مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ولسه رب مو وساته!

ع، ابراهيمي

 

د مبارکې روژې د پيل څخه د کندهار، خوست، کاپيسا، بغلان، فراه، بلخ، لوګر، ننګرهار او نورو ولایاتونو په مختلفو پېښو کې په زرګونه بې ګناه افغانان يا شهيدان شوی او يا هم په سخت ټپي حالات کې په بستر پراته دي، د هرې پېښې وروسته کابل مېشو مشرانو يوازې د غندنې پيغامونه ورکړي او دا کار یې جنایت بلل او بس!

د پېښې وروسته نه د پلټنې امر ورکړی شوی او نه د شهيدو او ټپيانو کورنيو ته کوم مسوول چارواکی د اختر مبارکۍ لپاره د هغوئ کور ته ورغلی، پورته يادې شوې پېښې نه لومړۍ دي او نه هم دا اټکل کېږي چې وروستۍ پېښې به وي.

سره له دې چې د افغان بچيو ظالم دښمن هره ورځ له نوي تکتيک څخه په کار اخيستني سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنوي، کابل مېشتي مسوول چارواکي د څوکۍ په نشه ویده پراته دي، دوی د پارلمان غړو ته چاپلوسۍ کوي او ترلاسه شویو څوکيو نورې لوړې څوکۍ غواړي، د پارلمان غړو ته خدمت کوي او له هغوئ د لاسنیوی غوښتنه لري.

هر کله چې پر فرضي نقطو او يا هم رسمي سرحدونو باندې زړور سرتيري کومه قهرماني وکړي تر هر چا د مخه دا قهرماني په کابل کې ناست مسوولين لومړی د ځان بولي او بيا يې د ټول ملت، هغه چا چې قهرماني ورکړي دي د هغوئ په غم کې څوک ندي، څو ورځې د رسنيو په مخ کې اوازې وي او د ورځو په تېرېدو يې بيا نوم خاورې شي.

د ولایاتونو په مرکزونو کې دامنيتي، دفاعي او کشفي ارګانونو مسوولين چې د اختر په رخصتيو کې کابل او يا هم دبۍ ته تللی تر ننه بيا خپلې وظيفې ته ندي حاضر شوي، چې په ولایتونو کې میشته خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او اړونده ادارې يې بې سرنوشته پرتې دي.

یو شمېر نور مسوولين بيا د معصومو سربازانو له احساساتو، فداکاريو او سرښيندنو ناوړه استفاده کوي، د دوی په امر اقتصادي مراجعو کې پر دنده ګمارل کېږي او هره ورځ ترې خپل ټاکل شوی سهم غواړي، که سهم ورنکړل شي بيا يې له دندې ګوښه کوي.

که څوک د داسې مسوولینو په خلاف اواز پورته کوي بيا نو د هماغه پيسو چې په ناوړه لارو یې پيدا کړي فایده اخلی او د خپل ځان دفاع په خاطر يو شمېر چاپلوس مشران کابل ته استوي تر څو له دې ملاتړ وکړي.

په ولايتونو او مرکز کې مسوولينو يوازې د پارلمان د غړو لمنې نيولي او د خپلې څوکۍ د بقاء او ارتقاء خیرات ترې غواړي، کله چې د پارلمان غړي خبر ومنل شي نو بيا چاپلوس چارواکی پارلمان ته غوښتل کېږي او يو ستاينلیک ورکول کېږي.

د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې شته نیمګړتياوو او فساد ته په کتو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړي معاون جنرال عبدالرشید دوستم د يو شمېر نورو شمالي قومندانانو سره غوږ جنګولی او د مسلحې شخصي ملیشې د جوړېدو تابعیه يې نيولي  ده، چې دا کار له يوې مخې  اوسني دولت ته لوی چلنج دی او بل لوري ته نورو ته خبر رسول دی چې لکه د پخواء په شان د شخصي ملیشو په جوړولو سره هر مسوول په خپل ځای کې پاچا دی، په همدې کار سره د افغان دولت هغه ۱۳کلنې کړنې، لاسته راوړنې او اداره له سوال سره مخ کېږي چې دوی کوښښ وکړو په ۱۳کاله کې مجهزه، کارپوهه او ژمنه اردو، پوليس او ملي امنيتي ځواکونه ولري ولې په رهبريو کې د فساد شتون، بې عدالتي، بې نظمي او خودغرضي ددې باعث شوه چې د میلیونونو ډالرو په لګښت د ۱۳کالو په تېرېدو سره دا هېواد د داسې يو مسوول وسلوال ځواک څښتن نشو د کوم چې ګمان کېده.

بل لور ته بيا جنرالان دومره ډېر شول چې له حسابه وتلې خبر ده، ډېری اوسني کاغذي جنرالانو د تېر حکومت په اخیرو کې چې مشري يې حامدکرزي کوله د ولسي جرګې د غړو او يا هم د پيسو په مرسته جنرالۍ واخيستي، بې لدې چې حقیت، لیاقت او دیانت په نظر کې ونیول شي، اوسني دولت ته پکار ده چې پدې برخه کې يو ځل د نظر تجدید وکړي او هغه چا چې له ځانه وړتيا، ځرکتيا او زړورتيا نه وي ښوولي له هغوئ دې جنرالي تنقیض کړي.

سره لدې چې په يوه میاشت کې تر ۱۰۰۰زيات ‎افغانان شهيدان شول او د همدې په څو چنده نور ټپيان شول، کورنۍ د غم په ټغر کښېناستې، کونډې او يتیمان پاتې شول، ولې تر اوسه دولت داسې برنامه تر لاسه لاندې نه لري چې په پایله کې يې دا ناورينونه پای ته ورسېږي او افغان وژنه بس شي.

موږ پر اوسني دوه سري حکومت غږ کوو چې د خدای په خاطر شخصي غوښتنو څخه تېر شئ د يو بل خبره واورئ او د يو قوي ادارې رامنځته کولو لپاره کلک هوډ او اراده ولرئ او د تمثيل لپاره یې په پوره اخلاص له ټولو اړخونو مرسته وغواړئ.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery