مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-01   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په اروزګان کې ۸۰ تنه پوليس د طالبانو تر کلکلي محاصرې لاندي دي .

benawa afghanistan
لودين
سلطان محمد ناوه د دې ولسوالۍ نيمه برخه تشکيلوي او د تيرو څلورو ورځو پر مهال سلګونه وسله وال د زابل او غزني ولايتونو څخه ورغلي دي .
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه کې هغه اتيا تنه سيمه ايز پوليس د مرګ پر پوله دي چې د څو ورځو را په دي خوا پري درنه جګړه پيل سوي ده. د اروزګان ولايت د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې په سلطان محمد ناوه کي د ملا عبدالصمد د سيمه ايزو پوليسو قومندان او د هغه سرتېري شاوخوا اتيا تنه سيمه ايزو پوليس په يوه کلا کې تر کلکي محاصري لاندي دي او که چېري نن د ورځي تر پايه هوايې ځواکونه ور نسي نو دا سرتېري به يا خو وسله والو طالبانو ته تسليم او يا خو ووژل سي. سلطان محمد ناوه د دې ولسوالۍ نيمه برخه تشکيلوي او د تيرو څلورو ورځو پر مهال سلګونه وسله وال د زابل او غزني ولايتونو څخه ورغلي دي . د ناياب د مالوماتو پر اساس چې د ځمکي له لاري دغه سرتېرو ته رسيدګي نسي کيداى ځکه چې شاوخوا ٣٥ کيلومتره د خاص اروزګان ولسوالۍ د مرکز څخه ليري دي او همدا ډول په لاره کې د وسله والو مخالفينو شتون هم هغوى ته د اکمالاتو د کولو مخه نيولي ده. ناياب د مرکزي حکومت او په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو او نورو ځواکونو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره اقدام وکړي . نوموړي دا هم وويل چې په سيمه کي تر دې مهاله څلور تنه پوليس وژل سوي او شپږ تنه نور يې ټپيان سوي دي. ناياب په دي درنه جګړه کې د ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلي خبره وکړه او وايې چې لا هم درنه جګړه روانه ده. تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery