مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فراه کي څه تیریږي!

عبدالرحمان ژوندی


دڅه مودي راهسي په فراه ولایت کي حالت ورځ تربلي خرابیږي.که وغواړو چي دوالي صاحب څخه پوښتنه وکړو وایي دا دامنیتي مسولینو دنده ده. که دامنیه قوماندان څخه پوښتنه ترسره سي وایي دا دامنیت ملي مسولیت دی. که دامنیت ملي دمسولینو څخه وپوښتل سي دوی بیا پربل ارګان پړه اچوي. دملي اردو ځواکونه خو یوداسي ځواک دی چي تل دباندي فعالیت لري ددوی دکار څخه ترډيره خلک راضي دي.
سوال دلته دی چي والی صاحب تل دعوایدو دلوړوالي خبره کوي او داخپله لاسته راوړنه بولي، نو ولي داخپله لاسته راوړنه نه بولي چي امنیت هم سم دی؟والي صاحب ولی د دي ویاړ نه خپله وي چي دامنیتي ځواکونو ترمنځ قوي همغږي سته؟والي صاحب عواید ډيرکړي ښه خبره ده دقدر وړ کار یي کړی دی،خو والي صاحب دتجارانو لپاره څه کار ترسره کړی؟ دفراه دابادۍ لپاره یي کومه پروژه راوړي، کوم عملي کاریي ترسره کړی؟ اوس مهال یوتعداد سوداګر دفراه څخه وتلي او خپل اموال دنیمروز پر مرز افغانستان ته داخلوي. دایران دمرز څخه غځیدلي لاره کنډ کپره ده تجاران دسختو ستونزو سره لاس اوګریوان دي خو په دي برخه کي هیڅ ډول پرمختګ نه ترسترګو کیږي حتي هغه سړک چي نیمه برخه یی ایرانیانو پخه کړي داڅوکلونه کیږي چي نیمه نوره برخه یی همداسي خامه پرته ده د دي کار لپاره یي څه کړي؟داټوله هغه ناځوابه سوالونه دي چي دهرویښ فراهي په ذهن ناځوابه پراته دي.دځوانانو سره نه ګوري،دقومي مشرانو سره نه ګوري دنورو مخورو سره نه ګوري وایی زه پرلویو پلانونو بوخت یم نورو والیانو هسي خوشي وخت تیرکړی،کوم پلانونه ؟تراوسه خوموږ دکوم پلان شاهد نه یوچي هغه عملي سوی وي.
دیوه فراهي ځوان په حیث دیوه هغه کس په حیث چي تل مې دفراهیوالو دښه توب په موخه تقریبا کلونه کلونه په فراه کي کارکړیدی دا ډول سوړ وضیعت ما نه دی لیدلی .نه پوهیږم چي والي صاحب څه فکر کوي چي ایا خلک مانه ویني خلک ما نه کنتروله وي که څنګه؟فراهیان ستونزه نلري دفراه ولسونه ستونزه نلري ستونزه په نه همږۍ کي ده .
دښار په زړه کي هره ورځ وژني،هره ورځ دښارپه څوکیلو مترۍ کي دطالبانو حملي داهیڅ ډول د زغملو وړ نه دي. په تیره دوه میاشتو کي یوازي دښار په څو ناحیو کي اته کسه وژل سوي.ددي ځواب باید څوک ووایي؟

 

 

 که چیري  د والي ، دولایتی شورا د ریس،  دملي اردو دقوماندان ،دامنیه دقوماندان ، دملي امنیت دمشر  په منځ کي قوي همغږي وي وچاته سوال نه پیداکیږي، اولیري به نه وي چي ټول کارونه سم پرمخ ولاړسي.
ګیله ځکه د والي څخه کیږي چي والي دنظامي شورا ریس دی. دی کولایسي په قوي تدبیرسره هرڅه سم کړی. دی باید ترځان کښته مسولین ټول په خپل غیږکې ونیسۍ ترڅو دیوه اړخه سم کار ورکړي له بله اړخه وپوهیږي چي والي دومره غښتلي مشر اومسول دی، که چیري موږ په خپله دنده کي ناغیړي وکړو نو زموږ راپور مرکز ته ورکول کیږي موږ به د دندي څخه ګوښه سو.
خبره خوددي ځآیه ورانه ده چي والي هرمسول خپل سرته پریښي دی هیڅوک والي ته دوالي په سترګه نه ګوري.
ددي ټولو ګډوډیو څخه خلک په تنګ راغلي همدا اوس خلک په یوه داسي بدیل پسي ګرځي چي څنګه وکولایسي په حالاتوکي بدلون راوړي.
زما مشوره داده چي والي صاحب دي هرسړي ته دشک په سترګه نه ګوري.
والي صاحب دي دځوانانو،قومي مشرانو،علماو،دمدني ټولني داستازو دسیاسي ګوندونو داستازو سره خپلي اړیکي په دوامداره توګه وساتې ترڅونیکي مشوري ورکړي اوحالت ترخپل کنټرول لاندي راوړي ګڼي یوازي دعوایدو لوړ والی دده پرحال ګټه نه کوي، ځکه خلک هره ورځ دغمونو او مشکلاتو سره مخ دي. دګمرک عوایدلوړ سوي ګټه یي مرکز ته رسیږي فراه ولایت یو سرحدي ولایت دی په بدل کي یي مرکز څه ورکړي؟
 ددي لپاره چي نه سیخ وسوځي نه کباب والي باید په خپلو کړنو کي تجدید نظروکړي پرته له دي یي پایله ناوړه وینم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery