مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان کرنیز سکټور لوړو لګښتونو له سیالۍ غورځولی

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
په افغانستان کې انګور په لوړه بيه د ودې په حال کې دي، خو غنم، وريجې، بانجان، رومي او کچالو د توليد د لوړ لګښت په سبب ونه توانېدل چې له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د پاکستان او ايران له محصولاتو سره سيالي وکړي. په افغانستان کې د کار د نړيوال سازمان د دفتر مشر هيديګي کاګوش په کابل کې « په کرنيز سکتور کې د کارکونې لپاره د افغانستان سيالي او د کرنيز ارزښت کړۍ» تر نامه لاندې د يوه خپاره شوي راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې د غنمو، وريژو، رومي بانجانو، کچالو او انګورو سکتور په رقابتي ډول په افغانستان، ايران او پاکستان کې تر مطالعې لاندې نيول شوى دى. زنځيره يي (Value Chain) د هغه عملياتو ټولګه ده چې په يوه صنعت کې په زنځيريي ډول ترسره کېږي، څو د ارزښت پيدا کېدو سبب شي. هغه وويل چې له انګورو او مميزو پرته چې په لوړه بيه د ودې په حال کې دي، په افغانستان کې نور انتخاب شوي کرنيز سکتورونه له ٢٠٠٧ کال نه تر ٢٠٠٢ کال پورې د پاکستاني او ايراني محصولاتو د ټيټې بيې له سيالۍ زيانمنېږي. انګور د دغو سياليو پر بنسټ، سره له دې چې د انګورو او مميزو بيه د څېړنې په دوره کې د دوو هېوادونو له بيې لوړ ده، خو د محصولاتو او پلور د ښه مارکېټ په سبب د کارموندنې د ودې په برخه کې له غني پوتانشيل څخه برخمن دي. سرچينې ليکلي چې د افغانستان مميز په ځانګړي ډول د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله د ودې لوړه بيه درلوده او له مناسبو ستراتيژي طرحو سره کولاى شي د شاوخوا ٢٠ کارونو د پيدا کېدو سبب شي چې په اوونۍ کې له ٤٠ څخه تر ٤٥ ساعتونو پورې کېږي. معلومات څرګندوي چې افغانستان په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د دريو هېوادونو په منځ کې تر ټولو ګران بيه و او دا اختلاف په ٢٠١٢ کال کې هغه مهال زيات شو چې د پاکستان غنمو د ايران د غنمو په پرتله د بيې له اړخه لوړ مقام خپل کړ. په دغه راپور کې همدارنګه څرګنده شوې، د پاکستان ګمرکي شمېرې لاسته راوړنې څرګندوي چې د غنمو او د غنمو د اوړو صادارت افغانستان ته د ډېرېدو په حال کې دي. سرچينه ليکي چې په پاکستان کې د غنمو توليدات د افغانستان څلور چنده دي او د غنمو د توليد لګښت د افغانستان په کروندو کې د پاکستان د غنمو توليد د لګښت په پرتله لوړ دى. وريجې د افغانستان وريجې په ٢٠٠٧ کال کې د بيې له اړخه د دريو هېوادونو تر منځ د جدول په سر کې وې خو په ٢٠١٢ کال کې د پاکستاني له وريجو سره برابرې شوې، په داسې حال کې چې د ايراني وريجو بيه د څېړنې په دوره کې چټک کمښت څرګندوي. رومي بانجان په ٢٠٠٧ کال کې د افغانستان تازه رومي بانجان او روب د سيالۍ د بيې له اړخه په دريو هېوادونو کې اول مقام درلود، خو په ٢٠١٢ کال کې د ايران له رومي سره برابر شو او په ورته وخت کې د افغانستان رومي روب ونه توانېد چې د کيفيت له اړخه سيالي وکړي. په راپور کې همدرانګه راغلي چې افغانستان ته د ايران مشتق شوي صادرات او محصولات په کلي ډول د ودې ګراف څرګندوي. کچالو ياد بنسټ موندنې ښيي چې د افغانستان کچالو په ٢٠٠٧ کال کې د بيې د سيالۍ له اړخه له پاکستان نه وروسته دويمه درجه کې وو، سره له دې چې موسمي او محصلاتي بدلونونه يې سره متفاوت دي. سرچينه ليکي چې د دې مودې په اوږدو کې په افغانستان کې د کچالانو بيه مخ پر لوړېدوه وه. سرچينه زياوي چې د ايراني کچالو د بيې چټک کمښت، دا هېواد په ٢٠١٢ کال کې د بيې له اړخه ډېر مخکې کړ او په پايله کې يې د پاکستاني او ايران د کچالانو سوداګريز واټن د زياتېدو په حال کې دى. د دغه بنسټ موندنې دا څرګندوي چې د افغانستان کرنيز سکتور د پاکستان په پرتله په عمومي توګه د توليد له لوړو لګښتونو ځورېږي او لګښتونه د لوړېدو په حال کې دي، په داسې حال کې چې د ايران کرنيز توليدات د توليد له لوړو لګښتونو سربېره د بيې له اړخه سيالۍ ته لوېدلي دي. په راپورکې يادونه شوې چې په افغانستان کې د کرنيزې لاس مزدورۍ بيه په ٢٠٠٧ کال کې له پاکستان لوړه وه او دا توپير په ٢٠١٢ کال کې زيات شو. د افغانستان د کرنيزې لاس مزدورۍ نرخ په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې په ورځني ډول تر ٢٠١٢ کال پورې له څلورو ډالرو څخه ٦،٨٧ ډالرو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې په پاکستان کې لاس مزودري د همدې مودې په جريان کې له ٣،٠٥ څخه ٣،٣٢ ډالرو ته په ورځني ډول لوړه شوې ده. د دغو موندنو پر بنسټ، د توليد کليدي عوامل لکه اوبه، برېښنا، سره او نور هغه څه دي چې افغانستان ته يې د پاکستان پر وړاندې ډېر نا مساعد موقعيت ور په برخه کړى دى، په داسې حال کې چې ايران په ډېر بد وضعيت کې دى. سرچينې ليکلي چې د توليد د مخ پر ودې بيې د کروندګرو پر ګټه، پروسس کوونکو او صادروونکو فشار راوړي چې د انګورو او کچالان کروندګر د ٢٠٠٧ او ٢٠١٢ کلونو تر منځ کمه ګټه ترلاسه کړي. په افغانستان کې د کار د نړيوال سازمان د دفتر مشر وويل چې کرنه د افغانستان په اقتصادي سکتور او کاروبار موندلو کې حياتي رول لوبوي، پراخه او تلپاتې ودې ته د رسېدو په موخه د کاري فرصتونو رامنځته کول ډېر مهم دي. هغه زياته کړه چې د افغانستان د کرنيز ارزښت زنځيري او په کرنيز سکتور کې د کاروبار لپاره د افغانستان سيالي له لومړيتوبونو څخه دي چې تېر کال د افغانستان له خوا وړاندې شول او بايد پاملرنه ورته وشي. محمد صابر پردېس چې د راپور د خپرېدو په ناسته کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په استازولۍ خبرې کولې، وويل چې دا راپور د کرنيزو زنځيرو له ارزښت څخه يوه روښانه انځور دى او پر بنسټ يې کولاى شي چې د کار کسب او نورو برخو لپاره ګټورې کړنلارې چمتو شي. نوموړي ټينګار وکړ چې د کار موضوع بايد يوازې په کار وزارت پورې ونه تړل شي، بلکې بايد د دولت او نورو بېلابېلو سکتورونو لپاره يوه ګډه او ملي اجنډا وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery