره د خپل ولس وينو ته تږي ناست يو. په بله مانا دغه تجارت يا سوداگري مو سخته ناکامه او خطرناکه سوداگري ده چې سرومال، دنيا و آخرت مو له خطر سره مخ دی. د دې ډبل ډاټسنو او وړيا پيسو به لوړه بيه پرې کړئ، لکه څنگه چې نورو پرې کړه.

يو متل دی چې :
د پردی کټ د نيمو شپو دی. پردۍ وسله ومهمات او تمويل له ځانه سره دنيوي واخروي ناوړه عواقب او اخلاقي ذلت لري. پر تاسو يې حزب اسلامي او نور مجاهدين سُنت کړل او تاسو به نن پر داعش سُنت کړي او داعش به پر بل چا او يا پخپله سُنت کړي. تر پرونه چې دې نور حلالول دا وار نن پر تا هم راروان دی.
نوره ستاسو خوښه! منئ يې او کنه، زما همدومره له توانه پوره وه.

په درنښت
سيد حسين پاچا

افغان اورپکي''سوريه کې له داعش سره اړيکي لري''
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/06/150630_as_is_contact_taliban
اسرائيلي چارواکی: اسد به ژر يواځې د "علويستان" مشر وي
http://www.pashtovoa.com/content/israel-syria-isis-fighting-/2842843.html
دابنز: د سولې په خبرو کې د ملاعمر ونډه مهمه ده
http://www.pashtovoa.com/content/article/2839505.html
داعش په ننګرهار کې له قومي مشر او موټر چلوونکي سرونه غوڅ کړي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=38677

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery