مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-06   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې نولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې نولسمه تحفه پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ؛ تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات..... به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی . پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی ، او دا هم نولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید . زما له خوا به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې مبارکی وروسته انشاالله خپاره سی . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د سورهً بنی اسراییل بل نوم څه دی ؟ ۲ ـ په سورهً النحل کی د سجده آیت نمبر څو دی ؟ ۳ ـ په سورهً بنی اسراییل کی سجده آیت کوم یو دی ؟ ۴ ـ د سورهً النحل معنی څه ده ؟ ۵ ـ د قرآنکریم کوم دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او کوم دوه یې ۴۵ آیتونه لری ؟ ۶ ـ آیا ښځه د خپل کور په هغه ځای کی اعتکاف کولای سی چی د لمانځه له پاره یې ټاکلی وی ؟ الف : هوکې ؛ ب : یا ؛ ج : مکروه دی ؛ د : ښځه اعتکاف نه کوی . ۷ ـ د مسنون او واجب اعتکاف له پاره روژه لرل شرط ده ؟ الف : یا ؛ ب : هو ، ج : مباح دی ؛ د : اعتکاف نه مسنون وی نه واجب . ۸ ـ ملایکی ( فرشتې ) پر مسلمانانو کوم حقوق لری ؟ الف : د هغوی پر شتون عقیده لرل ، په کور کی عکس ، تصویر او سپیً نه ساتل ؛ ب : د ملایکو اطاعت کول ، مینه ورسره لرل ، ښه یې ښه بلل ؛ ج : دعا ورته کول ، خوشحاله یې ساتل ، غوښتنی یې منل ؛ د : ټوله صحیح دي . ۹ ـ د پیغمبر (ع) د جمعې د ورځی لومړنۍ خطبه چیری وه ؟ الف : په مسجد قبا کی ؛ ب : په مسجد حرام کی ؛ ج : د بنی سالم بن عوف د قوم په منځ کی ؛ د : د مدینې د انصارو په منځ کی . ۱۰ ـ کوم لوی یهودي عالم د رسول الله (ص) په وخت کی مسلمان سو ؟ الف : عبدالله بن سلام ؛ ب : حي ابن اخطب ؛ ج : کعب بن اشرف ؛ د : ټوله غلط . او دا هم د نن زرین اصل : د حرام کسب او حرامی روزي یوه سزا دا ده چی دعا یې نه قبلیږې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery