مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طلوع ارمان اف ام څه وايي؟

نجيب الله افغان

د طلوع ارمان اف ام څه وايي؟: نجيب الله افغان
 آيا دلته دولت، د رسنيو څارنه،فعال ملي امنيت، مسوليت منونکې دولتي ادارې، هیواد، ملي یو والی، خلک او ارزښتونه شته کنه؟،زه خو وايم نشته که وی نو والله باالله که ارمان اف ام چې د طلوع يوه راډيو ده رواني او غږيز شرارت کړی وی، زه يي دا دوه مياشتې له کله چې په شمال کې امنيتي وضعيت خراب شوی دی تعقيبوم . زه تل کوښښ نه کوم لیکنه وکړم خو کله مې زړه دومره درد وکړي چې په دوو دریو کرښو يي ټول درد نه شم ويستی نو بیا اړ شم د ډيرو کارونو، پوهنتون د سختو درسونو او دوکاندارۍ د حلال کسب تر څنګ د زړه درد په څو مخونو کې وباسم دلته هرڅه چې لیکم د زړه درد او د څو مياشتو را هيسې دردونه او د يوې مضرې رسنۍ نشراتي څارنه ده، موخه مې د ويدو وجدانونو را ويښتول دي.
يوه مسله بايد روښانه کړم چې په سوک ته ورته هیواد افغانستان کې هره سيمه يو شانې او وګړي يي د نورو سیمو له وګړو سره برابر دي او دلته هيڅ اشراف نشته دي ځينې چې مصنوعي اشراف شوي دي يا نومونه ورکول شوی دي دا تاریخي نه بلکه موسمي دي چې ډير ژر به يي رنګ پيکه شي.
دا څو ورځي کيږي د ارمان اف ام يوه خپرونه ( صفايي شهر) کې د مجهوالهويته مخفی او يا مستعار نومونو پر مټ کوښښ کوي په هیواد کې شته نظام سقوط وښيي، له ملي اردو بیا تر ولسمشر او اجرايه رئيس پورې په ټولو داسې ملنډې وهل کيږي چې والله که يي د اسلامي امارت راډيو او يا خپرونې هم پرې وهي، نن يو کس چې ځان يي په بدخشان او کندز کې د ملی اردو يو ستر چارواکی معرفي کړ او نوم يي وانخيست دې راډيو ته ټليفون وکړ له خبرو يي معلوميده چې سواد يي څومره وو ځکه يو ستر چارواکی او پوځي کس د کوڅه ډبو په څير خبرې نه کوي دې سړي په خپلو خبرو کې په کندز کې پښتانه د داعش پلوي وبلل او ويي ويل چې په کندز او په ټول کې په شمال کې وضعيت همدې پښتنو چې د دوی په وينا د طالب يا داعش پلوي کوي خراب کړی دی. همايون دانشيار د هغه زنا کار فرهاد دانشيار پلار ورته دومره واه واه وکړل چې مه يي کوه پوښتنه او ورته وايي:« تشکر از شما که حقايق را به ملت ګفتين» زه نه پوهيږم دانشيار څنګه پوی شو چې دا سړی په نامعلوم هويت يو مسول کس دی او کړې خبرې يي مسولانه وې؟ ملي امنيت بايد له دانشيار څخه پوښتنه وکړي چې په کوم آساس يي د ټليفون تر شاه د يو کس خبرې مسولانه وبللې؟ زه ډاډه يم چې دا ټول دستوري او د افغانستان د تجزيي په خاطر د روانې پروژې يوه برخه ده.
بل دا چې د دفاع وزارت دې د ملي اردو په نوم، ملي امنيت دې د هیواد د ساتنې په نوم او نورې ادارې دې هم د ملت او افغانستان په خاطر له ارمان اف ام څخه پوښتنه وکړي چې دا کس څوک دی؟ دا په شمال کې پر پښتون ولس د داعش فتوا ورکونکی بايد پيدا شي، پښتون تر نورو ډير وژل کيږي، تر نورو ډير پکې نالوستي، بې کوره، در په در او خاورې په سر دي، پښتانه تر انګريزه هم طالب او داعش ډير وژلي او وژني يي خو د طلوع او ارمان اف ام په خولو بیا تر ټولو ګرم او د غندنې قوم پښتون دی.
په کندز کې ۱۳ کاله کيږي له هغه وخته چې جنرال داود هلته و او بیا تر نني عطا نور پورې هره ورځ پښتانه مشران وژل کيږي، نسل وژنې روانې دي، د اربکيانو پروژې پکې اخيستل کيږي هیڅوک ددې خبرې مستندسازي نه کوي، زه دا نه وايم چې د پښتون له باغه به پر دولت ګذار نه وي شوی حتمي به شوی وي خو د وسله وال او بې وسلې نه سره کيږي، طلوع چې دا فتواوې ورکوي ولې دا پوښتنه نه کوي: کله چې امريکا، څلور لکه افغان ځواکونه ترهګرۍ ته د ټينګې نه دي نو عادي وګړي يي په بیل او کولنګ مخه ونيسي آيا دا کار شونی دی؟ د طلوع او په ټول کې د اسراييلي موبي ګروپ کړنې نورې د منلو وړ نه دي پرون همدې رسنۍ د پکتيا ښځې د حقاني شبکې د وسله والو لپاره د سکس آلې وبللې او هغه بله ورځ يي شينواري ناموس پلرونکي معرفي کړل نن يي داده له انسانيته هم و ویستو او داعشيان يا طالبان يي وبللو، آيا د پکتيا په ولسونو کې نارينه توب همدومره و چې په يوه تشه بښنه يي د دوی ښځو ته شوی سپکاوی معاف کړ، آيا رښتيا شينواري ناموس پلرونکي دي؟ آيا موږ يانې پښتانه رښتيا ترهګر يا وحشي داعشيان يو؟ دا خبرې ټولې ځواب غواړي ملت او په خاص ډول پښتون ولس دې ځواب راکړي.
يو وخت ځينې خوشاله و چې ډير ژر به يي د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني صیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شي،زموږ باري جهاني خدای خبر چيرې دی؟ خدای خبر رسنۍ به اوري کنه چيرې به د بګهت کبیر ژباړې کوي، ډاډه يم په وزارت کې به هم دی د اکوبکو منظومي يا لوی کندهار ته غزلې لیکي او اکاډميسن هارون حکيمي به ورته وايي:واه واه ډير شه استاده يو وار بیا واه واه.
دا د شعر او قافيي له منځه راوتلي د ارشاد ارشاد او واه واه وال والله که دا وطن په شاعرانه افکارو او مدیريت در وساتي دي دوی شعر ته پريدی دوی نه رسنۍ څاري، نه ورته کومه حل لاره يا څارنيزه ډله لري، په دولتی ادارو کې له ملی امنيت بیا تر ارګ او دفاع پورې يوازې ټلويزيونونه څارل کيږي او هغه هم خاص ددې لپاره چې چارواکي پکې خپلې مبارکې څيرې وګورې نور نو هيڅ راډيو نه څارل کيږي، هيڅ ويبپاڼه په دې وطن کې جواز نه لري او نه يي کوم مسول کس معلوم دی.
خو د پښتون پر ضد ددې ورکړې فتوا پر ضد بايد مدني، ولسي او رسنيز خوځښتونه را پورته شي، د ملي امنيت رياست بايد د پښتنو غږ واوري په دې اړه باید مستندې څيړنې وشي زه له دريو مياشتو را هيسې هره ورځ د طلوع له ټلويزيون بیا تر راډيو پورې ټول ګورم او اورم يي د رواني جګړې او ناهيلۍ ډول يخ ايرکنډيشن ته ناست همايون دانشيار، مسعود سنجر،يماسياووش،شاپور بختيار،مسلم شيرزاد او څو نور ډنګوي که دولت غواړي په کورونو کې د ناهيلۍ مخه ونيسي نو د ارمان اف ام مخه دې ونيسي ځکه ارمان او ارکوزيا په لرو پرتو سيمو کې زموږ پر کورونو او پر بې سواده پوړ راج چلوي د دوی خبرې او د ياسين فهيم فتواوې ورته د اولوالعزم پيغمبر خبرې ښکاري، همداسې که غواړي په ښارونو کې افکار ښه شي طلوع، لمر او طلوع نيوز دې را کابو کړي، که غواړي ایران او پاکستان مو په رسنيزه برخه کې پر ضد نه شي نو فارسي ون او اردو ون ټلويزيونونه بايد وتړل شي هرڅه حدود لري موږ د بیان آزادي غواړو خو د سر، ملي هويت، افغانستان، ملي یو والي او خپل ولس اوناموس پر ضد نه.
په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery