مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانو مشر ملا محمد عمر ارواح

ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : د المان شپیګل اڼلاین

 


او اغلۍ فدریکه بوګه  لیکوال  :  ښاغلي حسنیم کاظم


ایا واقعاً د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ شوي دی ؟
د افغانستان او پاکستان حکومتي سرچینې د ملا محمد عمر مړینه تاییدوي،طالبان یې په کلکه ردوي.  کیدای شي، چې دغه خبرونه د واک د لاسته  راوړنې لپاره د جګړي یوه برخه وي.
دغه څرګندونې شکمني بریښي : چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ شوي دی او احتمالاً ملا عمر دوه کاله وړاندې د طالب د قوماندانو په یوه خپلمنځي جګړه کې وژل شوي دی او یا دیوې ناروغۍ له کبله وفات شوي دی .دغه خبرونه د پاکستاني او افغان ملي امنیتي  ادارو دسرچینو له خوا ورکول کیږي. د دې سره سره  دغه اطلاعات یواځي توکې د موخې لپاره دي. ځکه طالبان په خپلو کې اختلاف لري، دوی په ډلو ډلو سره ویشل شوي دي او د لنډ وخت راهیسې دوی د اسلامي دولت له ترهګرې ملیشو سره هم په جګړه کې اخته شوي دي.
کیداې شي د مړینې خبر یواځې د یونوې قدرت د لاسته راونې لپاره یوه لاره خلاصه کړي. او یا کیداې شي د طالبانو او افغان حکومت داستازو ترمنځ دسولې په خبرو اترو کې یو خنډ واقع شي. دسولې خبرې اترې د جولای په میاشت کې پیل شوي او بلاخره د جولای په پنځلسمه نیټه یو پیغام خپروشو، چې په هغه کې ملا محمد عمر د مذاکراتو هرکلي کړي وو.
د طالبانو یو ویاند د مړینې دغه نوي خپاره شوي اطلاعات یو ځل بیا په کله رد کړل او دغه راپورونه یې یواځې شایعه، بې بنسټه او د دښمن زهرجن تبلیغات و بلل.
پاکستاني خبریال رحیم الله یوسفزی هم دغه راپورونه، چې ملا عمر مړ شوي دی، د طالبانو څخه  د یوې بېلې شوي ډلې په نامه د،، فدایې محاز .. یوه هڅه بولې، دوی غواړي خپل قدرت ته نور ځواک وروبیښي. رحیم الله یوسفزی په پاکستانې ورځپاڼه نیوز کې لیکې ،، دوی باید  شواهد او یو ثبوت وړاندې کړي،چې ملا محمد عمر وژل شوي دی، دی یواځینې خبریال دی،چې د ملامحمد عمر سره خبرې کړي دي.
دغه سړی څوک دی، چې اوس مړ شوي دی ؟ اوڅنګه دی دطالبانو مشر توب او لارښوونه کوي؟
اټکل شل کاله مخکې یو دم دا ویرونکي ځوان سړې را پیدا شو، د ۱۹۹۴ کال په منۍ کې دی د یو کلاشینکوف او راکټینجر سره لیدل شوي دی. دا مهال د ده په مشرۍ باندې څوک نه پوهیده.
په ۱۹۸۹ کال کې ده د روسانو سره په یوه جګړه کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه .کله چې ده ته په نږدې واټن کې یو توغندي ولګیدو او یوه وړه پرخه په ده باندې ولګیده. ملا عمر د ۱۹۵۹ او یا۱۹۶۰ کالونو په منځ کې زیږیدلی دی. ده خپل ماشومتوب او د ځوانې دوره د پاکستان د سرحدي سیمو په دیني مدرسو کې تیره کړي ده.
له عمر څخه ،، د مومنانوسلطان،، جوړشو
ده د علمأ کرامو په یوې غونده کې لکه د دمقدسوخلکو په شان ځان ته د مسلمانانو د مذهبي مشر لقب ورکړو. د ۱۹۹۶ کال اپریل کې دی د افغانستان په سویلي ښار کندهارکې د توري لونګۍ او توری اوږدې ګڼې زیري سره او تر ځان یو پټو یا څادر راتاو کړي وه، یوه بام ته پورته کیږي او نور خلکو د تورو لونګیو سره ملا عمر ته په ډیر عزت او درنښت کتلو او یو یو به ورته دتعظیم کولو په حالت کې لیدل کیده. دغه پټو یا څادر د حضرت محمد ( ص )چپڼه وه. همدا مهال ملا عمر ځان ،، امیرالمؤمنین ،، یا د.. مومنانو مشر.. ونومولو .
په طالبانو کې یوه خبره ګډه شوي وه، چې ملا عمر په خوب کې حضرت محمد(ص) لیدلي او ده ته  په افغانستان کې د سولې راوستو دنده ورسپارلي شوي اودی باید دسولې پالنه وکړي .
ملا عمر د کمونیستانو او مفسدو جنګسالارنو څخه ډیره سخته کرکه لري،له هغو څخه چې دوی د۱۹۸۹ کالونوکې د پخوانې شوروي اتحاد په وړاندې له بريالي جهاد څخه ورسته په خپلو کې په جنګ جګړو اخته شول او هیواد یې په کورني جګړه کې راګیر کړو. دامهال ملا عمر ځوان سختدریځه جنګیالي پر خپل ځان را ټول کړل. افغانستان کې په کافې اندازه وسلې شتون درلود. دوی د سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالاتو په مالي مرستو تمویل شول. د دوی ډیرې جنګیالي د پاکستان د اې ایس اې لخوا ان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال رزول شوي وو.
ډیري افغانان جنګ جګړو ډیر سخت ځپلي وو او د فساد، ناامني څخه پوزي ته راغلي وو، دوی د طالبانو سره په خوښه یو ځای شول. په ۱۹۹۶ کال کې بنسټپالو طالبانو پرته له کوم مقاومت څخه نږدې ټول افغانستان د پلازمینې کابل سره یوځای تر خپل کنټرول لاندې راوست.
دغه سړی ملا عمر، چې د هیواد دسویلي سیمو له یو بې وزله کلي څخه راغلي وه، اوس نو دی رسماً د حکومت مشر وټاکل شو. چیرته چې نجلې ښوونځویو ته نه تللې، ښځې یواځې په بورقو کې ګرځیدلې، دلته یواځې د شریعت قانون حکم چلیده. ده خلک په سپورتي لوبغالي کې اعدام کړل. د هغو مسلمانانو د ډله ییزو وژنو اجازه ورکړه،چې دوی د طالبانو د اسلامي قوانینو سختدریځه تصوراتو ته سر نه ټیټولو. په ۱۹۹۸ کال د اګست میاشت په مزاري شریف کې د هزاره شیعه مسلمانان د وژلو امر یې ورکړو. طالبانو دوه ورځې هر څوک، چې په سړکونو کې لیدل کیده وژل.
د تلوالي یو اپېل  یا غوښتنه 
ملا عمر اوسامه بن لادن ته پناه ورکړه،بن لادن د سعودي عرب څخه افغانستان ته مجموعاً  په میلیونونو ډالر راوړې وو.تر څو دی د روسانو پر وړاندې جهاد کې برخه واخلي. کله چې واشګنټن د یوولسم د سپتمبر د ترهګریزو بریدنو څخه ورسته د بن لادن د ورسپالو غوښتنه وکړه، ملا عمر د همکاریو څخه ډډه وکړه .
یوه ورځ مخکې له دې، چې د امریکې متحده ایالات په افغانستان باندې د هوایې بمباري برید پیل کړي، ده خپلو خلکو ته د اتلوالي څوخبرې وکړي: ،، زه پوهیږم، چې زما واک، زما پوزیشن، زما کورنۍ له ګواښ سره مخامخ دي.اما زه  دې ته تیاریم، چې ځان قربان کړم، زه نه غواړم، چې د یو نا مسلمان ملګري شم، ځکه دوی زما د ایمان او عقیدي او زما د مذهب مخالفان دي. زه په دې ویاړم، چې ځان قربان کوم او تاسو هم داسي وکړۍ ،،
له دې خبرو څخه ورسته دی په یوه موټرسیکل سپورشو او له کندهاره احتمالاً د پاکستان په لوري ولاړو. او له همدې مهاله بیا تر اوسه چا دی ندی لیدلي. ډیر ځلې راپورونه راغلل، چې دی د متحده ایالاتو د بي پيلوټه الوټکو په برید کې وژل شوي دی. او یا په یوه ناروغي کې مړ شوي دی.
ولې هر ځلې طالبانو دغسې راپورونه په کلکه ردکړي دي.
ویل کیږي، چې ملا عمر د افغانستان او پاکستا ن ترمنځ تګ راتګ کوي او د ۲۰۰۲ کال په پای کې  ده د پاکستان د کوټې ښار کې د طالبانو د شورا د مشري بنسټ کیښود. د ده جګړه په افغانستان کې د لویدیځوالو د لښکرو په وړاندې ده. کله چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکې متحده ایالاتو د طالبانو سره ډ يالوګ یا خبرو اترو هڅه وکړه. ملا عمر بیا خبرې اترې رد کړې او وسله وال مقاومت ته دوام ورکړو .


 
پای


سرچینه  : د المان فرانکفورته الګمینه څیتونګ .
لیکواله :  اغلۍ فدریکه  بوګه
د ملاعمر مړینه یا د ارواح مرګ
د ملا عمر د مړینې خبرونه یو ناڅاپه او غیرمتراقبه نه دي را څرګند شوي. ډیر ځلې دی مړ شوي اعلان شوي دی، لکه څنګه چې دی پرون مړ اعلان شو. د دغي خبر د خپریدو ګټي اخیستونکې بېلا بېلې ډلې دي.
د اوسني تازه خبرونو څخه مخکې هم له ډیر موې راهیسې د طالبانو د مشر د مړینې خبرونه اوریدل کیدل. په دې ورستیو کې ډیرو طالب قوماندانو ته دا ګرانه تمامیده وه،چې د اسرارو څخه ډک او اسطوروي شخصیت ملا عمر نه ګټه پورته کړي .هیڅ چا نه غوښتل او نشو کولي، چې داسي ګونګوسې خپرې کړي او  د مشر ملا په اټوریتي باندې نوکان ولګوي.
ملا عمر په کال کې دوه ځلې د مسلمانانو د دیني مبارکو ورځو پر مهال لیکلې پیغامونه او اعلامې خپرولي، ورستي پیغام د کمکۍ اختر څخه دوه اوونۍ وړاندې خپرو شو. په دي اعلامیه کې ده د سولې خبرو اترو ته هرکلي ویلي وه،او ولسمشر محمد اشراف غني هم څو ځلې د ده د خبرو او پیغام تود هرکلي وکړو.
 پاکستا ن یو ځلې بیا یوه لویه تیروتنه، د اعتماد او باور سرغړونه وکړه
افغان ولسمشر تېره چارشنبې اعلان وکړو، چې ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوي دی.د کابل د ملي امنیت یو ویاند یوه بله خبره هم وزیاته کړه، چې ملا عمر د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې مړ شوي دی.
که پاکستان دغه خبر او معلومات دوه کاله د افغان له حکومت څخه پټ ساتلي وي، دا به د پاکستان یوه لویه غلظې او تیروتنه وي. کابل تر اوسه په دې برخه کې هیڅ څه نه دي ویلې، چې ولې د پاکستان له خوا د مړینې اطلاعات د دوو کالونو ځنډ څخه ورسته خپاره کیږي.
د تعحب وړ خبره د مړینې د خبر خپریدو وخت دی، د طالبانو له نسګوریدو څخه څورلس کاله  راورسته یعني دوه اوونۍ وړاندې په پاکستان کې د کابل حکومت او طالبانواستازو ترمنځ رسمې خبرې اترې تر سره شوي. د خبرو په پای د طالبانو ترمنځ اختلافات را څرګند شول. د طالبانو په یوه ویبپاڼه کې یو خبر خپور شواو لږه شیبه ورسته بیا ړنګ کړل شو.
کارپوهان لکه پاکستاني خبریال رحیم الله یوسفزی وایي، د طالبانو د لومړي او دوهم نمبر کسانوترمنځ د واک پر سر اختلافات رامنځته شوي دي. اختلاف د ملا اختر منصور او د ملا عمر مشر زوي ترمنځ دي. ملا یعقوب تیر کال د دیني مدرسي څخه فارغ شوي،دی اوس غواړي د خپل پلار ځای ناستي شي، یوسفزی د.. ده نیوز ورځپاڼه .. کې لیکي .
ملا منصور د سولې دبهیر پلوي دی، دا هغه کس دی،چې لږ ترلږه د پاکستان د فشار له امله خبروته کیښنول شوي دی. افغان حکومت وویل، دطالبانو استازي د ملا منصور له خوا د مري ښارګوټي ته د خبرو اترو لپاره رالیږل شوي وو.
د دوی په مقابل او مخالفت کې د ملامحمد عمر شا خوا نورکسان دي او له دې جملې څخه د طالبانو پوځې مشر ملا عبدالقیوم ذاکر راځې، دی دسولې  مذاکراتواو خبرې اترې ردوي، دی د جګړې په لار او پوځې بري باندي درومي. د دواړو ترمنځ کړکیچ د قبایلو په سیمه کې روان دي. ان هغو طالب مشران چې په قطر کې سیاسي دفتر لري او د دوی سیاسي شتون د کابل له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوي، په رسنیو کې د اسلام اباد مذاکراتو ته په ښه سترګه نه دي کتلي.
ځکه پاکستان ډیره موده د طالبانو ملاتړ کړي او دوی په پاکستان کې میشت دي. دا به د دې ډلې لپاره ډیره ګرانه وي، په خوښه او انټرس کې به نه وي، چې د افغانستان برخلیک د یو داسي منفور هیواد او له کرکې ډک  پاکستان له خوا تر سره شي.
 
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery