مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راځي وطن ګلشن کړو

فضل الله رشتین
راځئ چې له خبل ویجاړ وطن نه جمن او ګلشن جوړ ګړو !
زما وطن
 زما ښکلی وطن
 زما چمن
 زما ښکلی چمن
 زما ګلشن
 زما ښکلې ګلشن
 څه پرې وشو ؟
 وطن ویجاړ شو
 چمن په صحرابدل شو
 له ښکلي چمن نه ځنګل شو
 ګلشن به خرابو بدل شو
 زما ښکلي خلک!
څه شو .؟
 هغه پاک سپیڅلي خلک
 هغه مخلص او رښتیني خلک
 هغه په وطن مین خلک
 هغه په ظاهر او باطن یو شان خلک
 هغه د خلکو خادمان
 هغه د الفت لیوال
 هغه د بینوایانو ملګري
 هغه رښتنیني خلک
 هغه د میني محبت خواږه خلک
 هغه د ایماندارۍ په جامو پټ خلک
 دا څه وشو ؟
 دا څه بربادي راغله
 دا څه پریشاني راغله
 دا څه بې امنیي راغله
 دا څه بې سر او ساماني راغله
 خلک بدل شو ل
 د خلکو په زړنو کې الفت پاتې نه شو
 خادمان لاړل
 د وطن خدمت پاتې شو
 خائینان راغلل
 رښتیا او رښتینولي لاړه
 رښتینان لاړل
 منافقان راغلل
 او س کورۍ هر خوا منافقتونه دی
 شیطانتونه دي
 وطن دوستي ختمه شوه
 وطن دوستان لاړل
 یو شمیر وطن فروشان راغلل
 دا ځیني بیا د خپلو شخصی ګټو لپاره وطن خرڅوي
 خپل ایمان خرڅوي
 د وطن اولادونه او فرزندان خرڅوي
 وطن مینه غواړي
 وطن قرباني غواړي
 وطن د خلکو نه احساس غواړي
 وطن قدردانان غواړي
 وطن وفادار خلک غواړي
 وطن فداکاران غواړي
 وطن داسې خلک غواړي چې ساتنه یې وکړي
 وطن داسې خلک غواړي چې ځانونه ترینه قربان کړي
 دا وطن له ټولو افغانانو څخه ننګ او غیرت غواړي
 وفا او عزت غواړي
 عزم او لوړ همت غواړي
 وطن زمونږ د ټولو ناموس دی
 نو ساتنه او پالنه یې په ټولو فرض ده
 وطن یو امانت دی
 چې مونږ ته پاتې له نیکونو دی
 دا امانت ساتل غواړی
 او راتلوونکي نسل ته سپارل غواړي
 په دې امانت کې خیانت لویه ګناه ده
 نو راځۍ له خپل وطن او خلکو سره د جفا پر ځای وفا وکړو
 او خپل ملي رسالت سرته ورسوو
 راځئ دا ویحاړ وطن آباد کړو
 راځئ دا وطن بیرته ښکلی چمن کړو .
دا زمونږ ټاټوبی دی
 په دې کې مو ژوند او مرک دی
 په دې کې مو ښه او بد او هر څه دي
 د وطن نه بل خوږ شی په دنیا کې نشته
 وطن خوږ دی
 وطن خوږ دی
 ژوند په وطن کې خوند او کیف لري
 د وطن په قدر هغه څوک پوهیږي چې ورڅخه لرې وي
 او مسافر وي
 د سولې او امنیت احساس هغه ځوک کوي چې ورڅخه محروم شي
 زمونږ خلک له سولې او امنیت څخه محروم دي
 دا سوله او امنیت د اتفاق او اتحاد په برکت راتلای شي
 دا سوله او امنیت په مینه مجبت سره لاس ته راتلای شی
 نو راځې چې اتفاق وکړو اتحاد وکړو
 مینه وکړو محبت وکړو
 او له خپل وطن څخه بیرته جمن جوړ کړو
 له خپل وطن نه بیرته ښکلی ګلشن جوړ کړو
 چې په دې چمن او چمن کې له ازادۍ سره او ارامۍ سره په سوله کې د ژوند شپې ورځې تیرې کړ و
 او په دې شان هم خپله خوشحال شو او هم راڅخه الله پاک راڅخه شي
 او زمونږ ګناهګانې وبخښي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery