مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یو افغان پانګوال د پاکوونکو توکو خپله فابریکه له لاهور څخه کابل ته لېږدوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
یو افغان پانګوال له پاکستانه خپله فابریکه چې د شامپو او نورو پاکوونکو توکو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، افغانستان ته را لېږدوي. د «Luxury wash» په نوم دغه محصولات د «RMA group» په نوم د تولیدي کمپنۍ اړونده دي، چې اوس مهال د پاکستان په لاهور ښار کې فعالیت کوي. د دې کمپنۍ مشر عبدالرشید ناصري وايي چې تولیدات یې په نړیوال سټنډرډ برابر دي. ناصري له همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په نړیوالو معیارونو د برابر تولید لپاره د سټنډرډ نړیوال سازمان «ISO» سرټیفیکټ هم لري. دغه افغان پانګوال وايي، سره له دې چې په پاکستان کې ورته ښې اسانتیاوې برابرې او توکي یې ښه مارکېټ لري، خو د ملي احساس له مخې غواړي چې پانګه خپل هېواد ته را ولېږدوي. عبدالرشید ناصري وویل چې کمپنۍ یې اوس مهال د پاکستان په لاهور ښار کې ده او افغانستان ته یې پر لېږدولو کار روان دی. هغه وايي افغانستان ته یې د فابریکې د لېږد لپاره د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې ځمکه اخیستې ده او ډېر ژر به په خپل هېواد کې په فعالیت پیل وکړي. نوموړی وايي، چې له تېر یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې فعالیت کوي او تولیدات یې پر پاکستان سربېره، افغانستان ته هم راوړل کېږي، چې ښه بازار لري. ناصري زیاتوي، چې په لومړي سر کې یې په ډېرې کمې او ابتدايي پانګې سره په کار پیل وکړ، د وخت په تېرېدو یې کار هم پراخ شو او پانګه یې هم ډېره شوه. د هغه د معلوماتو له مخې، ابتدايي پانګه یې ۵ زره ډالره وه، چې اوس مهال یې شاوخوا دوه سوه زرو ته لوړه کړې ده. ده وویل چې په پاکستان کې صنعتکاران او پانګه وال ډېر هڅول کېږي، خو په افغانستان کې د صنعت په برخه کې ځینې ستونزې شته. هغه په پاکستان کې د برېښنا نه شتون د صنعت پر وړاندې لویه ستونزه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې پر بوتلي شامپو سربېره، پاکټي شامپو، د وېښتانو غوړ، د لوښو مینځلو مایع، شیشه پاککن او صابون هم تولیدوي. ده زیاته کړه، چې تولیدات یې د کیفیت او قیمت له پلوه له پاکستاني او هندي توکو سره ښه رقابت کولی شي. ناصري وویل، په پام کې لري چې افغانستان په راتګ سره به ډېر ژر د جامو مینځلو پوډر په تولید هم پیل وکړي. دی وايي چې په افغانستان کې د جامو مینځلو پوډر د تولید لپاره کافي کیمیاوي مواد پیدا کېږي او دا داسې مواد دي چې د کیفیت له پلوه د سیمې په هېوادونو کې نه پیدا کېږي. هغه وویل:«د سرف اکسل په نوم د جامو مینځلو پوډر چې له هنده افغانستان ته راول کېږي، موږ هڅه کوو چې هغه د کیفیت له اړخه تر هغه ښه پوډر په خپل هېواد کې تولید کړو.هغه کیمیاوي توکي چې په پاکوونکو توکو کې کارول کېږي، اتیا سلنه یې په افغانستان کې پیدا کېږي.» عبدالرشید ناصري له حکومت څخه د صنعت او پانګونې د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه وايي چې حکومت د کورني صنعت او تولید د ملاتړ لپاره باید پر خامو توکو مالیه معاف کړي او پانګوالو ته د پورونو اسانتیاوې برابرې کړي. سلګونو افغانانو دا مهال له هېواده په اسیايي هېوادونو خپلې پانګې بندې کړې دي. په افغانستان کې نا امني او د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو نه شتون هغه ستونزې دي چې پانګوال افغانستان ته د خپلې پانګې لېږدولو ته زړه نه ښه کوي. ناصري وايي چې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې سره یې خبرې کړي او د دې ټولنې مرستیال ورته د ځمکې او پورونو په ګډون د نورو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery