مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د مورخ او محقق محمد ابراهيم عطايي د ژوند ( ۸۵ ) يمه کليزه ولمانځل سوه .

benawa afghanistan
لودين
د قومونو او قبايلو چارو د وزارت له لوري په کندهار کي د مورخ ، ژورنالست او فرهنګي شخصيت اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي د زوکړي د ۸۵ يمي کليزي په مناسبت سيمنار جوړ سو . په سمينار کي د وزير او والي د ويناوو تر څنګ د ولس مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغامونه هم واورل سوه . مراسمو ته افغان ولس مشر ډاکټر محمد اشرف غني او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني هم پيغامونه راليږلي وه چي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک له لوري وويل سوه . په پيغامونو کي د ارواښاد عطايي پر فرهنګي ، ادبي ، ژورنالستيکي ، تاريخي او کلتور ژوند په اړه معلومات وړاندي سوي وه او هغه يي په دې برخه کي مخکښ ليکوال بللی وو . په پيغامونو کي پر ځوانانو ږغ سوی وو ، چي د مورخ او محقق محمدابراهيم عطايي اثار مطالعه او پر لاره يي قدمونه کښيږدي . د قومونو او قبايلو چارو وزير محمد ګلاب منګل او د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ارواښاد عطايي هڅي وستايلي او ټولنه يي مسووله وبلل چي د دا ډول شخصيتونو د ادبي ، فرهنګي او تاريخي اثارو په خپرولو کي خپل مسووليت تر سره کړي . تر تحليلي ويناوو وروسته د مقالو برخه پيل سوه ، د قومونو او قبايلو چارو د مرستيال او لوی ليکوال او شاعر عبدالغفور ليوال تر څنګ د کندهار مخورو او مشرانو ليکوالانو او څيړونکو خپلي مقالي وويلي . ليکوال ، مورخ او ژورنالست محمد ابراهيم عطايي پوره پنځه اتيا کاله مخکي په ۱۳۱۰ هجري شمسي کال کي په کندهار زيږيدلی او د ژوند يوه برخه يي د هيواد نه بهر تيره کړي ده ، نوموړی پنځلس کاله مخکي د اويا کلونو په عمر دا فاني نړۍ پرې ايښې ده . ارواښاد عطايي د کندهار، هلمند او پکتيا د مطبوعاتو د عمومي مديريتونو او په وروسته کي د افغانستان د علومو اکاډيمي د علمي غړيتوب په کلونو کي څه باندي نيمه پېړۍ تحقيقاتي، علمي، تاريخي، ادبي او ژورناليسټي ليکني وکړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery