مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ملي امنیت په هېواد کې د ملا محمد عمر پر مړینه د خواخوږۍ څرګندولو په غنډو بندیز لګولی

احمد فیصل
د ملي امنيت عمومي رياست د هېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د ملا محمد عمر په مړينې د خواخوږۍ د څرګندولو په موخه د هر ډول غونډو مخنيوى وکړي او هېوادوال دې هم په کې ګډون نه کوي. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ زېږديز کال د اپريل په مياشت کې د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه روغتون کې په مرموز ډول ووژل شو. سرچينه کاږي، نوموړی د افغانستان په معاصر تاريخ کې د هېواد د شاته پاتې کېدو او جګړې لوی لامل و. سرچینې زیاته کړې ملاعمر د طالبانو د تحريک له جوړېدو راهيسې د ده تر مرګه د پرديو په لمسون د زرګونو بې ګناه افغانانو د وينې تويېدنې مسووليت پر غاړه لري. ملي امنیت وايي د ده لمانځنه، د ده په مړينې خواخوږي او د ملا عمر مکتب ته تبليغ د افغانستان له ملت سره لويه جفا او وژل شويو زرګونونو افغانانو ته سپکاوی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery