مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د موسی کلا ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده

احمد فیصل
د هلمند د موسى کلا ولسوال وايي چې تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته يې چې څوک مرستې رانغلل ، طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ نيولې دي.د موسی کلا ولسوال محمد شريف وايي چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې دوى کلا بند وو، د مرستې ډېرې چيغې يې وکړې، خو څوک يې مرستې رانغلل.د هغه په وينا، تېره شپه وسلوالو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي وو، او تر سخت مقاومت وروسته يې د ولسوالۍ وداني، امنيه قومانداني او ددې ولسوالۍ روغتيايي مرکز يې طالبانو ته خوشې کړي دي.ولسوال وويل چې اوس دوى زړې قوماندانۍ او شخصي کورونو کې پټ دي او له همدې ځايه له وسلوالو طالبانو لاس په لاسه جګړه کوي.محمد شريف زياتوي چې دتېرې شپې په جګړه کې ١٥ پوليس ټپيان شوي ، يو شمېر پوليس يې وژل شوي هم دي، خو دهغوى په اړه معلومات نه لري.د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو او وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او زياتوي چې ددوى مهمات او خوراکي توکي خلاص شوي او د تېښتې لاره هم نه لري.ولسوال وايي چې د ولايت ټول مسوولين يې له ستونزو او حالاتو خبر کړي خو تر دې مهاله يې کومه مرسته نه ده شوې ، په داسې حال کې چې سلګونه طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسيدلي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery