مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملا عمر د مړینې ورسته د طالب مشرانو ترمنځ د واک جګړه

ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : فرانکفورته الګمینه څیتونګ


 

لیکواله : آغلي فدریکه بوګه 

دسپیڅلي جګړې ترنامه لاندې د ملا عمر د مړینې څخه ورسته د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ اوس په بربنډه توګه د واک ترلاسه کولولپاره د اختلاف نښي نښانې را څرګندي شوې. له دې سره د طالبانو ویش او انشعاب شونې شوي دی.
یو سړی چې ۲۰۰۱ کال د دسامبر میاشتي راهیسې د ده په اړه تر اوسه هیڅ راز کره مالومات شتون نه درلود، آن د ده د مړینې څخه ورسته هم څوک نه پوهیدو، چې دی مړ شوي دی. په ریښتیا سره چې ملا عمر د باور نه کیدونکې واک او اغیز خاوند وو.
څوارلس کاله مخکې کله چې امریکې او متحدینو یې د سختدریځو طالبانو ورستي مرکز کندهار ونیو، د طالبانو مشر او د طالبانو د غورځنګ بنسټګر په یو موټرسیکل سپور شو او د پاکستان په لوري تری تم شو. له همدې مهال دی بیا چا ونلید. ورسته داسي ګنګوسي خپري شوې، چې دی د پاکستاني پوځ د استخباراتو او د پاکستان د اې ایس اې شبکې په لاس لویدلي دی. نورو بیا ویل، احتمال لري، چې دی مړ شوی وي.
پخواني کلیوال ملا محمد عمر نه کومي ځانګړي زده کړي لرلي او نه کوم ځانګړي کریسماتیک شخصیت وو، دا خبري هغو لږو لویدیځوالو چارواکو کړي دي، کومو چې له ده سره ناسته پاسته او لیدنې کتني کړی دي. دوی وایي، ملاعمر یو عادت درلود، ده به خپلي مهمې پریکړې د خپلو لیدلو خوبونو پر بنسټ اساس ورکولو. له همدې امله د پاکستان پخواني ولسمشر پرویزمشرف په خپلو یاداشتونو او خاطراتو کې لیکې: ،،ملا عمر په یو بل عصر او زمان کې بند پاتي دی، دی د نن ورځي له واقعیتونو سره هیڅ سمون نه خوري،، .
د دې سربیره د طالبانو غورځنګ او د طالبانومشرتابه شورا کلونه کلونه د ملاعمر د ژوند دورستيو نښو نښانو سره له ویرې او یا غلط تصور پر بنیاد د ده څخه د امیر په توګه اطاعت او بیعت کړی وو. آن د القاعدې مشر ایمن الظواهری شخصاًپه مسلسل ډول د ملا عمر څخه خپله وفاداري اعلان کړي او بیعت ورته کړی وو. همداسي د امریکې حکومتي چارواکو هم د طالبانو سره د خبرواترو په هڅو کې د ملا عمر شخصیت ته ځښت ډیر ارزښت قایل شوي وو. امریکایانو به ویل، چې د سولې خبراترو مرکچیان شخصاً د ملا عمر له خوا تایید شوي دي.
په کال ۲۰۱۰ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې متحدو ایالاتو ځانګړي استازي ریچارد هولبورګ د،، ده نویارک ټایمز ،،مجلي په یوه مرکه کې ویلي وو.،، دی په دې باور دی، چې ملا عمر د دوی لپاره په باورنکیدونکې ډول خورا ډیر مهم دی، ملا عمر یو العام بښوونکې ځواک دی، دا به زموږ لپاره ډیر اغېرمن پریوځي، چې یا دی باید ونیول شي او یا ووژل شي،،.
د تیري چارشنبه راهیسې د هغه مړینه رسماً تایید شوه، چې ملا عمر د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې وفات شوي دی. که څه هم په دې اړه تر اوسه هیڅ راز کره شواهد او ثبوت نه دي وړاندې شوي. د دې خبر د خپریدو سره طالبانو ته او د افغانستان خونړي کړکیچ ته خورا ګراني پایلې به ولري.
د مړینې د خبر د تاییدو او خپریدو څخه دوه ورځې ورسته د جمعې په ورځ د طالبانو په یوه ویبپاڼه کې راغلي وو، لکه څنګه چې دوی ځانونه لا تر اوسه د اسلامي امارت د رهبري شورا په نامه یاده وي د یوې غونډې په ترڅ کې د ملا عمر ځایناستي د اسلامي امارت پخواني مرستیال ملا اختر منصور د امیر په توګه وټاکه. په حقیقت کې دی د څه باندې دوو کالونو راهیسې دفکتو د طالبانو مشر وو، په بله وینا، یو امیر مړ شو، ژوندی دی وي دا بل امیر.
ولې دا خبره دومره اسانه او ساده هم نه ده .
د امیر دټاکل کیدو څخه لږ شیبه ورسته ډیرو لوړپوړو طالب مشرانو د ملا منصور په مشروعیت باندې شکمن شول. د ۱۹۹۴ کال څخه را ورسته د لومړۍ ځل لپاره د دې ډلې په مشرتابه کې په لومړنې بدلون کې د واک په سر د اختلافاتو اور بل شو.
د یکشنبي په ورځ د طالبانو د وفات شوي مشر ملا عمر ورور ملا عبدالمنان په یوه غږیزه پیغام کې خبر ورکړ، چې د دوی کورنۍ د ملا اختر منصور مشرۍ نه ده منلي او د ده کورنۍ د چا بیعت هم نه دی کړی. د ډلیزو رسنیو د خبرونو پر بنسټ د ملا عمر کورنۍ د طالبانو د مخورو قوماندانانو سره په ګډه هڅه کوي، تر څو د ملا عمر مشر زوی د هغه ځایناستي وټاکل شي. له کله نه چې د طالبانو د یووالي سمبول مشر ملا عمر له صحني څخه حذف شوي دی او د مجاهدنیو مذهبي مشر نور نشته. د ملا منصور مخالفین ځانونه نور مکلف او مجبور نه ګڼي، چې د ده د اوامرو څخه اطاعت وکړي. په ځانګړي توګه دا نوی امیر اوس د یو دوکه باز او فریبکارسړی په ټوګه پیژندل کیږي. ده څه باندې دوه کاله د یو وفات شوي سړی دستورالعمل په نامه اعلامیې او پيغامونه نشر او خپاره کړي دي. له دې سره د طالبانو پاشلکیدلو. په ډلو ډلو ویشلواو خپلمنځي اختلافاتوته لاره خلاصه شوي ده. منصور د خپلو مخالفینو له خوا هم په دې تور تورن شوي دی، چې دی د اسحقزیو قبیلې په ګټه کارکوي او دوی ته یي ډیره برخه ورکړي ده.
له تر اوسه په دې اړه اختلاف هم شته او په طالبانو کې یوه عمومي پریکړه نه ده شوي، چې افغان طالبان به د افغانستان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کیني او کنه. په عمومي توګه نوی مشر د سولې او خبرواترو پلووي پیژندل شوي دی. ده تیره میاشت د روژې د مبارکې میاشت په پای کې رسماً د ملا عمر په نامه یو پیغام خپورکړو. په هغه کې ویل شوي وو، د سولې خبرې اترې د شرعې له پلوه مشرعیت لري. د ملا منصور سیاسي وضیعت د پاکستان په اړه چې اوس دغه هیواد د سولې په بهیر کې د منصور لپاره د منځګړيتوب رول لوبولو دنده په غاړه اخیستي ده، دوه اړخیزه دی. ملا منصور له یوې خوا په اووم د جولای کې د پاکستان په مري ښارګوتي کې د افغان حکومت له یوه رسمې پلاوې سره د طالبانو په استازيتوب خبر اترو تر سره کړي. له بلي خوا په قطر کې د طالبانو دفتر او سیاسي کمیسیون، چې د پخوانه د ملا منصور لخوا اداره کیږي، ده ویلي، چې د سولې په اړه د خبرو اترو ټول واک یواځې په قطر کې د سیاسي دفترسره دی.
پاکستان یو ځلې بیا د افغان مقاومت د مشر تابه په بدلون کې له موقع څخه ښه ګټه پورته کړه، تر څو خپل اغېز د طالبانو په غورځنګ کې لا نور ټینګ کړي. د ملا منصور مرستیال سراج الدین حقاني ټاکل شوي دی،د حقاني شبکې په اړه د امریکا د وسله والو ځواکونو مشر او لوی درستیزجنرال امیرالبحر میک مولن یو ځلي ویلي وو، د حقاني شبکه په افغانستان کې د پاکستان د اې ایس اې یو ریښتني اوږد شوي لاس دی.
دا ټول څه مانا لري د یو سوله ییز بهیر د چانس لپاره .؟
د طالبانو غورځنګ په پاشلکیدولو او ټوټه ټوټه کیدو کې یوګواښ پټ دی، کله چې یو عمومي اوربند رامنځته کیږي،دا اوربندبه د ټولو طالبانو له خوا مراعت او عملي نشي.
په دې برخه کې یوه پوښتنه راولاړیږي، هغه دا چې پاکستان د افغان سولې د اوسنیو خبرو اترو په بهیر کې ځان چمتو او تیار ښولې وو، اوس پاکستان ته د ملامتیا ګوته ورسیخیږي. دوی پر طالبان فشار راوست او د مذاکراتو میز ته یې مجبور کړل چې کیني او بیا په لنډ موده کې د دوهم ځل خبرو اترو تیاري ونیول شو.
اوس دا نوي سړی ملا منصور مجبور دي، د خپل کوربه هیواد څخه ځان لیري وساتي. تر څو دی ځان له هغو اتهاماتو څخه وژغوري، چې ملا منصور د اې ایس اې یو ګوډاګي او لاسپوڅي سړی دی.
که څه هم ده ویلي دي، جهاد ته به په خپل ټول توان سره ادامه ورکړم.
د افغانستان په سوله کې د ټولو خواوو د حیثت د اعادې لپاره یو مناسب منځګړتوب د چین هیواد کولي شی. دغه هیواد په طالبانو او افغان حکومت کې د بې پري هیواد په حیث پېژندل کیږي.. که څه هم د چین هیواد د پاکستان سره له پخوانه د ملګرتیا ډیرې ژورې او نږدې اړیکې لري، چین به خامخا دسولې په خبرو اترو کې د پاکستان لیوالتیاوو او ګټو ته پام کوي.
هممهاله داسي اټکل کیږي،چې د طالبانو د مشرتابه په بدلون کې د مخالفت له امله د طالبانو جګړییز مورال کمزورۍ کیږي. د سپیڅلي جهاد ترنامه لاندې د طالبانو ډلو ټپلو ترمنځ د واک پر سر اختلافات رابرسیره شول. په خپله ملا عمر د مسلمانانو مشري میراثي نه ګڼله اوس د ده د کورنۍ غړي غواړي د ده ځایناستي شي. دا په خپله د شریعت سره په ټکر کې راځې، ځکه په شریعت کې د میراثي مشرتوب اصل نه شته .
په همدې لړ کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو یوه ستره برخه وتلي ده، د صلیبیانو او یرغلګرو پرضد د جهادیانو تبلیغاتي هڅې هم خپل باور ورو ورو په خلکوکې له لاسه ورکړي دی. ځکه د جګړو په ډګرونو کې د بهرنیو سرتیرو او د صلیبیانوهیڅ څرک نه لګیږي. طالبانو خپل اغیز د افغانستان په لرو پرتوکلیوالي سیمو باندې ډیر کړي دی،دوی اوس د پخوا په پرتله یوازي افغان سرتیري او افغان ملکیان وژني.
د دې سربیره دا ویره هم شته، د طالبانو د ویشلکیدو سره به په افغانستان کې لار د اسلامي دولت ترهګرو ته لانوره خلاصه شي. دوی به لانور سختدریځي خپله کړي او د جنګ جګړو ډول به لانوره وېره ونکې او وحشتناکه شي. همدا اوس که څه هم د دوی ترمنځ د کومي مستقیمي همکاري ثبوت نشته، اما ځیني بېل شوي ناراضه طالب قوماندانان د اسلامي دولت سره یوځای شوي دي.
د ډلیزو رسنیو اغیز او رول د اسلامي دولت د مشر ابوبکرالبغدادي په اړه د ځوانو سختدریځو طالب قوماندانانو په منځ کې دا غوښتنه راپورته کړه، چې د ملاعمر د ژوند نښي نښاني باید دوی ته ورښکاره کړل شي. کنه دوی به له اسلامي دولت سره خپل بیعت اعلان کړي، د دې کال د جولای په میاشت کې د افغان طالبانوسره تړلې ډله د ازبکستان اسلامي غورځنګ په دورغو او غولونې سره وویل، ملا عمرلا ژوندی دی .
که سړی د افغان حکومت خبرې ومني، نو د سولې او د نورو پرمختګو کیلي اصلاً له طالبانو سره نشته، بلکې د پاکستان له پوځ سره ده. په ګاوندي هیواد پاکستان کې پاکستاني پوځ افغان مقاومت ته پناځایونه برابروي او په لوی لاس د دوی پوځي ملاتړ کوي.
اصلي ستونزه دا نه ده، چې د طالبانو سره سوله وشي، بلکې اصلي ستونزه دا ده، چې لومړی باید د پاکستان سره سوله وشي. دغه خبره افغان ولسمشر اشرف غني د دې کال په پیل کې د امریکا څخه د یوې لیدني پرمهال وکړه. د همدې وینا پر بنسټ پاڅونکوونکي غورځنګ د پاکستان د بهرنۍ سیاست د لاس یوه اله ګڼل کیږي، پاکستان هڅه کوي د هند اغیز په افغانستان کې محدود کړي. له همدې امله مخکې تر دې چې اوربند له ملا منصور سره وشي، لومړی بایداوربند د پاکستان له پوځ سره وشي.


پای
سرچینه : د المان فرانکفورته الګمینه څیتونګ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery