مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په افغانستان کې ۱،۶ میلیونه کسان د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت دي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د غالیو اوبدونکو له ټولنې له دې کبله مننه کړې چې د هېواد په کچه یې ۱،۶ میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر د غالۍ اوبدونکو د ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې دی به د ترکمنستان له ولسمشر سره چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي پر دې هم خبرې وکړي چې دغه هېواد له افغان غالۍ اوبدونکو سره څه مرسته کولی شي. ولسمشر سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارلې چې په راتلونکو دوو اونیو کې د غالیو د تولید په برخه کې د ستونزو د حل لپاره خپل مشخص وړاندیزونه برابر کړي. ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې د افغانستان حکومت د غالیو د صنعت د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery