مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څرنګه کولای شو یوه کامیابه مرکه (interview) ورکړو؟

محمدانور کاکړ

 دکندهارپوهنتون اقتصادپوهنځي استاد
 لمړی باید مرکه وپیژنو!
کله چي د یوه اعلان شوي بست له پاره اشخاص ځانونه نوماند کړي نو د اسنادو د ارزیابۍ او تحریري ازمویني څخه وروسته کامیاب اشخاص ددې لپاره حاضریږي تر څو تقریري ازموینه ورکړي ، مرکه ددې له پاره سره ته رسیږي چي اداره چیان نوماند اشخاص مخامخ وویني او کوم شخص چي ددوی ورته ضرورت دی په لیدلې بڼه انتخاب کړي.دا لیکنه د هغوځوانانو لپاره ده کوم چي تعلیمي دوره یې سرته رسولې وي او غواړي چي په کومه اداره یا ارګان کې پرکاروګمارل شي.بل دا چي مرکه یو کلیدي وخت دی ځکه په یوه ساعت یا نیم ساعت کې د یوه انسان د ژوند ټوله اړخونه ارزیابي کیږي، او د هغه شخصیت ، پوهه ، تجربه او اړونده ټوله مهارتونه (تخنیکي یا ددندي اړوند،شخصي او سلوکي) په نظر کې نیول کیږي چي دا ډیر مشکل کار دی او ښه تحلیل ته اړتیا لري.
زموږ ډیر ځوانان داسي وي چي په تحریري ازموینه کې یې ځان ښه ثابت کړی وي خو چي کله مخامخ مرکې ته وړاندي کیږي او ورسره مخامخ مکالمه صورت نیسي نو بیا هغسي نه وي.دلته ځیني مشکلات شته چي لا تر اوسه زموږ ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي، دمثال په ډول وارخطایي یو له هغوخنډونو څخه ده چي ډیر اشخاص یې د خپلوبرخوڅخه ناامیده کړي دي.اوداسي نور موضاعات.
نوماند یا مرکه کوونکی باید څه وکړي؟
 لاندي ځیني هدایات لیکل شویدي کچیري ددغو هدایاتو مطابق عمل وشي نوزما په اند هر مرکه ورکوونکی به په خپله مرکه کې ځان کامیاب احساس کړي.
1. کله چي مرکې ته ځئ نو ښه جامه واغوندئ ترڅو اشخاصو او ادارو ته په کتو سره تاسي ته ځان کم محسوس نه شي ، که څه هم دانسان لیاقت او پوهه له جامو څخه نه بلکه له تحصیل،علمیت او تجربې څخه معلومیږي خو دا ددې دپاره دي چي تاسي ته ځان کم معلوم نه شي.
2. د وارخطایۍ څخه ځان وساتئ ځکه د وارخطایي په صورت کې ستاسي هغه ظرفیت او علمیت چي تاسي یې لرئ نه شئ کولای نورو اشخاصو ته په ښه ډول روښانه کړئ
3. باقدره واوسئ: کله چي د لمړي ځل د پاره ادارې ته داخلیږئ نو د لوړ رتبه مدیرانو څخه نیولې بیا ترعادي چوکیدار پورې ټولو ته درناوی ولرئ ، ځکه اوس تاسي د خپل شخصیت څرګندونه کوئ.
4. ګونګ سونګ مه کېنئ: - هڅه وکړئ مخکي لدي چي د مرکي خوني ته ولاړ سئ، له چا سره کوچنی صحبت وکړئ دا د اعتماد منځ ته راوړلو تر ټولو اسانه او بهترینه نسخه ده، لدې سره کله چي د مرکې خوني ته ننوځي،نو هیله ده سمدستي لوېو خبرو ته مه دانګئ کوچني فرعي صحبتونه وکړئ، لکه دفتر مو ښکلي دی، یا که در څخه و پوښتي چي دفتر په موندلو کي خو به ستونزه نه وه ؟یا نوري داسي پوښتني نو مناسب ځواب ورکړئ په هو او نه خبره مه خلاصوئ.
5. خپله پوهه وښیئ: -دمرکې پوښتنې نیغې وې،ستاسي دپوهی،تجربو،اونورو اړونده چاروپه باره کې مستقیمي پوښتني کیږي، د څیړنو له مخي د مرکي دري تر ټولو عومي پوښتني تاسي باره کي ،ولي غواړی دلته کار وکړئ یا پخوانی دنده پریږدی او درییمه پوښتنه زموږ یعني دي اداري باره کي څه معلومات لرئ کوښښ وکړی چي ځان ذهنا ً تیار کړی او مخکي له دي چي اداري ته راسی د اداي باره کي معلومات راعونډ کړی . د هري پوښتني ځواب کولای شي له خپلي تجربي او د اداري او مسلک باره کي پوه سره وتړي.
6. مثبت واوسئ : مدیریتي سوېي دندي له یو ساعته تر یو نیم ساعت وخت نیسي ، سره له دي که تاسي فکر کوئ چي پر استخداموونکي مدیر مو مثبت تاثیر وا نه چوو بیا هم مثبت واوسئ او فکر وکړئ چي څه کولای شئ ترڅو استخداموونکی قانع کړئ چي د دندي لپاره ترټولو مناسب یاست.پر ځان متمرکز شئ چي څه غلطۍ کوۍ ، لکه ګړندي ځوابونه ورکول یا پوره پوښتنه نه اورئ او نور، له تمرکزسره خپله مفاهمه هماغسي عیاره کړئ، هر څومره تیارس چې ونیسئ بیا هم مرکه ستاسي له سره سمه نه ځي ، حتمي یو نه یو څه ورانیږي یا به مو ستوني وچ وي او یا به پوښتنو مشوش کړي یاست ،دا مهمه نه ده ، یوازي مثبت سلوک وساتئ او له ځانه اعتماد وښیئ، په مرکه کي انسان په ټولي توګه ځان وړاندي کوي د او ستاسي مجموعي شخصیت ستاسي نتیجه ټاکي ، نو خیر دي د یو یا دوه غلطیو امکان لري.
7. مهمي پوښتني وکړئ:مرکه دوه اړخیزه موضوع ده سره له دي چي تاسي استخداموي خو خدمت به تاسي وړاندي کوئ ، بل ستاسي پوښتني په دنده کي مینه ښیئ، لکه د مرکي په پاي کي و پوښتئ چي ستاسي ځوابونو خو څه ګډوډي نه ده پیدا کړې؟ یا ؛ آیا کومه پوښتنه تاسي فکر کوئ چي نور معلومات غواړي نو زه کولاي شم خپل ځوابونه نورهم روښانه کړم.؟
8. مرکه یوازي تاسي باره کي نه ده ، پدي باید شخص پوه شي چي مرکه یوازی د کاندید په باره کي نه ده ، بلکي د مقام اودندي باره کي ده، دا مهمه نه ده چي د شخص یا کارکوونکي په حیث تاسي څومره ښه یاست ، مهمه خبره دا ده چي استخداموونکي غواړي یو تش مقام ډک کړي ، نو له دي کبله څومره چي امکان ولري د دندي باره کي وغږیږئ، اړونده پوښتني وکړي ، و پوښتئ د هغوې لپاره بهترین کاندید څه مشخصات لري؟ او لږ د ځان باره کي وغږیږئ او وښایي چي ستاسي مهارتونه د دندي له اړتیاوو سره څنګه سمون خوري.

درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery