مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د امریکا ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته د افغان حکومت د بودجې له لارې لګول کېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
افغانستان په لومړي ځل د امریکا ۸۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته د ملي بودجې له لارې لګوي. د امریکا متحده ایالتونو د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې امریکا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال له افغانستان سره د اته سوه میلیونو ډالرو وړیا مرستې اعلان وکړ. دغه پیسې د څلورو کلونو په موده کې یعنې له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې هر کال ۲۰۰ میلیونه ډالره د افغانستان دولت ته ورکول کېږي. د دې مرستې د یوې برخې د سپارلو هوکړه لیک چې سل میلیونه ډالره کېږي، پرون د افغانستان د مالیې وزیر او د امریکا د پراختیايي ادارې ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو. د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا دغه مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي پراختیایي مشارکت په چوکاټ کې په وړیا توګه ترسره کېږي. عبدالرحیمزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې یاد اته سوه میلیونه ډالره چې د امریکا د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د افغانستان دولت ته منظور شوي وو، د څلورو کلونو په موده کې افغانستان ته ورکول کېږي. هغه زیاته کړه، چې د پرونۍ هوکړې له مخې به د دې مرستې سل میلیونه ډالره افغانستان ته ورکول کېږي. د عبدالرحیمزي د معلوماتو له مخې سل میلیونه نور به د روان کال تر پایه پورې افغانستان ته ورکړل شي چې په دې توګه به په ۲۰۱۵ کال کې ټولټال ۲۰۰ میلیونه ډالره شي. دی زیاتوي چې پاتې ۶۰۰ میلیونه ډالر به په راتلونکو دریو کلونو کې افغانستان ته ورکړل شي. د مالیې وزارت ویاند وايي، په دې اته سوه میلیونه ډالري مرسته کې مهم ټکی دا دی چې افغانستان په لومړي ځل نړیواله مرسته له خپلو لومړیتوبونو سره سم د ملي بودجې له لارې لګوي. ښه حکومتولي، مالي ثبات، له فساد سره مبارزه، د بنسټیزو پروژو پلي کول، اصلاحات او د بې وزلۍ د کچې راټیټول؛ د افغانستان د دولت له لومړیتوبونو څخه دي. د هغو شمېرو له مخې چې د امریکا د مرستو نړیوالو ادارو خپرې کړي، ښيي چې له افغانستان سره په تېرو دیارلسو کلونو کې تر سلو میلیاردو ډالرو ډېره مرسته شوې ده. خو د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او وده کې د دغو مرستو اغېز ډېر لږ دی او د دې مرستو د نه اغېزمنتیا یو لوی لامل هم د بهرنیانو له خوا د مرستو مستقیم مصرف ګڼل کېږي. شنونکي وايي، که نړیوالې مرستې د افغانستان له لومړیتوبونو سره سم د ملي بودیجې له لارې ولګول شي، اغېزمنتیا او ګټه به یې ډېره وي. د افغانستان حکومت هم په ۲۰۱۱ کال کې د توکیو په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره کېدونکي مرستې د افغانستان د ملي بودیجې له لارې مصرف کړي. د مالیې وزارت وايي چې د ملي بودجې له لارې مصرفېدونکي مرستې اغېزناکې دي. د امریکا متحده ایالتونه هم دغه ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته په مشروط ډول افغانستان ته ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery