مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو د جنت ژبه ده!

حسن سخي زوی
پښتو د جنت ژبه ده!
اصل حقیقت دا چې٬ لومړئ پښتون بیا مسلمان یم
 امتی د محمد رسول الله٬ الحمدولله چې مسلمان یم
 افغانستان مې ده ټاټوبئ فخر کوم چې زه افغان یم
 تل په ژوند کښې پښتو پالم د پښتونوالي قدردان یم
 که پښتون نه ژبه لاړه٬ بیا خپل دین نه شی ساتلئ
 پښتو د سر په بیه ساتـم٬ له زړه ټینګ په ایمان یم
 رسول اکرم ته مشرف شوئ پښتون وو قیس بابا
 زه هم لکه بابا مئېن پر سیرت د نبی آخرزمان یم
 غلیم په حسادت وائی٬ ګڼې پښتو د دوزخ ژبه ده
 پښتو وائی پس له عربی زه خوږه ژبه د جهان یم
 د پښتو ژبې بابا خوږ کلام ثبوته کړې ده نړئ ته
 حقیقت کښې د جنت ژبه په خوله کې د رحمان یم
 د ژبې او وطن ساتل لکه ناموس ګنمه فرض زه
 سر ورکومه دواړه ساتم٬ توریالئ په هر میدان یم
 میلمه پال په عنعنه یم د پلار نیکه مې دغه لاره
 که دښمن په سوله راشی؟ بیا تیر ورته له ځان یم
 سترقدرتونه ګونډه شوی پښتنو ته په تاریخ کښې
 بریالیتوب مې وراثت ده ځکه مشهور په جهان یم
 په جګړه د استقلال کې پښتون مجاهد وه اکثریت
 انګریز او دنیا ته معلومه لکه ستورئ د آسمان یم
 د هر غلیم د ناموس عزت ساتمه په جګړه کښې
 په خپل ګفتار کردار صادق یمه ځکه با وجدان یم
 پښتو وایم پښتو لولم پښتو پالم پښتو شعرونه لیکم
 زه سخۍ زوی٬ د پښتو ژبې خادم په هر زمان یم
 سویډن - ۱۳۹۴/۴/۱۷ ه ش
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery