مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په ننګرهار کې د داعش ډلې دوه مشران وژل شوي

احمد فیصل
چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د داعش دوه ډلمشران وژل شوي، شپږ داعش وسله وال او د سيم باکس درې دستګاوې نيول شوي دي. د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د هادي خېلو په سيمه کې د داعش پر ضد عمليات کړي، چې په پایله کې د داعش دوه سرګروپان وژل شوي او شپږ نيول شوي دي. امنيه قوماندان د نيول شوو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يو شمېر دغو نيول شوو کسانو نومونه خپاره کړي دي. سرچينې د وژل شوو داعش سرګروپانو نومونه، غلام فاروق او ميرويس ياد کړي او وايي چې د هغوی وسلې يې هم نيولې دي. بلخوا امنيه قوماندان وايي چې پوليسو يې په سره رود ولسوالۍ کې د سيم باکس درې هغه دستګاوې نيولې چې له مخابراتي شبکو يې غلاوې کولې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery