مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند ساختماني تصدي پر دولتي شرکت بدلېږي

احمد فیصل
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د هلمند ساختماني تصدي دا پوتشنیل لري چې د بندونو جوړولو په برخه کې د یوه قوي دولتي شرکت په توګه فعالیت وکړي. د هلمند ساختماني تصدي یو وخت په هېواد کې د اوبو بندونو د جوړولو په برخه کې یوه فعاله دولتي تصدۍ وه، چې د کورنیو جګړو په پایله کې د نورو تصدیو په څېر له فعالیته ولوېده. دې تصدۍ د اوبو او برېښنا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه او اوس هم د برېښنا په وزارت کې د هلمند ساختماني تصدۍ په نوم یو ریاست شتون لري. د اوبو او برېښنا وزارت ویاند او سلاکار عبدالبصیر عظیمي وايي، چې که دغه تصدي پر پښو ودرول شي، د دې وړتیا لري چې د نورو خصوصي ودانیزو شرکتونو په څېر د بندونو د جوړولو په برخه کې فعالیت وکړي. عظیمي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، د اوبو او برېښنا وزارت په پام کې لري چې دغه تصدي پر دولتي ساختماني شرکت بدله کړي. نوموړي زیاته کړه، د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په پام کې لري چې د هلمند ساختماني تصدي د برېښنا شرکت په څېر پر دولتي شرکت بدله کړي. خو عظیمي وايي چې د دغه کار پر وړاندې یوه لویه ستونزه د یادې تصدۍ حقوقي شخصیت دی چې له دولتي تصدۍ څخه باید پر دولت شرکت بدله شي او قانون ور ته جوړ شي. د اوبو او برېښنا وزارت ویاند وايي چې خصوصي شرکتونه دا ظرفیت نه لري چې په افغانستان کې معیاري بندونه جوړ کړي. د هغه په وینا، هغه قراردادونه چې د دواطلبۍ له لارې خصوصي ساختماني شرکتونو ته ورکول کېږي، د دې وړتیا نه لري چې تر سره یې کړي او په کارونو کې پاتې راغلي دي. برېښنا وزارت سلاکار او ویاند وویل:«د بندونو جوړول په افغانستان کې یوه نوې مسئله ده، هېڅ کورني شرکت تر اوسه بند نه دی جوړ کړی.د بندونو د قرارداد د ورکړې یو شرط دا دی چې شرکت باید کاري تجربه ولري یعنې مخکې یې هم بندونه جوړ کړي وي، خو په افغانستان کې هېڅ کورنی شرکت نه کاري تجربه لري او نه دا ظرفیت لري چې بندونه جوړ کړي.» وزیرانو شورا په ۱۳۹۲ کال کې د مالیې وزارت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې یې د هلمند او سپین زر تصدۍ باید پر دولتي شرکتونو بدلې شي، خو تر اوسه عملي شوې نه ده. د افغانستان دولتي تصدۍ چې پخوا یې په بېلابېلو تولیدي، صنعتي او خدماتي سکتورونو کې فعاله ونډه درلوده، د کورنیو جګړو په پایله کې زیاتره یې له منځه لاړې او یو څه یې اوس هم نیمه فعالې دي. د دغو تصدیو کابو ۹۵ په سلو کې له منځه تللي او نورې یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په وروستیو څو کلونو کې د دولتي تصدیو سلګونه جریبه ځمکې غصب یا هم وپلورل شوې. ولسمشر اشرف غني شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د دولتي تصدیو له مشرانو سره په کتنه کې وویل چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د دولتي تصدیو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. ولسمشر ژمنه کړې وه، چې د تصدیو په چارو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې مخه به نیسي، په تصدیو کې د مدیریت ظرفیت او مالي بیلانس به رامنځته او کارکوونکي به یې له تشکیلاتي پلوه وارزوي. ولسمشر غني زیاته کړې وه، چې د زېربنايي پروژو په ځانګړې توګه د بندونو د جوړولو په برخه کې د دولتي تصدیو له لارې د ظرفیت رامنځته کول یوه حیاتي مسله ده او د ساختماني توکو د تولید په برخه کې باید پانګونه ترسره شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery