مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند بزګر: کشمالې د کوکنارو غوره بدیل دی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د هلمندبزګر وايي، که د کشمالو په کښت کې دولت ورسره لازمې مرستې وکړي، نو له کوکنارو به لاس واخلي. دوی وايي، له دې امله چې دغه نبات په بهرنيو بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کيږي، همدارنګه روزنه او پالنه يې هم خورا اسانه ده، نو دوی کولی شي، چې په لږ لګښت خورا زياته ګټه وکړي. د هلمند د کرنې مسؤلين وايي، د تېرو کلونو په پرتله په زياته کچه کشمالې کرل شوې او په دې برخه کې د دوی سروې روانه ده، چې کره شمېرې به يې وروسته په ډاګه کړي. د هلمند د کرنې سرپرست رییس رفيع الله قلم سلام وطندار راډیو ته ویلي چې د دغه نبات کرلو ته په خپله خلکو مخه کړې. هغه يې د عمده لامل په اړه وویل، چې له يوې خوا دا محصول په بهرنيوبازارونوکې په لوړه بيه پلورل کيږي او له بلې خوا يې روزنه او پالنه د نورو نباتاتو په پرتلهآسانه ده. د کرنې سرپرست زياته کړه، چې دا مهال د کشمالي یا ريحان ترڅنګ لمرګولی، کونجتې اوځينې نورو نباتات ډېر دود شوي او د کوکنارو لپاره ښه بديل ګڼل کيږي، چې دوی د اړوند وزارت په مرسته ددې نباتاتو د کرکيلې د پراختيا لپاره هلې ځلې کوي. اخوا ځينې کروندګر هم دا تاييدوي، چې دوی پر دغه کښت کم لګښت کوي، خو برعکس حاصلات يې خورا زيات وي. دغه هلمندي بزګران زياتوي، چې د دغو بوټو کرل د دوی ابتکار دی، خو په وينا يې که دولت مرسته وکړي، نو دوی به د کوکنارو له کښت څخه ډډه وکړي. حاجي کوچي او جانان هغه بزګران دي، چې پخپلو کروندو کې یې د کشمالي ګل او کونجد کرلي. دوی وویل، خوخښ دي، چې پخپلو کروندو کې یې حلالې کرکیلې ته مخه کړې. دغه دواړه بزګران له دولتي چارواکو د بازار موندنې غوښتنه کوي. هغوی وایي، که چیرې دولت ورته پاملرنه و نه کړي، نو د کروندګرو اقتصادي حالت به همداسې ځوړند پاتې شي. د دوی په خبره، د کشمالو يو جريب ځمکه شاوخوا ۵۰۰ کيلوګرامه حاصل ورکوي، چې دا د نورونباتاتوپه پرتله لوړ دی اودولت بايد ددې د بازارموندنې په برخه کې هم پاملرنه وکړي، هلمند د هېواد په کچه لوی کرنيزولايت دی چې ۸۰ سلنه وګړي يې په کرکيله بوخت دي. بل لوری ته بیا د کرنې ریاست متخصیصن وایي، که چیرې په هلمند کې د کشمالي ګل کرکیله زیاته شي، نو کروندګر به دوه ډوله حاصلات لاس ته راوړي. د دوی په وینا د مچیو د ښه روزلو لپاره د کشمالي ګل کرکیله مفیده ده، چې د شاتو سربېره به یې ریحان هم په لاس راوړې وي. دوی وایيترټولو مهم دولتي لوری ته د بازارموندنې لویه ستونزه پرته ده، چې حل به یې کړی شي. د کرنیزو توکو متخصص حبیب الرحمن واکمل وایي، ریحان ګل ښه کرکیله لږحاصل او لوړه بیه لري، چې د لږو اوبو د اخیستلو ترڅنګ کیمیاوي کودو ته هم ډیره لږه اړتیا لري. د واکمل په وینا، کروندګرکولی شي تل کشمالې وکري ځمکه یې له هرډول وښو هم خلاص وي او ډېر څه لاس ته راوړي. که څه هم ویل کیږي هلمند یو له هغو ولایتونوهم دی، چې د هېواد ۹۵ سلنه کوکنار تولیدوي او نړېوال د کوکنارو د کرکیلې ورکېدو لپاره هرکال افغان دولت ته لسګونه میلیونه امریکایي ډالر ورکوي او دغو پېسو په باب زيات داسې راپورونه خپاره شوي، چې پر ځای نه دي لګول شوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery