مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مموزی: د پروان په ګڼو جنايي پېښو کې پولیس ښکېل دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پروان چارواکي وايي، د هغو پولیسو له کړنو تر پزېراغلي چې له نورو ولایتونو راځياو له دولتي موټر او وسلو په استفادې په دغه ولایت کې جنایتونه ترسره کوي یا هم شخصي دښمنۍ د پولیسو له ادرسه پالي. د چارو شنونکي وايي چې دا ډله پولیس د ځانګړو حکومتي کسانو ملاتړ لري او کله چې جنایت ترسره کړي بېرته خوشي کول یې هم هغوی پر غاړه اخیستي وي. د پروان امنیه قوماندان جنرال محمدزمان مموزی وايي، دوی د غیر مسوولو وسله والو او غلو د مهارولو وړتیا لري؛ خو له مسوولو وسله والو په تنګ دي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له کاپيسا یو پولیس له خپل رینجر موټر او د پولیسو له وسلې سره راغی او په چاریکارو کې یې د خپل تره اووه زامن ووژل، له غزني او وردګو دوه پولیس له دولتي امکاناتو سره راغلل او په بګرام کې یې پنځه تنه ووژل. دی وایي، دې ته ورته ډېرې پېښې تکرار شوې او له ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو پوليس ورغلي او په پروان کې یې جنایت ترسره کړی چې اوس هم له دوی سره څو همداسې پولیس زندانياندي. مموزی وايي، د پروان امنیتي ارګانونو د غلو او غیر مسوولو وسله والو د مهارولو وړتیا لري؛ خو له پولیسو سره څه وکړي؟ د چارو شنونکي بیا وايي، نه یوازې په پروان، بلکې په ټول هېواد کې پولیس د جنایت ترسره کولو پر مهال د خوندیتوب احساس کوي چې دغه کار په جنایتونو د ککړو پولیسو کچه لوړه کړې ده. شنونکي همدا راز زیاتوي، د پولیسو دغه ډول کړنې د حکومت په لوړو پوړونو کې ملاتړي لري او ددې موخې لپاره پر پولیسو شخصي دښمنۍ پالي چې ملاتړي کسان یې په نا امنۍ او جګړه کې خپله بقا ویني. پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، په پروان، کاپيسا او په ټوله کې د هېواد په شمال کې ټوپکسالارانو خپل افراد د پولیسو په لیکو کې ځای کړي او د شخصي موخو او دښمنیو لپاره یې کاروي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په شمال کې پولیس په ډېری مواردو کې د کورنیو چارو وزارت امر هم نه مني، بلکې د ټوپکسالارانو تر قوماندې لاندې دي او همدا ټوپکسالاران هم ځان پرې ساتي، هم خپلې شخصي دښمنۍ پرې پالي او هم یې بیا له حکومته ژغوري. امرخېل وايي، د وزیرانو، ملي شورا د غړو او رییسانو په ګډون ګڼو کسانو په پولیسو کې خپل افراد ځای پر ځای کړي او جنایتونه پرې ترسره کوي. دی د ټوپکسالارانو خپل منځي اختلافاتو ته په اشارې سره وايي، کله چې دوه قوماندانان جګړه کوي، هر یو یې خپل پولیس د بل پر وړاندې کاروي. سیاسي کارپوه دوکتور احمدخالد حاتم وايي، افغان پولیسد روزنې پر مهال له ملي او نړیوالو قوانینو نه خبرېږي او ژر وسله په لاس ورکول کېږي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، وړاندې له دې چې پولیس ته وسله په لاس ورکړل شي، لومړی باید هغه ته اسلامي قوانین، د بشري حقونو قوانین او افغاني قوانین په سمه بڼه ور وښودل شي تر څو د پولیسي جامو د اغوستو پر مهال ځان خوندي حس نه کړي. ده وویل، کله چې افغان پولیس په جنایي پېښو کې ځان ښکېلوي داسې فکر کوي چې هغوی تر قانون پورته دي. هڅه مو کړه ددې موضوع په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery