مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د برېښنا شرکت د مسوولينو د توجهه وړ!

وصال لغمانی

د برېښنا شرکت د مسوولينو د توجهه وړ!

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نغلو بند برېښنا ختيځو ولايتونو ته د پلان مطابق د سروبۍ ولسوالۍ د اوزبين درې څخه لغمان او له لغمان څخه بيا ننګرهار ته ولېږدول شوه.

که څه هم په لومړيو کې د يادې پروژې مخنیوی د اوزبين درې د سپيرکونډو اوسيدونکو وکړو ولې د قومي مشرانو په منځګړتوب دا ستونزه حل شوه، مګر مرکزي دولت ورته پام ونکړو او بابيزه يې وګڼله.

د روژې مبارکې میاشتې په رارسيدو سره سم په ياده شوې سيمه کې د برق لينونه قطه شول، د ګرمۍ سختې شپې ورځې د مشرقي ولایتونو اوسيدونکو بې برقه تېرې کړې، بيا ځلې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په منځنګړيتوب دا ستونزه حل شوه، تېره ورځ (21 / 7 / 2015 ) شاوخواء ۲۱ ساعته بیا پر دې ولايتونو برق قطعه شو او نن (22 / 7 / 2015) بيا د برق څرک نه لګېږي.

د برېښناشرکت له لوري تر ټولو لویه جفاء د ختيځو ولايتونو په ځانګړي ډول لغمان سره لومړی دا وه چې دوی سروی په پوره فکر، دقت او حوصلې ونکړه، د برق پايې په هغه ځايونو کې راوستې چې هر وخت د مشرقي ولايتونو مخالفين کولای شي برق قطعه کړي او موږ بې برقه کړي، دوهم لویه جفاء چې د لغمان اوسيدونکو سره وشوه هغه دا ده چې لومړی ټول برق ننګرهار ته لېږدول شوی او بيا د ننګرهار څخه لغمان ته انتقال شوی، چې پدې سره د زياتو پيسو د مصرف تر څنګ ډېر وخت ونيوه، اوس نو کله چې ستونزه پيدا شي لومړی د لغمان خلک د نغلو مسوولينو ته سترګې په لار وي چې هغوئ به کله ستونزه حل کوي آو کله چې بيا په نغلو کې ستونزه حل شي بيا نو د ننګرهار حوزې ته سترګې په لار وي او خیر ترې غواړي تر څو دوی بيا د ننګرهار څخه برق لغمان ته واستوي، چې دا د لغمان له شریف ولس سره لویه جفاء ده.

د لغمان ولسونه د برېښناشرکت له مسوولینو په کلکه غوښتنه کوي چې ختيځو سيمو په ځانګړي ډول لغمان ولایت ته توجه وکړي.

برق د هر چا حق دی، او هر څوک باید لدې نعمت څخه برخمن وي، موږ د برق د استعمال په مقابل کې دولت ته هماغه اندازه بيل تحویل کوو چې د برق رياست مسوولين يې په رسمي ورقه کې رالېږي ولې بيا چې له ستونزې سره مخ شو د حل لپاره ملنګي کوو.

پدې هیله چې د برېښنا مسوولين دې ستونزې ته جدي توجه وکړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery