مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د انحصار په وړاندي د کندهار والي همایون عزیزي هڅي د ستایلو وړ دي .

خالد هادي


کندهاریان چي دا ۱۴ کاله د کرزي  او دهغه د وړونو  دانحصاري حکومت څخه سر ټکاوه او دهغوئ د قراردادي چارواکو څخه تر سږمو راغلي وه  باید د کندهار د والي همایون عزیزي ملاتړ وکړي ترڅو  کندهار دهغه اقتصادي مافیا له منګلو په تدریجي راوژغوري  دکمي چي دا ۱۴ کاله ئې ریښو د هرکندهاري ژوند وزبیښه .

ټولو کندهاریان ښه خبر دي چي د لندې میوې مارکیټ د صدیق قراردادي ، قیوم کرزي ، توریالي یوسا او قاضي عمر په شراکت  او انحصار منځته راغلي  او په ټوله کي ئې چاري د اقتصادي مافیا د انحصاري هڅو نتجه ده چي غواړي د نورو برخو په څير د لندې میوې تجارت هم ددوی په منګلو کي پاته سي او یوخت  هغه څه ته زمینه سازي وکړي  لکه څلور کاله وړاندي چي ئې په کندهار کي  د تیلو د کاروباریانو سره وکړ  او تر یو ملیارډ ډالرو حیف ومیل پکښي راغی نه څوک ونیول سو نه څوک ملامت سو بس کندهار ولس ئې په اقتصادي تتئ وغورځاوه .

کندهار نه بایده  چي د لیندې میوې یو مارکیټ ولري بلکې د کندهار  زراعت ، او سرحدي دروازې ته په کتو سره باید کندهار د دوو پر ځاي درې د لندې میوې مارکیټونه ولري ترڅو د دهري لاري راغلې میوه پر وخت مارکیټونو ته ورسیږي او ترڅنګ ئې په ښار کي ترافیکي ګڼه ګوڼه هم لمنځه تللې ووي  ځکه دکندهار ارغنداب سر سبزه ناوه په شمالي دروازه کي ، دپنجوائې او ژړۍ ، هلمند او نورو ولایتو ته به غربي دراوازه کي ، د دامان بولدک ، زابل  غزني ولایتونو او پاکستاني میوو لپاره په  شرقي دروازه کي دمیوې مارکیټونه ولري .

دا یوڅو کسان چي ویش او واخ کوي دا هم د صدیق قراردادي د ډالري پاکټونو زور دي . دغو کسانو ته باید وویل سي چي صدیق قراردادي د مارکیټ په جوړولو کندهار په ټيکه ندی رانیول هر څوک حق لري چي په ازاد بازار کي د خپلي ګټي او حساب لمخي پانګونه وکړي .
داسي خو نسي کیدای چي چا پانګونه وکړه نو هرڅه به دهغه په انحصار کي وي په داسي حال کي چي د افغانستان ټول نافذ قوانین انحصار مطلق غیري قانوني عمل ګڼي .


موږ په هیڅ صورت کي په کندهار کي انحصاري معاملې نه منو !


سبا به یو بل څوک راځي د اوبو پر سیسټم به پآنګونه کوي او خلک به د اوبو د څښلو منعه کوي یا به پر ترانسپورټ پانګونه کوي او خلک به د کورو د راوتلو منعه کوي او راوتل به ئې دهغوی په خوښه وي . نه هیڅ کله نه

پانګونه یو سالیم تجارتي رقابت وي انحصار نه وي ، صدیق قراردادي که په ریشتیا دخپل مارکیټ کامیابه کیدل غواړي بایده چي خلک په سالمو  تجارتي اسنتیاوي سالم رقابت او ارزانه خدمتونو خلک دځان پر لور ورمات کړي نه دانحصار په زور .

زه په خپل وار سره د کندهار د والي ډاکټر همایون عزیزي دغه اقدام ستایم چي دکندهار د لندې میوې ناراضي تجارانو ته ئې اجازه ورکړه ترڅو دښار په جنوب لودیځه دروازه کي ئې دبل مارکیټ اجازه ورکړل دده دا کار په کندهار کي د اقتصادي مافیا دانحصار پر مخ یو قانوني څبړه ده .

والي صاحب د ډیرو داسو کړونو تمه درڅخه لرو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery