مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لست داستان ( اوله برخه )

شهرت ننګيال

   شهرت ننګيال 
خوسا ډنډ او چټلي په کاڼو مه وله، که نه ستا لمنې ته به هم در باد شي ... تاسې به ليدلي وی چې د چټليو تر څنګ خلک کرار او پل نيولي تيريږي، پايڅې پورته نیسي. ما نه غوښتل د چټليو دغه ډنډ په تيږه وولم، که کله مې له څنګه په تیرېدو ځان اړ ګڼلی، پايڅې مې پورته نیولي، په کراره مې ګام اخيستی ...
ما به کله هم په دې اړه خوله نه وای چوله کړې، که د قانع صاحب له کاڼي زما لمنې ته چټلي نه وای را باد ...
بيا مې هم د شيخ فریده پټه خوله دې بهتریده غوره بلله، که مينه والو د وضاحت غوښتنه نه وای کړې ...؟
کابل ته له ستنیدو مې کلي ته د تلو پرېکړه وکړه، خپلوانو راته کړه له لاسه ځان هلاکت ته مه غورځوه ...
د وطن حالات هغسې نه دي، د سړي سا ډوبيږي او تا چې د لندن ټاپه خوړلې ...؟
وايي که ګور ګران دی، د مړي ورته ناکام دی ...
دا جهان قصابخانه کړه خدای و ما ته
    پا بسته ولاړ په غولي د قصاب يم
زړه مې و نه غورځاوه د کلي ژوند مې پيل کړ ...
چې سړې شړومبې يې چښم بر وخت د اوړي 
     پاچاهي د اورنګزيب ده زما غړکه
ما هورې دغسې يوه پاچاهي ورغوله، د کتابونو مجاور شوم ... د خپل ژوند د يواځيني خزانې په پيره ودرېدم ...
په منصب پورې خوشال خټک نوکر و
    چې منصب ور څخه ولاړو اوس پاچا دی
پاچاهي يې بولې که د وچې خاني، ځان مې بسيا او هوسا ګاڼه ...
که څه هم کلي کې د ټولنيز ژوند د اوښتې پاڼې لوستل او پوهیدل اسانه نه و، د دغه متن نه شرحه وه، نه حاشيه، لمنليکونه، پاورقي او ماخذونه.
ما له سره د ژوند الف با لوستو ته ګونډه ماته کړه ... له بلې خوا کلي کې مې استوګنه ډېرو ته يو سوال بلکې شک ګرځیدلی و ... ما د چا سر په دې نشوای خلاصولی چې دغو الماريو کې ايښي کتابونه زما د ځوانۍ او ټول ژوند پانګه بلکې ټول ژوند دی ... له دې پرته زه ژوندی نشوای پاتیدای، بيا به يو لاش وم، بې دمې، بې روحه لاش ...
دوئ ګرم نه وو، لندن چا په سپيره کلي ورکړی، هغه هم د جګړو او خشونت په دوړو، ترینګلتياوو ډوب هغه ...
نه نټ نه ټيليفون – يواځې آزادي راډيو دې غوږ پورې نیولی شوای ... نور نو نولسمې پيړۍ ته ورته ژوند، نه اسانتياوې، نه د اړتياوو، اړينو غوښتنو د پوره کيدو کومه هيله او شونتيا ...
د ژوند خواهشات او غوښتنې ورو ورو را لنډيدې ... سبناری له شين تريخ چای سره او غرمه له سړو شړومبو سره ... بيګا له کروندو پټيو دومره سابه تر لاسه کيدای شوای چې ډوډۍ ورسره تيره شوې وای ...
د سرکار له فاسد او مفسد جوړښت مې پر زړه د صبر غټه تيږه اېښې وه ...
ډګروال قذافي د عرب ليګ غونډه کې له سعودي واکمن سره په مخامخيدو له جیب دستکش راویستل، په لاس یې کړل بیا یې د روغبړ لاس ورکړ ...
ما به ملګرو ته په همدې حواله ورکوله چې که له تصادف سرکار سره مخامخ شم جیب کې مې دستکش وي ...
دوه واره مې له ښاغلي خرم سره له وزارت وروسته او رياست د مخه ليدلي ... هغه وخت ده کومه رسمي دنده نلرله او يو ځل مې د برحال والي په ليدو ځان حانث کړ ... دا يوه جلا کيسه ده چې بل وخت ته يې پريږدم ...
نه مې له ښاغلي خرم سره په کومه شخصي مساله خبري کړي او نه مې والي ته د ځان لپاره کومه غوښتنه ايښې ...
بسم الله محمدي مې د مدرسې د وختو انډيوال و ... قانوني او د اوقافو وزير ډاکتر يوسف او ډېری نور همصنفيان  ...
په خدای کې مې ورسره ليدلي ... بسم الله خان زما په پوښتنه چا په غيرت صاحب اړولی و ... خو ما بيا هم ورسره ونه ليدل ...
قانع صاحب زما په اړه خپلې اندېښنې نشوای پټولی ... د ده لویه اندېښنه زما ژوند ته وه، ان چې ډېرې يې پخپله خبره مجرمانه غفلت پړ بللم ...
يوه ورځ يې را ته کړه وريږي هورې ضایع شم ...
- قانع ګله ! زه کابل کې د ژوند مخه نه وينم ... ده راته ويل که دا مخه زه در پرانيزم ...؟
ما ويل هسې نه د کارغه کانه راوشي چې نيولې روژه يې په غولو ماته کړه ...
بله ورځ يې را ته کړه د سرحدونو وزارت کې يې ده ته د مشاوريت واړندیز کړی، خو ما ته په ګوتو ورکړې ...؟
ده زه وهڅولم، زما هم پښه وښوييده  ...
قانع صاحب راته کړه ته څو ورځې کابل کې پاتې شه ... د اګست پر ۲۷ مه ۲۰۱۳ یې په ټيليفون خبر راکړ چې وزارت کې له اکرم خپلواک سره ګورو ... زه د خوشالخان مينې کلای وزير څلورلارې ته ورووتم ... دی خپل موټر کې راغی خورا خوشاله ښکارېده ...
سرحدونو وزارت لکه پوځي فرقه داسې و، د ((جنجال)) په کږو وږو لارو، لويو وړو پاټکونو تير شوو ...
نه موټر چا دراوه ... نه له کومې پوښتنې سره مخامخ شوو، هر ګرځندي، پاټک کې يې د قانع صاحب پر تاوده روغبړ هر کلی کاوه ...
موږ نيغ د وزير کوټې ته ورغلو... وزير په موسکا روغبړ وکړ ... دی يې طلوع تلویزون ته د يوې لنډې مرکې لپاره بللی و ... موږ ته يې کړه تاسې به کینئ ... زه راګرځم د تازه وچو ميوو ډک لوښي یې زموږ مخې ته کيښودل ...
وزير خپل دستيار ته وویل يواځې يو موټر به راسره ځي ...
قانع صاحب ته وايم که خپلواک د موټرو کاروان کې د تګ راتګ کلتور مات کړي، انقلاب به يې راوستی وی ...
ويل لږ ساړه خوره ... دا ټول د چوکۍ او مقام تاکتيکونه دي ...
۴۵ دقيقې به وتلې وې چې خپلواک په الوتې بڼه راوګرځيد ... داسې ښکاريده مرکه کې یې ځورولی یا څنډلی وي ...
ده له کيناستو سره څو واره په ټيليفانه له طلوع د خپلو خبرو د يوې بلې برخې د ايستو غوښتنه کوله ...
ما ورته کړه که دغسې قيچي پسې راواخلې خپرواي ته به څه پاتې شي ...؟
ويل: همداسې ښه ده، چې لفافه کې تيره شي ....
ما ويل ښه دې وویل د استاد الفت په خبره، وينا، مرکه خبره ... د تانیث نښې لري ځکه خو په پرده کې چې تاسې يې لفافه ګڼې ښې ښکاري ...
د خپلواک لومړۍ پوښتنه له ما د بهرني پاسپورت وه ...؟
لکه زما د ګناه او جرم دوسيه يې را اړولي وي ... ما چې د ده پوښتنې ته د ځواب ټکي لټول، ژبه مې تالو پورې نښتې وه ... ده ته مې مخامخ نشوای کتلی، په ټيټو سترګو مې ايله له خولې هو! وایستی شو ... سترګې مې ورپورته کړې ... څيره یې غوړېدلې وه ...
خپلواک د وزارت له خپرونو سر ټکاوه ، غوښتنه يې دا وه چې دې برخه کې ورسره لاس وکړم. ده ويل د کورنيو، بهرنيو سلاکارانو او ځينو پوستو لپاره قراردادي بستونه لرو ... د بهرنيو هغو معاشونه لوړ دي ... لوړ ټکی یې په نرۍ موسکا له خولې ووت ...
غرمنۍ مو وزارت کې له ده سره وخوړه ... ده د چای وويل، خو موږ ترې رخصت شوو ...
قانع صاحب را ته کړه هسې په غار ننوتی وې ...؟
ما ورته د حميد بابا شعر تير کړ:
څه زمري کړل زمانې د تماشو  
ننوځي يې په غر ګيدړ پيشو
ده وویل بيا به له خیره بنډارونه تاوده شي ... چې ستا ځایګی ديره معلومه شي یاران خپله راټوليږي ...
خدای به بیا زاړه یاران سره را ټول کا 
تورې خاورې به پر سر در نتبول کا
دريمه ورځ قانع صاحب را ته کړه ماښام د خپلواک کور کې ميلمانه يوو ...
موږ له ماښام وړاندې د ده کورته ورسيدو ... وروسته خوشال روهی هم راغی، دوه تنه نور هم په يوه څه ځنډ راورسيدل ...  وحيد احمدزي ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني د نوماندۍ له اعلان خبر کړو ... دی له ډوډۍ وروسته په کوم کار پسې ولاړ خپلواک له اسماعيل یون سر ټکاوه چې پر پښتونستان څلورلارې يې پښتونستان بورډ لګولی ... ګويا دا یې د سرکار کار کې د ده لاسوهنه بلله ...
ما ورته کړه : تا ته ډېرې حیاتي چارې په مخ کې دي ... پښتونستان بورډ ولګيد، خو پښتونستان جنډه پاتې ده ... لوحه يون ولګوله، بيرغ تاسې پورته کړی ...
قانع صاحب د حکومت ګوتو په شمار ورځو ته اشاره وکړه، خو ښاغلي خپلواک وويل : لومړی خبره دا چې په ټاکلې نيټه ټاکنې ناشونې دي، دویمه دا چې ټاکنې خپله موده کې نشي راټوليدای، دريمه دا چې د ټاکنو پايلې غوڅې نشي راختلی، فلهذا دا موده لنډه نه ده ....
ما ورته کړه لکه ښاغلي کرزي د سلطنت تابيا نيولې ...؟
ويل څوک چې د اقتدار دڼد ته وغورځيد، لاس پښې وهل یې مجبوريت راخيژي، که نه ډوب دی ...
دې پسې د وردګو د لرې کړای شوي والي په اړه بنډار وغزېد ... چې څرنګه له دندې ګوښه شو ...؟
د خپلواک په خبره لوی لامل یې کرپشن او بې کفايتي وه ...؟ قانع ويل تر اوسه په درغليو او بې کفایتۍ څوک له دندې لرې شوي ...؟
خپلواک ويل ستا خبره سمه ده خو هر څه يوه لاره او حد لري ... هر شی چې له چوکاټ او چتې ووځي رسوايي يې نشي پټيدای ...
هلته ناست ځوان چې تر اوسه یې يوه خبره له خولې نه وه وتلې له دندې د والي د ليرې کيدو غټ لامل د ده په خبره خس دوزي و بلله.
ولسمشر کرزي چې ډېر بد وړي له خس دوزۍ يې وړي ...
دی حصه بقدر جثه پاموړ ګټي ... يووالی باید دومره نه وي لويدلی، چې له هټيوالو د ښاروالۍ په قلنګ کې هم خپله برخه غواړي ...  بيا پرنټ او ټولنيزو رسنیو د چوکي تر لاسه کولو لپاره د لیري شوي والي وارخطایی ته خبرې ورو غزیدې ...  په طنز او ټوکو به چا يوه کيسه یاده کړه ... چا بله فقره ...
يواځینۍ جدي خبره د پښتونستان ورځې د لمانځلو وه ...
ما ورته کړه د افغانستان په ملي تقويم کې دا ورځ د پښتونستان په نامه درج او ثبت ده ... له پښتنو بلوڅو سره د پيوستون په څير بدعتونه باید له تقویم وایستل شي.
بله دا چې د انټرکانټيننټال پر ځای ښه ده پښتونستان څلورلارې کې د پښتونستان بيرغ په پورته کولو ولمانځل شي ...
ما د خوشالخان لیسې په اړه ياده کړه چې دغه لیسې پښتونستان غورځنګ د ملي سياست په سټيج ځلولی، ځکه خو بايد رحمان بابا او خوشالخان ته ځانکړی پوهنتون پاموړ وبلل شي ...
خپلواک خوښه کړه، خو د لومړي ګام په توګه يې ايله څورلسمو ټولګیو ته د دغو ليسو ارتقا شونې وبلله ...
په هر صورت غونډه انټرکانټينټال کې جوړه او پر مکلفه ماښامنۍ پای ته ورسیده،
بله ورځ قانع صاحب په ټليفون د خپلواک د تره له وژل کيدو را ته وویل
پاتا د ده کور کې وه ... ډاکتر اشرف غني او ډيری لویان پاتا کې حاضر وو ...
يوه ځوان قانع صاحب ګوښې ته کړ ... ويل چې یو مړ نشي، بل مړیږي ... موږ تاسې به د خیرات په ډوډۍ ځانونه ماړه کړو او خپلواک به له ولسي جرګې د باور رايه کره کړي ...
د ده په خبره د خپلې ګټې لپاره تره څه چې خلک د خپل پلار پر مرۍ هم چاړه تيرولی شي، خر پلار کړه جوړ پرې کار کړه...
له ډوډۍ وروسته د مخه ښې پر وخت خپلواک يو ځل بيا ډاد راکړ چې په نن سبا کې به کار خلاص کړي ...
قانع ورته کړه دی به دغه اوونۍ له کلي را ولیږدي ... ويل بالکل ... بالکل، ضرور حتماً ...
بله ورځ قانع په ټيليفون خبر کړم چې منظوري اخيستل شوې ... زاخيلوال موافقه لري ... ته نور راولیږده ...
زه چې کابل ته شیوه شوم پر دريمه ورځ ماښام ښاغلي خپلواک پر ټيليفون يو ځل بيا ډاډ راکړ چې څرنګه يې د باور رایه واخيسته، ستا کار به خلاص وي ...  د ده په خبره دغو شپو ورځو کې له وکيلانو سره بوخت دی ... د دوئ خولې او ګيډې دومره لویې دي چې په اسانۍ يې څوک نشي ډکولی ... بښنه غواړم چې ستا احوال مې ونه خیست، له کلي مو په لیږد خوشاله شوم...  بس د څو ورځو خبره ده. ما کلي کې په خپل لاس پاچاهي ړنګه کړې وه ... د کابل مساپر وم ...
خپلواک د باور رایه واخيسته ...
د لوړې مراسم پای ته ورته ورسیدل ... اوونۍ په مياشت وواښته او مياشت پر مياشتو ورګډه شوه  ...
قانع صاحب یو په بل پسې ډاډ راکاوه ... تر هغې چې د ډالري لست يوه برخوال را ته کړه :
- خپل کار ولې نه خلاصوې ...؟
- څرنګه يې خلاصولی شم ...؟
- دومره ساده خو نه یې ...؟
- په خدای کې پوهیږم
- زه به دې سر خلاص کړم
- بسم الله
- بسم الله دا چې بهرني سلاکاران له ۸ زرو تر څورلس زره ‌ډالرو معاش اخلي ...
- زه بهرنی نه یم ...؟
- پاسپورت دې بهرنی ده ... دا قیمت د سر نه د پاسپورت دی
- نو بيا
- بیا دا چې دوه زره یې ستا ...؟
- نورې ...؟
- د هغه چا چې پر تا دوه زره لوروي
- درغلي نه ده
- دلته همدا دود دی ... ګټه به ټاوان کې ده
- زه له ګټې تاوان پورته ګورم
- دوزه زره ډېرې دي
- ما ته زر هم ډېرې دي
- بيا څه ته ګورې ؟
- ضمیر ته
- ضمیر ځان سره ساته پاسپورت ما ته راکړه، چې کار خلاص کړم
- زما د پاسپورت شرم بس دی ... په بل ځان نشم اړولی ...
په دې توګه کیسه پای ته ورسیده نه د خپلواک درک معلوم شو، نه ما پوښتنه وکړه ... د پيښورو خبره لږ څه کې بچ شوم – الحمدالله
     
( تفصل بیا )

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery