مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : د طالبانو د نوي د سولې ضد خبري وغندل سوې .

لودين
د کندهار يو شمېر ديني عالمانو، مشرانو او مدني فعالانو د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور هغه خبري وغندلې، چي د افغان حکومت او طالبانو سولي ته يې د پردۍ دسيسې نوم ورکړی وو. په دې اړه نن په کندهار کي لويه غونډه جوړه سوې وه. د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني وويل، چي پردۍ دسيسه په افغانستان کي روانه جګړه ده چي له څلورو لسيزو راهيسي ادامه لري. د فيضاني په خبره امريکا او پاکستان نه غواړي ، چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله وسي او په عين حال کي يې د ملا منصور هغه خبري هم وغندلې چي طالبان يي د جنګ ادامې ته هڅولي دي . د کندهار د ولايتي شورا غړي عطاء الله عطاء هم د نوي طالب مشر څرګندوني د سولي لپاره خنډ جوړوونکي وبللې. د هغه په خبره افغانان قراردادي سوله نه، بلکي رښتينې سوله غواړي چي د هيواد ټول وګړي پر ارامه کړي. مدني فعال احمدشاه سپر په جوړه سوې غونډه کي وويل چي ګاوندي هيوادونه نه غواړي ، چي په افغانستان کي سوله راسي. هغه په دې اړه پاکستان ته ګوته ونيوله، چي په وينا يې پاکستان دوه مخې پاليسي چلوي او په يو او بل نوم سره په افغانستان کي جګړې ته دوام ورکوي. سپر د ملا منصور خبري د پاکستان په اشاره وبللې. بلخوا د طالبانو د رهبرۍ شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلى او اعلان يې کړى چې د ملا محمد عمر د فاتحې تر مراسمو وروسته به نوى مشر د دوی د شورا له خوا وټاکي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery