مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مسلمان او دمسلمان میرمن‏

بخت الرحمان بخت

په اسلام کي واده هغه تحفه ده چي دنارینه لپاره دروحي او دماغي تسکین دهوسایی او ارام سبب ګڼل کیږي ښه واده هغه واده دي چي دواړه میړه او ماینه یو دبل په وړاندي له زغم څخه کارواخلي یواو دبل نظر ته غوږکیږدي دواړه یو دبل خبره په غورسره واوري په ډیره نرمه او پسته لهجه یو دبل خبري ته جواب ووایی، له کورنیو وړو وړو خبرو څخه لویی او بیچیده مسئلی جوړي نه کړي.
ترڅو داواړه وکولای شي دیوي ښي کورنۍ بنسټ کیږدي او یو بهترین چاپیریال رامنځ ته کړي.
قراڼ عظیم الشان او همدرانګه ستر پیغمر رسول الله صلی الله علیه وسلم دمیړه او مایني ترمنځ ددغه همیشنی او ژور تعلق په اړه ډیر څه ویلی او دغه تعلق یی یو مثالي تعلق بللی.
الله تعالی په خپل مبارک کتاب کي فرمایی سورة الروم اياة نمبر (20) داهم دهغه ذات له نښو څخه دي کوم چا چي ستا له خپل ذات څخه میرمني پیداکړي دي ددي دپاره چي تاسو سکون ومومي او هغه ذات ستاسو په منځ کي مینه او رحمت ایښی دي بی شکه دي کي دهغه کسانو لپاره ستري نښی دي څوک چی غوراوفکر کوي.
په رښتیا واده د دوو ارواحو یو ځای والي دي الله جل جلاله دغه دوه روحونه ددي لپاره سره یوځای کوي ترڅو دواړه یو دبل په یو ځای کیدو سره خوشحاله اوپرسکونه ژوند ولري او له غوره کورني ژوند څخه خوند واخلي.
په اسلام کي رښتني اوپاکه میرمن دنارینه لپاره سترنعمت او رحمت بلل شوی ده ښه میرمن هغه څه ده چي دنارینه ټولي ورځني ستړیا وي په هوسایی او ارامي بدلوي کله چي نارینه له ډیري ستړیا او ورځني شاقه کارڅخه دکور په لور راګرځي دورځي ستړیا یی هیریږي او خپله میرمن باندي له سترګو لګیدلوسره یی ټول غمونه او خوابدي لري کیږي او دسترګوپه وړاندي یی دخوښیو نوي نړۍ اونوی جهان خلاصیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دغه دنیا یو عارضي ارام ده ښه راحت ورکي صادقه اورښتني میرمن ده؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن عباس رضی الله عنه ته وویل: ایا دنارینه دژوند قیمتي سرمایه درته وښیم؟ رسول الله صلی الله وفرمایل نیکه میرمن دخاوند لپاره په ژوند کي ترټوله بهتره سرمایه ده
 رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل دنارینه لپاره ترټوله قیمتي سرمایه صادقه او وفاداره میرمن ده: کله چي یی خاوند دهغي مخته ګوري خوشحالي اوسکون محسوسه وي کله چي ورته دڅه کولو امرکوي اطاعت یی کوي او کله چي یی خاوند له کوره لري وي دا دنوموړي په غیاب کي وفاداره او امانت داره ناسته وي.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه ترټوله ښه میرمن کومه ده؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ترټولو ښه میرمن هغه ده چي چي په کتو سره یی خاوند خوشحالي محسوسه وي، کله چي ورته دڅه کولو امرکوي هغه یی اطاعت کوي، او هرهغه عمل څخه ډډه کوي هغه که دنوموړی دخپل شخصیت په اړه وي او که یی دمیړه ددولت په باره کي کوم چي دمیړه خوا ورباندي بدیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ښځه له کیڼي پوښتۍ څخه پیداشوي ده چي هیڅکله به یی سیده نکړي او ښځه هیڅکله ستا دپاره پریوه حالت نشي پاته کیدلی او کچیري غواړي چي ورسره ښي اړیکي ولري او ورڅخه خوند واخلي نو دغه حالت کي هم ورڅخه خوند اخیستلی شي او که دي دسیده کیدو کوښښ وکړ نو به یی ماته کړي له ماتیدو څخه مطلب طلاق دي.
یعني که دي کوښښ وکړ چي دمیرمني ټولي نیمګړتیاوي لري کړي، نیمګړتیاوو لري کولو کي به بریالي نشي کیدای شي ستا دغه هڅه ستا او دمیرمني ترمنځ دجلاوالي لامل وګرځي.
کله چي یو مسلمان خاوند درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول په غورسره مطالعه کړي فکر نکوم چي بیا دي دښځي دنیمګړیتاوو او خامیانو په اړه وکوم ارسطو او شیکسپرته ضرورت پیداشي.
ځکه رسول الله وایی چي ښځه کامله نه ده نیمګړي ده نارینه پرځای ددي چي دهغي نیمګړتیاوي وشمیري او په هره خبره کي ورسره لاس اوګریوان شي ښه به داوي چي ورسره حد الامکان ګذاره وکړي.
نو مسلمان نارینه او خاوند ته په کارده چي دښځي قدرتي نیمګړتیاوي ومني کوښښ دي نه کوي چي میرمن دي په ټولو چاروکي دده دخواهش او غوښتني مطابق ځانته عیاره کړي، ځکه میرمن خدای نیمګړي پیداکړي انسان نشي کولای چي دښځي قدرتي نیمګړتیا اوکوږوالي لري کړي.
ښه خاوند هغه دي چي دمیرمني له میرمنتوب څخه ګټه پورته کړي دخپل خواهش او غوښتني مطابق دپوره سیده کولو کوشش یی ونکړي ځکه رسول الله صلی الله خپله وایی چي ښځه دکږي پوښتۍ مثال لري نو کږه پوښتۍ چي دي لاس کي ونیوله او د سیداکولو کوښښ دي وکړ ضرور به ماتیږي.
کچیري مسلمان خاوند درسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوني سره سم دښځي پرفطري جوړښت باندي ځان پوه کړي بیا خپله هغه کس دمیرمني پر ځیني تیروتنو باندي سترګي پوټه وي ترڅو ارام کورنی ژوند ولري او دښځي له ښځيتوب څخه په صحیح ډول فایده واخلي.
که پورته حدیث ته متوجه شو رسول الله صلی علیه وسلم دحدیث په پیل کي وایی د میرمنو په وړاندي نرمي اختیارکړي او بیا دحادیث په منځ کي دښځي فطري جوړښت بیانوي اوله فطري جوړښت بیانولو څخه وروسته په اخیر کي رسول مقبول یوځل بیا وایی خپلو میرمنو باندي رحم وکړي ( په وړاندي یی نرمي اختیار کړي) له دي څخه معلومیږي چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دښځو په اړه څومره اندیښنه اوفکر موجود وو.
دښځو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اندیښنه او تشویش دحجة الوداع له خطبي څخه هم څرګندیږي.
دښځو په اړه له محمد صلی الله علیه وسلم سره دومره اندیښنه او تشویش ورسره وو چي حتی دحجه الوداع په خطبه کي هم رسول الله صلی علیه وسلم له میرمنوسره دښه او نرم چلند په اړه ټینګار کوي.
محمد صلی الله علیه وسلم د حجه الوداع دخطبي په شروع کي فرمایی له خپلو میرمنو سره ښه چلند وکړي. دوۍ بندیاني دي تاسو هغو باندي نور واک نه لري، البته کچیري له هغو څخه کوم نا شائسته او بد عمل څرګندیږي نو تاسو ورڅخه خپلی بستري جلا کړي او هغه لږڅه ووهي (دلته بیا وایی چي ډیري ټینګي یی باید ونه وهي) کچیري دوي بیرته خپلو کړونو باندي پښیماني څرګندوي او داطاعت لور ته راځي بیا ورسره زړه کي کینه اوبغض مه ساتي.
تاسو خپلو میرمنو اوستاسي میرمني پرتاسو باندي حق لري ستاسو حق پردوي باندي دادي چي دوي ستا کورته بیګانه کس نه پریږدي اونه له کوم بیکانه کس سره تعلق وساتي، او ددوي حق پرتاسو باندي دادي چي هغه په نس مړي او په تن پټي کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی مؤمنانو کي غوره مؤمن هغه څوک دي دچاچي اخلاق غوره وي اوپه تاسو کي بیا بهتره کس هغه څوک دي کوم چي له خپلو میرمنو سره ښه وي.
عبادت چي دانسان په ورځني عمل او کارکي تر ټولو غوره عمل دي رسول الله صلی الله علیه وسلم حتی خپل صحابه کرام له نفلي عبادت څخه منع کړي دي او ورته یی ویلي چي ستاسو میرمني پرتاسو باندي حق لري تاسو باید دنورو کارونو په څنګ کي خپلو میرمنو ته هم کافي وخت ورکړي.
عبد الله ابن عمر ابن العاص رضی الله عنه وایی کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرشو چي زه له عبادت سره ډیره مینه لرم دخپل ژوند زیاته حصه په عبادت کي تیروم، وایی زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وغوښتم راته یی وویل څه فکرکوي ما نه دي اوریدلي چي ته ټوله ورځ روژه نیسه او ټوله شپه بیا په عبادت تیره وي.
عبدالله ابن العمر ابن العاص رضی الله عنه وایی ما ورته وویل هوکي همداسي ده، وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چي نه داسي مه کوه.
کله روژه نیسه او کله یی خوره کله دشپی لخوا قیام کوه اوکله بیا ویدیږه، ځکه ستا جسم تا باندي حق لري، ستا سترګي تاباندي حق لري، ستا میرمن تا باندي حق لري همدارنګه ستا میلمانه تا باندي حق لري ( بخاري او مسلیم)
امام بخاري له ابو جحیفه څخه روایت کړي وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلمان او ابو دردا ترمنځ ورورګلوي رامنځته کړي وه یعني سلمان او ابودردا دواړو یواو بل ته دورور ګلوي لاس ورکړي وو.
سلمان رض الله عنه یوه ورځ دابودردا کورته ورغي سلمان وایی زه چي کله د ابودرد کورته ورغلم ام دردامي په ډیرخوار حالت کي ولیده ورڅخه مي پوښتنه وکړه ولي داسي بد حالت کي یی څه درسوي دي.
وایی ام دردا راته وویل ابودردا له دي دنیا څخه لاس پریولي دي یعني هیڅ ددي دنیا په کیسه کي نه دي شپه او ورځ په عبادت بوخت وي.
وایی دغه وخت کي ابودردا دسلمان دپاره ډوډي برابره کړه او سلمان ته یی وویل مهرباني وکړه ډوډي وخوره سلمان وایی ماورته وویل تر هغه پوري به ډوډي ونه خورم ترڅو تا هم راسره نه وي خوړلي ابودردا ورته وویل چی زما روژه ده سلمان ورته وویل چي روژه ماته کړه وایی ابودردا روژه ماته کړه او ډوډي یی وخوړه.
کله چي ماښام شو ابودردا دسلمان دپاره دویدیدو ځای برابر کړ ورته یی وویل ویده شه وایی سلمان ورته وویل ته څه کوي ابودردا وویل زه عبادت کوم، سلمان ابودردا ته وویل ترهغو پوري چي ته هم نه یی ویده شوي زه نه ویدیږم وایی ابودردا هم ویده شو، خو لږ ګړي وروسته بیرته پاڅیدی خو سلمان بیا ورته وویل چي ویده شه، حتی چي دشپی په اخیر کي سلمان ورته وویل چي اوس پورته شه دغه وو چي دواړه پورته شوو له لمانځه څخه وروسته سلمان وابودردا ته وویل، ستا خالق پرتا باندي حق لري، ستا جسم پرتا باندي حق لري اوهمدارنګه ستا میرمن پرتا باندي حق لري، وایی کله چي سهار شو ابودردا وپیغمبر علیه سلام ته راغي ورته یی ټوله کیسه وکړه، پغمبر علیه سلام ورته وویل چي سلمان چي څه کړی ښه یی کړي دي او صحیح دي.
داوو درسول الله صلی الله علیه وسلم دملګرو سلوک او چلند له خپلو میرمنو سره، اوس به راشو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو میرمنو سره څرنګه سلوک کاوو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو میرمنو سره رورزمره چلند څه ډول وو.
ستر قائد رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څومره مصروفه ژوند درلود خو له دومره مصروفه ژوند سره سره یی خپلو میرمنو ته کافي وخت ورکړي وو هغو سره به یی خندل ورسره به یی لوبي کولي ورته به یی کیسي کولي او دهغو خبروته به یی غوږ نیوي.
مونږ چي لږ څه شغل پیداکړو بیا دکورپه کیسه کي هم نه یو چي کله ماښام نا وخته کورته راشو سترګي مو سرته ختلي وي سمه خبره نه کوو پرځای ددي چي کورته خوشحالي راوړو غم مو رابارکړي وي زمونږ له راتګ څخه دوه ساعته مخکي میرمن فکرکوي چي لالا خو رارسیږي پر څه ډول استقبال یی وکړم چي لږ یی هوش سرته راشي.
خورسول اکرم صلی الله علیه وسلم چي دوخت جنرال هم، دجنګ دخط قوماندان هم وو، ښه اقتصاد پوه اودمالي چارو تنظیمونکي هم ښه مبلغ او مقرر وو، ښه مشر ښه ملګری او ښه ګاونډی هم وو، له دغو ټولو مصروفیاتوسره سره چي به کله کورته راغي په خنداي او مسکا به یی دخپلو میرمنو استقبال کاوو.
حضرت عائشه رضی الله عنها وایی یوه ورځ مي اوګره بخه کړي وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي رواړه وایی کله چي مي اوګره کیښوده وحضرت سوده رضی الله تعالی عنها ته مي وویل چي اوګره وخوره ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم زما او دسودي رضی الله عنها په منځ کی ناست وو.
حضرت عائشه رضی الله تعاعنها وایی چی حضرت سوده رضی الله عنها ویل زه یی نه خورم وایی ما ورته وویل یا خو به اوګره خوري او یا زه په اوګره باندي موټ ډکوم ستا په مخ یی موښم وایی بیا هم حضرت سوده اوګره ونه خوړه او ما موټ له اوګره ډک کړ دحضرت سوده په مخ مي وموښی، وایی رسول صلی الله علیه وسلم چي ولیدله ویی خندل اوسم دستي یی اوګره دحضرت سوده رضی الله عنه په لاس کي ورکړه ورته وویل چي اوس یی ته د عائشي په مخ باندي وموښه، حضرت عائشه وایی چي حضرت سودي رضی الله عنها چي کله اوګره زما په مخ باندي وموښله محمد صلی الله وخندل.
همدارنګه حضرت عائشه رضی الله عنها وایی یو ځلي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر لاړم‎.
حضرت عائشه رضی الله عنها وایی چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دځغاستي مسابقه وکړه او ما ورڅخه مسابقه وګټلي، عائشه رضی الله عنها وایی چي وروسته بیا چي کله زه لږڅه مزي شوم یوځلي مي بیا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دځغاستي مسابقه وکړه وایی دا ځلي رسول الله صلی الله علیه وسلم مسابقه وګټله.
ایا له میرمنو سره د چال چلند او ګذاري په اړه دمسلمان خاوند لپاره درسول الله صلی الله علیه وسلم پورته لارښونه اندیښنه اقوال او افعال کفایت نکوي؟
(قلب المرأة لؤلؤة تحتاج إلى صياد ماهر)
 (ویکفیکم فخرا أن الجنة تحت أقدام الأمهات)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery