مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ملي امنیت په کابل کې دحقاني شبکې ۳۰ غړي نیولي دي

احمد فیصل
د ملي امنيت رياست وايي، د حقاني ډلې او د پېښور شورا ٣٠ غړي يې په کابل ښار کې د وروستيو بريدونو او په نږدې راتلونکي کې د نورو سترو ترهګريزو پلانونو د ترسره کولو په تور نيولي دي. له دې ریاسته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د يو لړ بېلابېلو ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په کابل کې د څلورو وروستيو بريدونو (د شاه شهيد په سياسنګ سيمه، هوايي ډګر، څلورمو مکروريانو او ملي شورا باندې د بريد) په تور نيول شوي دي. سرچينه کاږي، له دغو کسانو څخه د ده سبز ولسوالۍ لپاره د پېښور د شورا له خوا نومول شوی ولسوال قاري جانان، د ده ملګري او له دوی سره په خوا کې د حقاني ډلې قوماندانان هر يو اسرار احمد، ملک او مصطفی له هغو کسانو څخه دي چې په شاه شهيد، هوايي ډګر او مکروريانو کې يې بريدونه عملي کړي دي. سرچينه زياتوي، دغه ډله په کابل ښار کې د نورو ١٣ سترو ترهګريزو پلانونو د طرح او ترسره کولو په لټه کې وه، چې په دغو پلانونو کې د دوی موخې ولسمشريزه ماڼۍ، په شش درک سيمه کې د ملي امنيت لوی رياست اداره، ملي دفاع وزارت، د امريکا د متحده ايالاتو سفارت، د کابل امنيه قومانداني، ملي شورا او خاتم النبيين پوهنتون وو چې په نښه يې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery