مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الکترونیکي تذکره یعنی څه!

سمون بابر

الکترونیکي تذکره یعنی څه!
پداسې حال کې چې د نفوسو د احوالو د ثبتولو قانون د الکترونیکي تذکرې دپاره د ولسمشر فرمان په اساس تصویب او توشح؛ چې یاد قانون د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې کې درج او دحکمونو په رڼا کې یې وضع شوی دی. خو ددې خبرې فلسفه دا په ګوته کوي چې هغه وخت چې یو قانون وضع ، تصویب او توشح شي نو مخکینۍ قانون د عمل کولو وړ نوي. ددې سره سره قانون او سیسټم د نوې بدلون لپاره شتون لري ولې څوک نه غواړئ چې خپل غایه د ټولو ژوند لپاره روښانه لور ته بوځي.
 هویت یا پیژندنه: الکترونیکي (برېښناېي) تذکره د هېواد وګړو پیژندنې د موخې لپاره پکار وړل کیږي یا الکترونیکي (بريښنایې) تذکره چې د الکترونیکي دولتدارۍ بنسټ په نامه هم یادیږي یا په بل عبارت د یو رسمي او منل شوي واحد سند په توګه چې هر چیرې یې په ډاډه زړه  د ځان پیژندنې، خپل اعتبار ښودلو او مناسبو قانوني معلاماتو کې د اړتیا پر مهال ترې ګټه پورته کړي بلل کیږي. لکه څنګه چې الکترونیکې دولتداري پورته ذکره شوه او د یو هېواد په بدلون کې رغنده او بشپړ رول لري نو ددې ماهیت د رامنځته کولو لپاره د الکترونیکي تذکرې ویشل اړین دي.
ددې سره سره د الکترونیکي تذکره هغه رسمي سند دی چې د قانون د حکمونو مطابق د مطبوع (پولي کاربونیت) کارت په ډول د هېواد د تبعې د ملي هویت (پیژندنې) د تثبیتولو په منظور، چاپ او ویشل کیږي. همدارنګه الکترونیکي تذکره د الکترونیکي دولتدارۍ او الکترونیکي ټولټاکنو لپاره لاره هواره وي چې بشپړ کره والي ، محرمیت، شته والي او پوره امنیت سره د ښې حکومتوالۍ زمینه رامنځته کوي.
نوی الکترونیکي (بريښناېي) تذکره به پر ټکنالوژۍ متکي، خوندي، موثره او اغېزمنه وي. چې د وګړو یو ښه زیرمتون (ډیټابیس) چې بشپړ او کره معلومات لکه د شتو لوستو، نالوستو، ازدواج، انحلال او وفیات میزان لږ وخت کې  راڅرګند یا رامنځته کوي.
داچې هېواد اوس مهال د سترو بې شمیره امنیتي ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د تورنو وګړو پیژندنه په وخت سره زیات شمیر ستونزو سره مخ وي، نو د الکترونیکي تذکرو ویشلو سره نوموړو ستونزو ته د پاې ټکې کيښودل کيږي. ځکه چې یاد زیرمتون  (ډیټابیس) کمه ګړې کې ټول معلومات د ښیښې په مخه د ښې پریکړې دپاره په وخت سره راڅرګنده وي. همدا راز د خپل سره او بې سنده مخابراتي سیمکارټونه چې د امنیت لپاره ګواښ وي، ښه مدیریت او څارنه ، د جرایمو په وخت سره پیژندنه او نورو ډیرو امنیتي مسایلو کې رغنده رول لوبوي چې دا په خپله د امنیتي ستونزو کچه راکموي.
 الکترونیکي (برېښنایې)  تذکره کولې شي لاندې خدمتونه رامنځته او بنسټ کښیږدي لکه:
• الکترونیکي دولتداري
• الکترونیکي رائ اچونه
• الکترونیکي پاسپورت
• الکترونیکي زده کړه
• الکترونیکي نسخه (د درمل تجویز)
• الکترونیکي سوداګري
• الکترونیکي بانکداري
• الکترونیکي جواز سیر
• الکترونیکي اجازه لیک (لایسنس)
• الکترونیکي کرنه
نوی سيسټم به په پلانګذارۍ، سروې، ټولټاکنو او نورو زیاتو سکتورونو او برخو باندې د پام وړ اغیزی ولري. ددې ترڅنګ د الکترونیکي تذکرې ګټې او موخې  یو لوی بحث دی او نشو کولې چې په څو کرښو یا پاڼو کې یې سره راونغاړو- ولې د  شتونتیا تر بریده د الکترونیکي تذکرې ګټې په پورته توګه ذکر شوې.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery